نن ډېری سیمه ییز کرکټ مینوال هڅه کوي، چې د کرکټ د لوبغالي اړخونه او د توپوهونکي شاټونه وپېژني، ځېنې لوبغالی په څو برخو وېشل کېږي او هر لوري ته چې توپ ځي، نو مبصر یا کمېنټېټر باید همغه لغت ورته وکاروي.
د افغان لوبډلې په ظهور سره د افغانانو مینه د لوبو له اورېدلو او کرکټ کمېنټري سره زیاته ده.
دوی غواړي چې د مبصر له خولې معیاري کمېنټري واوري او هم خپله لېواله دي، چې په کلیوالو، سیمه ییزو او یا هم رسنیو کې په لوبو تبصره وکړي.
خو ډېری یې دا وېره لري، چې ښایي د لوبغالي د لورو یا طرفونو نومونه سم وانخیستلی شي او دا چاره به یې د کموالي سبب شي.
خو فکر مه کوئ، د یاران وېب پاڼې دا لیکنه ولولئ او انځورونو ته وګورئ، نو ډېره پورې به له معیاري کمېنټرۍ سره اشنا شئ.
د کرکټ لوبغالی؛ په اېن فیلډ او اوټ فیلډ وېشل شوی دی.
Infield
Out field
اېفیلډ؛ د دایرې دننه ټوله ساحه اېنفیلډ ده او له دایرې بهر تر پولو یا بونډریانو پورې ټوله ساحه بیا اوټ فیلډ ده.
ټرډ مېن third man
پیل به له ټرډ مېن شاټ څخه وکړو، ترډ مېن شاټ هغه دی، چې توپوهونکی توپ په لومړي یا دویم سلېپ کې ولوبوي او له کېپیر یا وېکټ ساتونکي څخه په حاده یا منجرجه زاویه کې توپ اف لوري ته ولاړشي، دا ټرډ مېن شاټ دی او چې توپ له سرکل یا دایرې ووځي او د پولې یا بونډري خواته ولاړ شي، نو ټرډ مېن شاټ دی، که سرکل کې فیلډ شي بیا ورته شارټ ترډمېن یا ګلي ساحه هم ویل کېږي.
پواینټ لوری، point
پواینټ لوری هغه دی چې توپ د کریز د کرښې په اندازه په اف لوري ولوبول شي، د ټرډ مېن سره په لږ واټن کې تېر شي او د توپ وهونکي له وېکټو سره سیده توپ په ښي طرف پولې ته ولاړ شي، دا پواینټ شاټ دی.
کور ،cover
کور شاټ د پواینټ څخه په لږ واټن ښي لوري یا اف لوري ته توپ لوبول کېږي او که د بونډري خواته ولاړ شي کور لور ته د توپ لوبول ورته وایي.
اېکسټرا کور Extra Cover
ایکسټرا کور شاټ د کور څنګ کې لوبول کېږي او د لوبغالي اف لوري ته توپ لوبول کېږي، کله چې توپ له بونډري سره نږدې سرکل یا دایرې نه بهر لاړ شي بیا نو ایکسټرا کور شاټ دی.
خو دننه په سرکل کې توپ فیلډ شي، بیا ورته د مېډ اف کلمه کارول کېږي.
لانګ اف Long Off
لانګ آف، کله چې توپ د ایکسټرا کور او بالر د رن آپ یا د منډې وهلو د ځای ترمنځ اف لور باندې ولاړ شي، بیا لانګ اف لوری ورته ویل کېږي.
Straight مخامخ
سټرېټ شاټ، کله چې توپ د بالر د سټارټ ځای یا رن اپ ساحې، نان سټرایک مخامخ وېکټو باندې تېر شي او بونډري خواته ولاړ شي، سټرېټ یا مستقیم شاټ ورته ویل کېږي.
Long On لانګ آن
لانګ آن؛ کله چې توپ د بالر ښي لوري ته د نان سټرایک وېکټو ښي لوري ته ولاړ شي، بیا نو د پولې خواته تلل یې لانګ ان لوری حسابیږي او که توپ په دایره کې دننه فیلډ شي، بیا نو ورته د مېډ آن کلمه کارول کېږي.
Mid-wicket مېډ وېکټ
مېډ وېکټ، کله چې توپ د لانګ څنګ ته تېر شي او پولې خواته ورسېږي، مېډ وېکټ لوری ورته ویل کېږي او کله سرکل کې دننه فیډ شي، ان سایډ او یا هم شارټ مېډ وېکټ کلمه ورته کارولی شو.
کارولی On side خو د بالر ښي لاسته چې څومره توپونه ځي، هغو ته مونږ آن سایډ
سکوېر لېګ square leg
سکوېر لیګ کې توپ د مېډ وېکټ څخه ښکته لوري ته لوبېږي او د کیپر لوري ته لږ څخه نږدې کېږي.
کله چې توپ بونډري ته ولاړ شي، بیا نو سکوېر لېګ ورته ویل کېږي.
فاین لېګ Fine Leg
فاین لېګ چې د کیپر څنګ توپ تر سکوېر لېګ ساحې پورې ولاړ شي، سکوېر لېګ ورته ویل کېږي.
د شاټونو ډولونه هم شته، چې بله لیکنه کې به بیا درته د شاټونو تشریح وکړو.
مثلا، سکوپ شاټ، پېډل شاټ، فلېک شاټ، شولډر شاټ، چیکي شاټ، اپر کټ، لېټ کټ، شفل، پنچ شاټ، ډاون د ګراونډ شاټ، بېک فوټ شاټ، فرانټ فوټ شاټ، پول شاټ، اېن سایډ اوټ شاټ، سټرېټ شاټونه به درته راتلونکې لیکنه کې واضح کړو.