نيوزلينډيان اجازه لري چې نړيوال کريکټ له نيږدې وګوري.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
د نيوزلينډ کريکټ بورډ اعلان وکړ چې د کريکټ مينوال کولای سي راتلونکې لوبې له نيږدې وګوري.
پاکستان کريکټ لوبډله د روان کال په وروستيو کې نيوزلينډ ته ځي او هلته د کوربه لوبډلې سره شل اووريزې او ټيسټ لوبې ترسره کوي.
تر کرونا ويروس وروسته د کريکټ ټولې لوبې د مينوالو په نه شتون کې د بندو دروازو ترشا پيل سوې چې لاهم په همدې حالت کې دوام لري.
خو د نيوزلینډ کريکټ بورډ پرخپلې ټويټر پاڼې ليکلې چې د کريکټ مينوال کولای سي د راتلونکو لوبو لپاره چې د ويسټ انډيز او پاکستان سره ترسره کېږي، ټيکټونه واخلئ.


دوی د ټيسټ لوبو لپاره ۲۵ امريکايي ډالر او ۲۰ اووزيزو لوبو لپاره ۳۰ امريکايي ډالره د ټيکيټ قيمت ټاکلی.
د نيوزلينډ او پاکستان ترمنځ لوبې به د ډسمبر مياشتې په ۱۸مه نېټه پيل سي.
images 2020 10 23t0812419099754909666042670. نيوزلينډيان اجازه لري چې نړيوال کريکټ له نيږدې وګوري.
دا به تر کرونا وېروس وروسته لومړی ځل وي چې مينوال د کريکټ کتلو لپاره لوبغالي ته ورځي او د خپلې خوښې لوبډله له نيږدې تشويقوي.