د کرکټ لوبه او عجایب یې؛ دلته یې څو حیرانونکې بیلګې ولولئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

کرکټ یوه داسې لوبه ده، چې له عجایبو ډکه ده، دې لوبه کې ورور د ورور نه پکارېږي، که ورور دې هم مقابله لوبډله کې وي، ضد او ضدبازي ورسره کېږي او معاف کېدل پکې نشته.
بله خبره دا چې تر وروستيو پورې څوک پرېکړه نه شي کولای شي، چې د زړونو درزا لوبه به څوک ګټي؛ دا مونږ ته جوتوي او تجربه راکوي، چې کرکټ لوبه باید تر وروستي توپ پورې د بلې لوبډلې په ګټه پرېنښودل شي او تر وروستۍ منډې او وروستي توپ باید مبارزه وشي.
په دې لوبه کې چې خواږه ملګري هم د یو بل مقابل کې شول بیا؛ نو یو بل د بېټ او بال په برخه کې نه بخښي، پولې پرې لوبوي او وېکټ یې غورځوي.
پرون د یکشنبې په ماښام؛ د می په ۱۲ مه نېټه مو د آې پي ایل پایلوبه ولیده، چې د یوې لوبډلې تکړه الراونډرانو پکې څومره ضد واخېست، اشاره مې د پولارډ او براوو وروستي اوور لوبې ته ده.
دوه خواږه دوستان او ضد یې

پولارډ او براوو دواړه د ویسټ انډیزۍ لوبډلې پخواني او پیاوړي الراونډران وو، پولارډ د وروستي اوور شپږ توپونو ته ولاړ و، لومړی توپ پولارډ ولوباوه، خو بونډري پرې رانغله؛ نو یوه منډه یې په خپله خوښه جوړه نه کړه، دوهم توپ براوو چېنج وغورځاوه او پولارډ پرېښود، دریم توپ له ټاکلي حد بهر و؛ پولارډ د وایډ په تمه پرېښود؛ خو لوبڅار وایډ یا پراخ بال ورنه کړ؛ نو براوو دا مهال په پولارډ لږ اکشن وکړ؛ پولارډ یو خوا لوبڅار غوسه کړی و او بلې خوا د براوو اکشن ښه غوسه کړ.
څلورم بال هم مېس شو، خو وروستي دوه توپونه پولارډ په خورا قهرجن انداز ولوبول او دواړه یې د ایکسټرا کور پولې پر لور څلوریزې کړې، دا مهال براوو د پښېمانۍ سر وخوځاوه او پولارډ بیا د اتل په څېر بېټ نېغ، نېغ کړ.
پولارډ ۳ شپږیزې او درې څلوریزې ولوبولې په خپلو ۴۱ ناسوځېدلو منډو یې هدف تر ۱۵۰ منډو ورساوه.
له دې وړاندې یوه بله عجیبه صحنه
له دې وړاندې یو بل برخورد؛ د سورېش رېنا د شکي کېچ په اړه هم رامنځته شو، سورېش رېنا په باډي لاین توپ د شاټ هڅه وکړه، خو کیپر ډیکاک د اوټ غوښتنه یا اپیل وکړ، لوبڅار مخامخ ګوته پورته کړه او رېنا یې اوټ حساب کړ؛ خو رېنا ډېر ژر ریوو واخېسته او پرېکړه دریم لوبڅار ته ولاړه.
روهېت شرما راغی او رېنا پسې یې ښه ډېر وخندل؛ د رېنا ریوو بریالۍ شوه او ناټ اوټ حساب شو.
دا مهال روهېټ شرما د افسوس سر وخوځاوه او سر یې ټیټ کړ.
روهېت شرما او رېنا د یوې لوبډلې لوبغاړي دي؛ خو د اتلولۍ په لوبه کې یې د یو بل پروا اصولاَ نه ساتله.

همداراز د لوبې په اوښتو او را اوښتو هم ډېر باور نه وي پکار
تاسې د ۲۰۱۹ کال آې پي ایل پایلوبه ولیده؛ چې څو ځل لوبه د چینای او څو ځل د ممبيي خواته واوښته.
لومړیو دوه اورونو کې د ممبيي د بالرانو پیل ډېر ښه و، خو د لوبې د ګټلو اطلاق په یوه لوبډله نه شو کېدلای، کله چې ډوپلیسي په کرونال پانډیا په څلورم اوور کې یوه شپږیزه او دوه څلوریزې ووهلې؛ نو د لوبې مینوالو ګُمان وکړ، چې ډېر ژر به چینای هدف پوره کړي.
خو په پنځم توپ ډوپلیسي په ۲۶ منډو سټمپ اوټ شو، کرونال پانډیا په سپېن توپ کې ۱۱۲ سپیډ بال وکړ او ډوپلیسي یې رخصت کړ.
له دې وروسته د منډو جوړولو لړۍ ورو شوه.
تر هغې وروسته لوبه ۶۰ سلنه ممبيي واخېسته او آن تر اوولسم اوور پورې د ممبيي سلنه ۸۰ د ګټې وه.
خو په اتلسم اوورکې سپېن بالر ته موقع ورکولو؛ چینای ته د لوبې سلنه یو ځل بیا ورکړه، کرونال پانډیا د واټسن له خوا وټکول شو، ۲۰ منډې یې ترې واخېستې، لوبه یې بیخي راحساسه کړه.
له دې وړاندې پنځلسم اوور کې ملېنګا هم ښه وټکېده، واټسن او براوو پرې دوه شپږیزې او درې څلوریزې ووهلې.
د دې دوو اورونو پرمهال د کرکټ ۹۰ سلنه مینوالو دا سوچ کاوه، چې لوبه سل په سلو کې چینای وګټله.
خو د براوو په کېچ کېدلو سره لوبه ۶۰ د چینای او ۴۰ د ممبيي شوه، کله چې واټسن په ۸۰ منډو رن اوټ شو؛ نو لوبه بیا حساسه شوه.

دا مهال بومرا د نولسم اوور وروستی توپ وکړ، په ۷ توپونو ۱۳ منډې پاتې وې، خلکو ممبي د بریا په درشل کې لیدله؛ خو وروستی توپ له وېکټ ساتونکي ډیکاک ولاړ او څلوریزه شوه، دا مهال د جدیجا کېچ هم ډراپ شو او له کیپر څلوریزه هم شوه.
بالاخره په شپږ توپونو ۹ منډې پاتې شوې، ملېنګا چې په دې لوبه کې تر ټولو بالرانو زیات ټکېدلی و او په ۳ اورونو کې یې ۴۱ منډې ورکړې د وروستي اوور لپاره پرې باور وشو.
جدیجا په لومړي توپ یوه منډه وکړه، واټسن د دوهمې منډې په هڅې سره رن اوټ شو.
لنډه دا چې په دوه توپونو څلور منډې پاتې وې شاردول تاکور پنځم توپ د دوه منډو لپاره ولوباوه، یو بال او ۲ منډې پاتې وې چې ملېنګا د لوبې د بریا یارکرتوپ وغورځاوه او تاکوریې ایل بي ډبیلو کړ.
ممبيي د دې وېکټې په غورځولو سره لوبه وګټله او د څلورم ځل لپاره یې اتلولي واخېسته.
نو د کرکټ لوبه تر وروستیو شېبو پورې څارل پکار وي او ګټل او بایلل تر ډېره څوک نه شي اټکلولای.
یو بل مثال
د ۲۰۱۸ کال غوراوي جام سیالیو کې د افغان لوبډلې لومړیو ماتو افغانان دومره نهیلي کړي وو، چې پر افغان لوبډله یې دوهم پړاو ته د تګ یو فیصد باورهم نه درلود؛ خو کله چې افغان لوبډله دوهم پړاو ته د نېپال او عربي متحده اماراتو په مرسته ووته؛ نو بیا یې اتلولي راوړه او د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته ووته.
له دې وړاندې ډېری کرکټ پوهانو ویل، چې افغان لوبډله او دوهم پړاو ته وتل یې د خوب لیدل دي، دوی دا هم ویل او په ټولنیزو رسنیو کې یې لیکل، چې افغانان دې دا خوب اوبو ته تېر کړي، چې دوی به بریالي شي؛ خو د دوی ټول اټکلونه غلط ووتل او بریا د افغان لوبډلې شوه.
نو کرکټ داسې یوه عجیبه لوبه ده او تر وروستي توپ پورې پرې شرط لګول نه دي پکار.