کندهار په لومړۍ درجه ولایتي سېالیو کي تر بلخ وروسته خوست ته ماته ورکړه

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: عبدالله عادل
د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د کورني کرکټ د چېلنج کپ لومړۍ درجه یا (ګرېډ ون)  یو ورځنیو ولایتي سېالیو په لړ کي پرون د کندهار لوبډلي و خوست لوبډلي ته د ۲۷ منډو په توپير ماته ورکړه.
د پرون لوبي ټاس د خوست لوبډلي وګټی او لومړی یې د توپ اچوني پرېکړه وکړه او مقابله لوبډله کندهار یې توپ وهني ته دعوت کړه.
د کندهار لوبډلي په ټاکلو پنځوس اورونو کي د لوبډلمشر منیر احمد کاکړ د ۶۹ او د نصیب الله شېردلي د ۶۶ منډو په مټ ۲۴۵ منډي جوړي کړې او خوست لوبډلي ته یې د ۲۴۶ منډو هدف وټاکه.
د خوست لپاره په توپ اچونه کي باخترالله ۳ ، نسیم منګل او خلیل ګربز ۲/۲ او نعمت الله یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د خوست لوبډلي د هدف پوره کولو ښه هڅه وکړه  او ددې لوبډلي پیاوړي لوبغاړي ایمل د ۶ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو په مټ په یوازي ځان ۱۳۸ منډي جوړي کړې خو ورسره نورو لوبغاړو ملګرتیا ونکړه او په پای کي د خوست ټوله لوبډله په ۴۸م اور کي په ۲۱۸ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۲۷ منډو په توپیر بایلول .
د کندهار لپاره په توپ اچونه کي وقارالله تر ټولو ښه وځلېد چي د لوبي غوره لوبغاړی هم وټاکل سو نوموړي د مقابلي لوبډلي خوست پنځه لوبغاړي اوټ کړه ورسره دستګیر ۲ ، احمد خان او باقیب ۱/۱ ویکټ ترلاسه کړه.
د یادوني وړ ده چي کندهار په خپله مخکنۍ لوبه کي د بلخ لوبډلي ته د ۲۰۶ منډو په توپير ستره ماتي ورکړې وه.