د کرکټ په ډګر کې د ۲۰۱۸ م کال پای؛ په افغانستان او بهر کې څه وشول !؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

۲۰۱۸ م کال د کرکټ په روان سفر کې یو له هغو کلونو څخه وشمیرل شو، چې پکې یو شمیر نړېوالو لوبډلو ستونزمن پړاونه طۍ کړل، ورسره یو شمیر لوبډلې د سختو ضربو سره مخ شوې او ځیني پرمختګونه هم رامنځ ته شول.
په دې کال کې د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې پړاو د ۸ لوبډلو په ګډون په زیمبابوې کې ترسره شو، چې ترې افغانستان او ویسټ انډیز د ستونزمن پړاو څخه تیریدو وروسته د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورسیدل.
که څه هم په لمړیو کې داسې نه ښکاریده، چې افغان لوبډله دې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار ومومي، ځکه چې په لمړي پړاو کې یې سختې ماتې وخوړې، خو په حیرانونکي توګه په دویم پړاو کې د لوبو په ګټلو، د سکاټلینډ او ویسټ انډیز هېواد ترمنځ په سیالۍ کې د باران اورښت او زیمبابوې لوبډلې ته د متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلې ماتې هر څه د افغان لوبډلې په ګټه را وڅرخول او د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورتګ موقع یې پیدا کړه.
دغه کال د زیمبابوې او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو لپاره یو څه سخت تمام شو، ځکه چې دواړه د پوره غړیتوب درلودونکې لوبډلې د کرکټ نړیوال جام سیالیو څخه بې برخې شوې.
بلخوا په دې کال کې سکاټلینډ په خپل کور کې انګلستان ته، متحده عربي اماراتو لوبډلې زیمبابوې ته ماتې ورکړې، نیپال د یو ورځینیو سیالیو درجه ترلاسه کړه، چې د دغه لوبډلو لپاره د پرمختګ او خوش خبرۍ زیری و.

په دې کال کې د افغانستان، جنوبي افریقا د کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوریزه سیالۍ د لمړي ځل لپاره ترسره شول او ورسره د ټي ټین کرکټ سیالیو دویم پړاو هم بریالی پای ته ورسید.
په افغان پريمیر لیګ کې د حضرت الله ځاځي لخوا شپږ مسلسل شپږیزې هم ووهل شوې، چې په روان کرکټ کې یو حیراونکی خبر و.
کلین سويپونه
په نړیوال کرکټ کې افغانستان، بنګله دیش ته، پاکستان، اسټرالیا او نیوزیلینډ ته او هند ویسټ انډیز ته د ۲۰ اوریزه سیالیو په لړۍ کې کلین سویپونه ورکړل، خو انګلستان بیا په درې ټیسټ لوبو کې سریلنکا لوبډلې ته کلین سویپ ور په برخه کړ.
استعفاوې
په دې کال کې افریقايي ای بي ډیویلیرز، مورني مورکل، نیوزیلینډي ګرینټ ایلییټ، ویسټ انډیزي ډواین براوو، هندي ګاتم ګمبیر، اسټرالوي میچل جانسن، پاکستاني شاهد خان افریدي، انګلستاني الیسټر کوک، ایرلینډي ایډ جایس، نیپالي شګتي ګوچن او اماراتي لوبډلمشر امجد جاوید له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه، خو پاکستاني محمد حفیظ له ټیسټ او اظهرعلي له ۵۰ اوریزه کرکټ څخه څنګ ته شو.
د افغانستان په کرکټ کې څه وشول ؟
ستونزې، زیانونه، لاسته راوړنې، بریاوې، او بدلونونه
۲۰۱۸ م کال د افغانستان د کرکټ لپاره هم د یو شمیر پرمختګونو، بریاوو، زیانونو، ستونزو او بدلونونو کال و، چې له ځینیو یې یادونه کوو.

بریاوې او لاسته راوړنې
۱ – افغان لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړه.
۲ – د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د لمړي ځل لپاره د (APL) یا افغان پرېمییر لیګ ۲۰ اوریزه سیالیو لیګ ترسره کول او پکې د زیات شمیر بهرنیو لوبغاړو د کریس ګیل، شاهد خان افریدي، برینډن مکلم، راوي بوپارا، رانکي، انګرام، ډیلپورټ او نورو راتګ یو لویه لاسته راوړنه وه.
۳ – د افغان پرېمیر لیګ سیالیو له کبله یو شمیر ځوان لوبغاړو ته د کرکټ په ټي ټین لیګ سیالیو کې د فرصت پیدا کیدل، ښې بېلګې یې حضرت الله ځاځی، کریم جنت، ظاهر خان او سعید شیرزاد څخه یادونه کولی شو.
۴ – په دې کال کې افغان لوبډلې د هندوستان خلاف خپله لمړۍ ټیسټ لوبه ترسره کړه، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د غټ لیول د کرکټ دروازه پرانیستل شوه.
۵ – د افغان کرکټ ملي لوبډلې زیات شمیر لوبغاړو ته د کرکټ په ټي ټین لیګ سیالیو کې د لوبیدو موقع پیدا شوه، راشد خان د کرکټ ایمزانسي سوپر لیګ سیالیو کې ولوبید، مجیب ځدران د لمړي ځل، خو راشد خان او محمد نبي د دویم ځل لپاره د اسټرالیا بیګ باش سیالیو کې ګډون کړی، دغه درې لوبغاړي د انګلستان په ویټالیتي بلاسټ کرکټ سیالیو کې هم ولوبیدل او د هندوستان غوره لیګ سیالیو راتلونکي پړاو ته هم پاتې شول او ورسره قیس احمد د ویسټ انډیز کارابین ۲۰ اوریزه لیګ سیالیو کې ولوبید.
۵ – افغان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په اسیا جام سیالیو کې سریلنکا او بنګله دیش ته ماتې ورکړې، خو هند سره یې سیالي مساوي کړه او ورسره یې د غوراوي پړاو کې دوه ځل ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې.
۶ – د معلولینو کرکټ ملي لوبډلې هند ته په ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه سیالیو کې ماتې ورکړې او هم یې هند څخه د یو ورځینیو سیالیو سیریز وګټو.
ستونزې او بدلونونه
۱ – په دې کال کې د افغانستان د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې بدلون راغی، چې پرې د کرکټ د زیات شمیر مینه والو او مبصرینو په نوې ټاکنه غبرګون وښود او دغه پریکړه یې ناسمه ګڼلې، خو د کرکټ بورډ یو شمیر مسولین بیا نوې ټاکنه بې ځایه نه ګني او وخت ته د انتظار او د مینه والو د حوصلې غوښتنه کړې.
۲ – د کرکټ بورډ د رهبرۍ برخه کې د یو شمیر لوبغاړو سره د سلیقوي چلند خبرې هم را پورته شوې، چې پکې نور علي ځدران، شاپور ځدران او یو شمیر نور شامل وو، چې په ټولنیزه شبکو کې یې ناندرې پيل کړې.
۳ – د کرکټ بورډ په سلیکشن او ډیسپلین کمیټو، د زونونو د مشرانو په ټاکنه او کورني کرکټ رهبرۍ کې بدلون رامنځ ته شول.
زیانونه
۱ – د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ د امنیتي ستونزو له کبله سږ کال لغوه شوې.
۲ – افغان پرېمییر لیګ سیالۍ هم د کابل پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې، چې په دې سره افغانستان ته هم په مالي لحاض او تشویقي لحاظ زیان ورسید.
۳ – افغان پرېمییر لیګ سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د نندارچیانو د نه شتون له کبله کم رنګه ترسره شوې، چې دې برخې ته یو شمیر نړیوالو لوبغاړو هم اشاره وکړه.
۴ – افغان ایمرجینګ لوبډلې د کرکټ اسیا ایمرجینګ کپ سیالیو لمړي پړاو کې سختې ماتې وخوړې، چې د مخکې تګ پر ځای کورته راغله.
دغه کال عمومآ د کرکټ نړیوالې شورا او ورسره د غړیو هېوادونو لپاره د بریاوو ډک کال و، خو اوس به د نوي ۲۰۱۹ م کال لپاره هره لوبډله زیات کوښښ ځکه کوي، چې پکې د کرکټ نړیوال جام ترسره کیږي او لویه لاسته راوړنه به د یوې لوبډلې لپاره د دغه جام اتلولۍ خپلول وي.