بېن سټوکس او لومړی ځل لوبډلمشري

رنګین تجريدي ډیزاین
یاران سپورټس

بېن سټوکس چې اصلاً د نیوزیلېنډ هېواد څخه دی او ۱۴ کلنۍ کې انګلستان ته راغلی اوس د انګلستان کرکټ لوبډله کې د لوبډلمشرۍ تر مقامه ورسېد.
نوموړی به د ویسټ انډیز خلاف د چهارشنبې پر ورځ د جولای په ۸ مه نېټه د انګلستان ستره لوبډله رهبري کړي. په هغه باور شوی چې کولای شي د انګلستان لوبډله تر بري ورسوي.
د انګلستان د ټېسټ لوبو پخواني لوبډلمشر الېسټېرکوک یو غوره کرکټر بللی او رهبرۍ کې یې ترې هم د مثبت رول هیله کړې.

بېن سټوکس او د مطرح کېدلو وخت یې

نوموړی ۲۰۲۰ م کې په ټېسټ لوبو کې لا زیات وځلېد، هغه د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې پر وړاندې خپله وروستۍ ټېسټ لوبه کې ۲۵۸ منډې وکړې او سخت مقاومت یې په وروستیوکې خپلې لوبډلې ته بریا ورکړه.
نو په ټېسټ لوبوکې له دې وروسته د جو روټ مرستیال شو، تر دې دمه سټوکس د انګلستان کرکټ لوبډلې مرستیال و؛ خو اوس د جو روټ په نشتون کې په درې ټېسټ لوبو کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د لوبډلمشرۍ ذمه واري هم ورکړل شوې ده.

نړیوال جام او د سټوکس اتلولي

۲۰۱۹م نړیوال پنځوس اوریز جام کې انګلستان د نیوزیلېنډ خلاف پایلوبه کې خپل ټول پیاوړي کرکټ توپوهونکي له لاسه ورکړل، خو سټوکس لکه د غره په څېر پیاوړی او باحوصله ولوبېد؛ په ۸۴ منډو ناټ اوټ ووت او لوبه یې په سختو حالاتو کې په وروستۍ وېکټ مساوي یا لېول کړه.
لوبه سوپر اوور ته ولاړه او بالاخره دا لوبه د زیاتو بونډریانو لوبولو له امله د منډو د بیا مساوي کېدو په صورت کې انګلستان وګټله او اتلولي هم انګستان واخېسته.
بېن سټوکس د پایلوبې اتل لوبغاړی اعلان شو او هم یې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.
دغه لوبغاړی اوس ۲۹ کاله عمر لري او د کرکټ نړۍ کې یو له غوره الراونډرانو شمېرل کېږي.
د جولای په اتمه نېټه د چهارشنبې په ورځ به یې د لوبډلمشرۍ پته ولګي.

د ویسټ اندیز او انګلستان درې ټېسټ لوبې

لومړۍ ټېسټ لوبه د جولای په ۸ مه پېلېږي، دویمه ټېسټ لوبه د جولای په ۱۶ او درېیمه ټېسټ د جولای په ۲۴ مه نېټه پېلېږي.
eeeee.JPG

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.