لیکنه: بهار سمسور
کریکټ د نظم، ډیسپلین او یووالی لوبه ده، خو د متقابل احترام او درناوي سمبول هم دی.
د دې لپاره چې دغه لوبه په نړۍ کې لا پرمخ ولاړه شي، هم په منظم شکل تر سره شي نو د MCC چې د کریکټ په ابتدا کې رامنځ ته شوې اداره ده او د کریکټ نړیوالې شورا چې ICC نومیږي سره په ګډه د دغې لوبې د بهبود او لا اسانتیا لپاره هڅه کوي.
دوی د دغې لوبې چې په ګډه ورته کار کوي پر هر اړخ فکر کوي او ورته په بېلابېلو برخو کې قوانین (rules of cricket) او هم د لوبې حالتونه(playing condition) رامنځ ته کوي او ځینې تغیروي.
د کریکټ قوانین
د کریکټ لوبه ټول ټال 42 ښکاره او واضح قوانین لري؛ چې هر قانون یې بېلابېل کوډونه لري؛ هر هغه لوبغاړی چې د کریکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې لوبیږي باید پورته یاد شوي 42 قوانین چې د دواړو لوبډلو د 22 لوبغاړو تر څنګ د دری واړو لوبڅارانو، منډې جمعه کونکو (سکوررانو) او هم د لوبې لوبڅار (مېچ ریفري) یې باید پر ځان عملي کړي.
که قانون ماتیږي څه پیښیږي؟
هر هغه لوبغاړی چې د کریکټ د 42 قوانینو له منځه هر کوډ مات کړي، نو نړیواله شورا ورته مناسبه حل لاره او هم سزا لري.
که کوم لوبغاړی لوبه جوړوي (match fixing) کوي نو له نغدي جرمې سره، سره کال، کلونه او هم ځینې عمري بندیز سره مخ شوي دي.
په کریکټ کې دویمه درجه جرم د غیرې قانوني درملو خوراک دی؛ چې دې ته (anti_doping) هم ویل کیږي.
هر هغه درمل چې نړیوالې شورا یې د لوبغاړو لپاره د نه خوراک توصیه کړې باید هیڅ کریکټ لوبغاړی یې استعمال نه کړي؛ لکه د زړه د دربان د ختمولو د ستړیا یا د منډو پر وخت د ژر، ژر ساه ایستو د ختمولو لپاره د ځینو کپسولو استعمال.
که کوم لوبغاړی یې استعمال کړي نو د نړیوالې شورا د قوانینو خلاف عمل دی او سزا یې د زیاتو نغدو پیسو جریمه کول؛ له څو میاشتو نیولې تر دوه او هم درې کاله بندیز سره مخ کیدل دي، چې زیاتره لوبغاړي یې په سزا رسیدلی هم دي.
په ترتیب سره اړوند نور قوانین دي، لکه د مقابل لوبغاړو احترام، د لوبڅار پرېکړه منل، په لوبغالي کې منظم اوسیدل حتأ تر دې چې کله توپ اچوونکی د توپ وهوونکي خلاف د (Bowling) پر وخت منډه (run up) پیل کړي د دایرې (circle)د ننه توپ نیونکي باید خاموش (silent)پاتې شي دا ځکه چې توپ وهونکي ته مزاحمت کیږي؛ خو کله چې توپ ګزار شو/ولوبول شو، بیا توپ نیونکي د مقابل اړخ د ضعیفولو لپاره ځینې الفاظ استعمالوي؛ چې دا الفاظ باید د مقابل لوري په تحریمولو تمام نه شي؛ لکه یو وخت د پاکستاني ویکټ ساتونکي کپتان سرفراز احمد له لوري د افریقایی لوبغاړي خلاف په لوبه کې د نژاد اړوند د ځینې خبرو کولو وروسته د نوموړي د نغدي جریمې او هم د دوه لوبو پر بندیز تمامه شوه.
په کریکټ کې لس ډوله سوځیدنه
د دې لپاره چې دغه لوبه خوندوره، د کتو وړ او هم لا دلچسپه واوسي؛ د کریکټ له ابتدأ څخه د سوځیدو ډولونه رامنځ ته شوي دي، چې پیل یې له څلورو شوی خو وروسته کله چې کریکټ عصري شو؛ نو دغه شکل یې سیستم لا غښتلی او منظم شو، چې دا وخت په کریکټ لوبه کې لس شکله سوځیدنه قانوني شکل دوام لري.
۱_ویکټ لګیدنه(bowled out)
۲_هوایي سوځیدنه (catch out)
۳_د ویکټ مخې ته پښه لګیدنه(leg before wicket, LBW)
۴_په منډه کې سوځیدل (Run out)
۵_له شا سوځیدل (Stumped out)
۶_ویکټ وهنه (Hit wicket)
۷_دوهم ځلې توپ وهنه، توپ ایسارونه
(hit the bowl tiwce)
۸_توپ په لاس ایسارول (handled the bowl)
۹_د وخت پر اساس سوځیدنه(time out)
۱۰_توپ نیونکو ته مزاحمت کول
(Obstruct to the fielders )
د حیدراباد او ډیلي تر منځ لوبه کې څه پېښ شول؟ توپ وهونکي امیت میشرا څه وکړل؟
توپ نیونکي خلیل احمد ولې لوبڅار ته اپیل وکړ، او ولې بیا ځلي کتنه وغوښتل شوه؟
او بلاخره توپ وهونکی امیت میشرا د کوم ډول سوځیدو له برخلیک سره مخ شو او ولې؟
دلته لسم ډول سوځیدل عملي شول:
توپ نیونکو ته مزاحمت کول
کله چې توپ وهونکی توپ ولوبوي او د ویکټو تر منځ منډه جوړول غواړي نو مخامخ ویکټ (هغه دریو لرګیو) ته مخامخ مسیر باندې د منډې اخیستو حق نه لري؛ په لاندې دلایلو:
دا خطرناکه ساحه (dangerous area) ده؛ داسې چې کله، کله داسې پیښیږي لکه د امیت میشرا او خلیل احمد تر منځ.
دوهم دا چې د ویشتنځای د هغې ساحې چې زیاتره توپ پرې غورځول کیږي، د خرابښت باعث ګرځي؛ نو ځکه ورته خطرناکه ساحه وایي.
لوبڅار توپ اچوونکي ته هم اجازه نه ورکوي چې د توپ غورځولو پر وخت (دې) خطرناکه ساحه کې راشي؛ ځکه هم دا ځای خرابوي، هم د لوبڅار مخه نیسي.
نو د توپ اچوونکي تر څنګ توپ نیونکي هم مکلف دي چې پر ویشتنځای د ګام ایښودو څخه ډډه وکړي.
دا شان توپ وهونکی که داسې شکل مخامخ منډه اخلي او د ویکټ ویشتو پر وخت توپ نیونکي (fielder) ته مزاحمت وکړي او په لوی لاس ویکټ پناه (له ویشتو بچ کړي) نو دا د لسم قانون او د کریکټ نړیوالې شورا د قوانینو خلاف عمل دی؛ چې دې ته د کریکټ په اصولو کې لوبغاړو ته مزاحمت کول (obstruct to the fielders) ویل کیږي.
د دې شکل سوځیدو ځینې نور ډولونه هم شته چې باید موږ او تاسو پرې سرونه خلاص کړو؛ د کېچ اخیستو پر وخت د کېچ اخیستونکي مخه ډب کول، هم شور کول، غږ کول په داسې انداز چې د توپ نیوونکي (کېچ اخیستونکي) ذهن خراب او( ګډوډ) کړي هم د لسم ډول سوځیدو باعث کیږي.
دا یوازې امیت میشرا نه و چې د دې قانون تر رادار لاندې راغی؛ بلکې په هند غوره لیګ (IPL)کې تر دې مخکې هم داسې شوي او هم د نولس کلنو په نړیوال جام کې د جنوبي افریقا توپ وهونکی جویشن پیلي چې په ۴۷ منډو ولاړ و داسې اوټ کړل شو.
ځینې سیریزونو کې د سوځیدو لسم شکل عملي شوی دی.