د هندوستان کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ بورډ هغه وړاندیز رد کړی له هند سره د لوبو په اړه شوی و.
په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د نړیوالې شورا د یوې غونډې په دوېمه ورځ هندوستان د پاکستان لوبډلې سره د سیالیو د نه کولو لپاره دلایل وړاندې کړل.
هندوستان کرکټ بورډ ورته ویلي، د پاکستان حالات اوس مهال په دغه هېواد کې د لوبو کولو لپاره برابر نه دي، نو همدا لامل دی چې د هندوستان لوبډله دغه هېواد ته نشي تللی، د هندي بورډ په خبره د ۱۰ کالو راهیسې په پاکستان کې کومه لوبډله د لوبې لپاره زړه نه ښه کوي.
د اي سي سي په غونډه کې هندوستان لخوا په دوېمه ورځ رتناکر شیټهي او د بي سي سي ائي پخواني غړي سنجي پټیل دغه دلایل وړاندې کړي.
پاکستانۍ رسنۍ وایي، د پاکستان د غوښتنو په مقابل کې لا هم د هندوستان د بورډ بهاني جریان لري.
پاکستاني رسنیو د هندوستاني بورډ مشرانو له قوله لیکلي، پاکستان د لوبو لپاره ځکه جوړ نه دی چې د ۱۰ کالو راهیسي کومه لوبډله په اسانۍ نشي کولی دغه هېواد ته د لوبو کولو لپاره زړه ښه کړي.
دغه راز یې زیاته کړې، نشي کولی د پاکستان لوبغاړي هندوستان ته وغواړي په خبره یې هلته د لوبغاړو لپاره ستونزې پیدا کیږي او همدا لامل و چې له امله یې اسیایې جام په متحده عربي اماراتو کې تر سره شو.
د هندي بورډ مشرانو ویلي، د اوس لپاره د پاکستان سره سیریز کولو امکان نه لري.
د هند له لورې پاکستان سره د لوبو نه کولو له امله پاکستان د کرکټ نړیوالې شورا ته شکایت کړی و چې هغوی یې په اړه غونډه ونیوله او په غونډه کې هند بیا هم نه وکړه.
د دواړو هېوادونو د ګیلو مانو د اوریدو لپاره ای سي سي پينل مائیکل بیلوف او جان پالسن انابیلی ټاکلي دي.
پاکستان کرکټ بورډ وایي، دا چې د هند کرکټ بورډ ورسره د سیالیو لپاره چمتوالي نه ښیي نو له امله یې تر اوسه میلیونونه ډالره زیان لیدلی.
پاکستان کرکټ بورډ غوښتنه کړې چې د هندوستان کرکټ بورډ دې دوی ته ۷۰ مېلیونه ډالر تاوان ورکړي.
د یادولو ده چې په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې دواړو هېوادنو یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې پاکستان او هندوستان کرکټ لوبډلې د ۲۰۱۵ کال څخه نیولې تر ۲۰۲۳ کاله پورې د یو بل سره ۶ دوه اړخیز سیزیزونه ونیسي، خو وروسته هندوستان له دغه تړونه په شا شو.