د افغانستان پخوانی روزونکی زیمبابوې خپل کړ 

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مشر روزونکی «لال چاند راجپوټ سیتا رام» ، چې په دې وروستیو کې یې د افغان کرکټ ملي لوبډلې روزنه پریښوده؛ اوس د زیمبابوې کرکټ بورډ سره د تړون له مخې د زیمبابوې د مشر روزونکي په توګه وګمارل شو.

 د زیمبابوې کرکټ بورډ د خپلې ټولنیزې شبکې ټویټر رسمي پاڼې څخه خبرداری ورکړی دی، چې د خپلې کرکټ ملي لوبډلې د لنډ مهال لپاره یې پخوانی هندی لوبغاړی لال چاند د نوي روزونکي په توګه ټاکلی دی.

وروسته له هغې، چې د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د زیمبابوې لوبډله نړیوال جام ته له ورتګ څخه پاتې شوه؛ د زیمبابوې کرکټ بورډ د خپلې کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ګریم کریمییر او مشر روزونکی زیمبابوې هیټ سټریک له دندې ګوښه کړل او دغه لوبډله بې روزونکي پاتې شوه.

 د زیمبابوې کرکټ بورډ د روان کال په راتلونکې جولاي میاشت کې په خپل کور کې د اسټرالیا او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو خلاف د ۲۰ اوریزه سیالیو کوربه توب ته تیاری نیسي او د خپلې ملي لوبډلې د روزونې په موخه یې اوس هندی لال چاند غوره کړ.

لال چاند راجپوټ سیتا رام د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره یوازې په ۲ ټیسټ او ۴ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو کې لوبیدلی دی، خو د روزنې تجربه یې د هندۍ لوبډلې په شمول، د افغانستان د کرکټ د ملي او د هندوستان د کورني کرکټ په «آي پي ایل» سیالیو کې د بېلابیلو لوبډلو سره شریکه شوې ده.

 زیمبابوې لوبډله به د لال چاند په روزنه کې د ۲۰ اوریزه سیالیو ۳ اړخیز سیریز وروسته د پاکستان خلاف د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ هم ترسره کړي، خو دا چې روزنه به څومره ګټوره ثابته شي، لا د وړاندې څه نه ویل کیږي.