مخکې مو په یاران وېب پاڼه کې د کرکټ د عجایبو په اړه لوستي وو، چې کرکټ کې که ورور د ورور خلاف لوبه کې ودرېږي، بیا یې هم معاف کېدل نشته.
په کرکټ کې سالم ضد او ضد بازي شته او دا لړۍ به روانه وي.
د نړۍ دې عجیبه لوبې ته عجیبه لوبغاړي هم راغلي، تللي او راروان دي…
دا چې دغه عجیبه او خورا پیاوړي لوبغاړي څنګه وړتیاوې درلودې لږ رڼا پرې اچوو.
د تېرو کلونو په لوبو او لوبغاړو یې نه غږیږو، هغه لوبغاړي چې له ۱۹۹۶ کال را په دېخوا یې لوبې کړي او تر ۲۰۱۹ پورې یې مونږ په خپلو سترګو ګورو او لوبې یې اورو.
دا چې د دغو لوبغاړو شته وړتیاوې فطري وې که مسلکي دلته پرې غږیږو.
فطري یا پېدایښتي وړتیا هغه ده، چې یو انسان له یو هنر یا یو مهارت سره نړۍ ته راغلی وي او همغه مسلک ته خورا جوړ وي، هغه کسان چې په چارو کې فطري او پېدایښتي وړتیاوې لري په خپلو چارو کې تر ډېره بریالي وي، دا چاره کټ مټ په لوبو او په ځانګړي ډول کرکټ کې هم ده.
د اسټرالیا شېن وارن
شېن وران د اسټرالیا لېګ برېک بالر و، ده په بالېنګ کې دومره وړتیا درلوده، چې د لېګ برېک بالېنګ د پلار لقب یې ګټلی، ده خورا زیات سوېنګ کاوه او توپ یې په فوټونو سوېنګ اخېسته.
د ده دا وړتیا تر ډېره فطري ده، ۹۰ سلنه دی په فطري وړتیا لوبېده او مسلکي یې بیا شل سلنه وه.
ده بیا شل سلنه مسلکي زده کړه کړې وه او ۸۰ سلنه یې د توپ اچونې وړتیا پېدايښتي وه.
ده به په لېګ برېک توپ اچونه بولډ اوټونه کول او د کرکټ په نړۍ کې تر اوسه د ده په څېر لېګ برېک بالر نه دی راغلی.
د ده د بالېنګ سوېنګ دې وېډیو کې وګورئ:
زمونږ په یادښت د توپ وهنې او توپ اچونې په برخه کې داسې لوبغاړي راغلي، چې وړتیاوو ته د کرکټ مینوال ګوته په غاښ پاتې کېږي.
ای بي ډیویلېرس
ای بي ډېویلېئرس د کرکټ په نړۍ کې په ۳۶۰ لوبغاړي مشهور دی، دی د لوبغالي هر لوري ته شاټ وهلی شي او ځېنې کسان یې بیا د کرکټ ایلف یا پېری بولي.
دی خورا عجیبه لوبه کوي او کله چې ګرم شي بیا نو بالر ورته بالر نه ښکاري او د منډو لړۍ پرې چټکه او روانه ساتي.
د ویسټ انډیز خلاف یې یو ورځنیو لوبو کې په ۳۱ توپونو سلیزه وهل د نړۍ په کچه یو ستر ریکارډ دی.
په یو ورځنیو لوبو کې د ۱۰۰ سټرایک رېټ مخته وړل اسانه خبره نه ده، ده بیا په سل جمع یا هنډرېډ پلس پاڼیو کې سل سټرایک رېټ مخته وړی دی، چې دا یې د نړۍ په کچه ریکارډ دی.
د ویسټ انډیز خلاف یو ورځنۍ لوبه کې یې ۳۳۸ اعشاریه ۶۳ سټرایک رېټ بې ساری دی او دا یې هم یو ریکارډ دی.
په یو ورځنیو لوبوکې یې د چټکې نیمه سلیزې ریکارډ جوړ کړی، په ۱۶ توپونو یې نیمه سلیزه پوره کړې، په ۳۱ توپونو سلیزه او ۶۴ توپونو ۱۵۰ منډې د ده ستر ریکارډونه دي، چې تر اوسه چا نه دي مات کړي.
درې چټکې سلیزې یې په یو ورځنیو لوبو کې بل ستر ریکارډ دی، چې ۷۵ توپونو باندې یې وهلي دي.
ډیویلیرس د لوبډلمشر په توګه په یوه کال کې ۶۰ شپږیزې وهلي، چې دا یې بل ستر ریکارډ دی.
دا ریکارډونه تر ډېره د یو لوبغاړي په فطري او پېدایښتي وړتیا پورې تړاو لري.
د ډيویلیرس لوبه که وګورو هغه داسې ښکاري، چې دی کرکټ سره دې نړۍ ته راغلی او همدایې کار روزګار و.
نو د ده ۹۰ سلنه وړتیا پېدایښتي ده او لس سلنه یې بیا مسلکي لوبې او اکاډمي پکې رول لري.
د ډیویلیرس د توپ وهنې لېنک:
برېن لارا
برېن لارا ویسټ انډیزی چې ۱۹۹۶ کال کې هم لوبېده، خورا ښه ډرایفونه یې لوبول او د اسټرالیا شېن وارن او برېټ لي په څېر نامتو بالران یې په لوبو کې تر پوزې راوستي دي.
د لوبې لېنک:
https://www.youtube.com/watch?v=tDJEnP_9wgY
سچېن ټېنډولکر
ټېنډولکر د کرکټ په نړۍ کې د سلو (۱۰۰) سلیزو پاچا په نوم یادېږي او په هندوستان کې ورته کرکټ بګوان وایي.
د کرکټ په نړۍ کې د نوموړي وړتیا او د سترګو دید یې له باز یا عقاب مرغه سره تشبِه شوی.
د باز نظر چې په ښکار ولګېږي، بیا نو ښکار ترې بچ نه خوري او له ډېر لرې واټن څخه په ښکار غوټه کېږي او هدف تر لاسه کوي.
ټېنډولکر هم بال ته خورا ځیر کتل او توپ به یې زیات ښه مېډل کاوه.
۲۰۱۱ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د پاکستان د چټک بالر عمرګل خلاف یې یو شاټ د اوږې له سر نه آپر کټ ولوباوه، دا شاټ نوموړي دومره ښه مېډل کړ، چې مبصرین یې په ستاینه ستړي کړل.
توپ د ترډ مېن بونډرۍ په لور شپږیزه شو.
داسې بالونه زیاتره وخت له توپ وهونکو اېج اخلي او ترډمېن کې د فیلډر په شتون کې د کېچ ۹۰ سلنه امکان وي.
اوس تازه د انګلستان خلاف تمریناتي لوبه کې د محمدنبي شاټ په ترډ مېن کې جاني بېرسټو کېچ کړ او له محمدنبي څخه بال اېج واخېست.
نو د سچېن ټېنډولکر وړتیا ۹۰ سلنه فطري وه او په ۱۱ کلنۍ کې یې خورا زبردسته لوبه نندارې ته وړاندې کوله.
دی په ۱۵ کلنۍ کې د هند لوبډلې ته راغلی او بریالی له لوبډلې تقاعد شو.
د ۲۰۰۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام او د پاکستان خلاف د ټېنډولکر بېټېنګ:
https://www.youtube.com/watch?v=Vns48a2-OjM
دوه افغان لوبغاړي او فطري وړتیاوې یې
راشدخان ارمان؛ که د راشدخان لوبې ته وګورو تر ډېره پورې یې لوبه زمونږ په لوبډله او نورو نړیوالو لوبغاړو کې متفاوته ده.
په ډګر ساتنه کې د هغه چالاکي، په توپ اچونه کې یې مهارت او په توپ وهنه کې یې وړتیا بیخي بدله ده.
نوموړي په اکاډومۍ کې دومره لوبې نه دي کړي، چې هغه دې دغه مهارتونه حاصل کړي وي، بلکې د هغه ۹۰ سلنه فطري او پېدایښتي وړتیا ده، چې هغه د کرکټ په ډګرونو ځلوي او نړیوال شهرت ته یې ورساوه.
هغه په ډېری لوبو کې د افغانستان لپاره د ملا تیر جوړ شوی.
نو د ده وړتیا پېدایښتي ده؛ نه مسلکي او لاسته راوړونکې.
کله چې ده د ویسټ انډیز خلاف یوه یو ورځنۍ لوبه کې د ویسټ انډیز ۷ لوبغاړي وسوځول، نو هغه مهال ته ده، د مبصر له خوا د مقابلې لوبډلې د نړوونکي کلمه وکارول شوه.
مبصر وویل د ډېسټرایئر راشدخان.
بیا انګلیسي کې ویجاړوونکي ته وایي.Destroyer
دا فطري وړتیا ده، چې راشدخان یې یو ورځنیو لوبو کې دریم بالر کړ، دا پېدايښتي ټایلېنټ و، چې راشدخان یې شل اوریزو لوبو کې لومړی بالر کړ او دا پېدايښتي مهارتونه وو، چې راشدخان د یو کال لپاره په یو ورځنیو لوبو کې لومړی الراونډر و.
د راشدخان د توپ اچونې لېنک:
حضرت الله ځاځی
د کرکټ نړۍ په ۲۱ مه پېړۍ کې یوه بله پېدایښتي وړتیا افغانستان وموندله، دا وړتیا د سخت یا هارډ هېټېنګ ده، چې برید کوونکې توپ وهنه کوي او په چلېدو سره یې د لوبډلې د منډو لړۍ لکه د مخ په ځوړ سیند ګړندۍ او بهانده ساتي.
حضرت الله ځاځي په اړه زه د ده نږدې ملګري شیرالله بارکزي خبر کړی یم، دی به په کابل کې په سیمه یزو کلیوالو لوبډلو کې لوبېده او هملته ورته همزولو ملګرو د سترو شاټونو له امله کرېس ګېل وایه.
شیرالله بارکزی کیسه کوي، چې دی به کابل کې لوبډلو له ځان سره لوبو ته په پېسو اخېسته او ده به بیا په ذمه وارۍ ۵۰ او له ۵۰ بره منډې کولې.
له هغې وروسته دی د افغان بیسیم مخابراتي شرکت لوبډلې ته راغی او په غازي امان الله خان لوبغالي کې یې د مخابراتي شرکتونو د لوبډلو ترمنځ لوبو کې وړتیا وښوده.
په شپږیزه لیګ کې خورا ښه وځلېد او له هغه ځایه یې د افغانستان ملي لوبډلې ته لار وموندله.
ده د ۲۱ مې پېړۍ په اتلسم او نولسم کال کې د ریکارډونو بنسټونه کېښودل او افغان لوبډله یې هم د نړۍ په ریکارډي لوبډلو کې شمار کړه.
د ۲۰۱۸ کال ریکارډ بنسټ یې د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د عبدالله مزاري پر وړاندې په یوه اوور کې په شپږ، شپږیزو سره کېښود.
په ۱۲ توپونو یې ۵۱ منډې وکړې.
شپږ توپونه یې په پرله پسې ډول د اسمان څکو شپږیزو لپاره د ننداره کوونکو منځ ته ورغورځول.
د بنګله دېش په سوداګریز لیګ کې یې په لومړۍ لوبه کې په ۳۵ توپونو ۷۶ منډې وکړې.
د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې یې د ایرلېنډ خلاف د افغانستان لپاره د نه ماتېدونکو ریکارډونو بنسټیزې خښتې کېښودې.
په یواځې ځان یې ۱۶ شپږیزې وهل لومړی ریکارډ شو، په یواځې ځان ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې په شل اوریزو لوبوکې اېرون فېنچ پسې دوهمې زیاتې نړیوالې منډې شوې.
له عثمان غني سره په اوپننګ وېکټ ۲۳۵ منډې ملګرتیا د افغانستان لپاره تاریخي ریکارډ دی، چې افغان لوبډله یې په سرکې ده.
د ایرلېنډ خلاف شل اوریزه لوبه کې ۲۷۸ منډې هدف اېښودل د افغانستان بل ستر ریکارډ شو.
که د ځاځي کرکټ وګورو هغه اکاډومي نه ده لوبولی، کلیوالي کرکټ یې کړی دی؛ خو فطري او پېدایښتي وړتیا یې هغه او افغانستان په نړۍ وپېژانده او افغانستان ته یې د ریکارډونو بنسټونه کېښودل.
د پاکستان خلاف یې په شاهین افریدي پنځه څلوریزې سر په سر وهل بله ستره کارنامه ده، چې افغانان، پاکستانیان او نړیوال به یې تر ډېره یاد ساتي.
د ځاځي شپږ شپږیزې او لېنک یې:
شپنیو عملیات کې نیول شوي کسان خوشې شول
https://www.youtube.com/watch?v=AEzZm5d-yoM
د کوچني ماشوم تازه ویډیو؛
دغه ماشوم چې د کرکټ بیټ یې په لاس کې دی او یوه بله انجلۍ ورته توپ اچوي، عجیبه لوبه کوي. که دده عمر وګورئ او دغه شاټونه یې په دغې ویډیو کې ننداره کړئ، خپله به پوه شئ، چې کرکټ کې فطري وړتیا ډېره مهمه ده.
دی تر اوسه د اکاډومۍ نه دی؛ خو په فلش توپ یې په هر لوري شاټونه خورا نامي دي.
ویډیو لېنک یې :
نو کرکټ کې هغه لوبغاړي تر هغو زیات بریالي وي، چې نړۍ ته د کرکټ طبعي یا پېدایښتي وړتیا وو سره راغلي وي، داسې لوبغاړي په اسانۍ اوټ فوم کېږي نه او هر وخت ښه لوبه کوي.