په افغانستان کې د کورونا واکسین د تطبیق د پیلېدو سره سم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دغه واکسین په اړه بېلابېلې نظريې هم خپرې شوې دي.
ځینې په دې باور دي چې د کورونا واکسین روغتیا ته هېڅ ډول زیان نه لري او انسان له مرګ نه ژغوري خو بیا ځینې په دې باور دي چې د کورونا واکسین نه يوازې دا چې موږ د کورونا وایروس څخه نه ژغوري بلکې ډېر جانبي عوارض هم لري.
همداسې ډېرې نورې نظريې هم شتون لري چې کېدای شي د دغو نظريو خپرېدل د دې لامل شي چې د هېواد ډېر وګړي له واکسین کولو څخه ډډه وکړي او د هېواد يو شمېر ډېر اوسېدونکي د دغه واکسین له تطبیقېدو څخه محروم شي.
د دغو نظريو له ډلې يوه نظريه دا ده چې د کورونا واکسین تر تزريق وروسته انسان په کورونا اخته کېږي. کېدای شي تاسو سره هم دا پوښتنه وي او د دې پوښتنې د ځواب په لټه کې واوسئ چې ايا رښتيا هم د کورونا واکسین تر تزريق وروسته څوک پر کورونا اخته کېږي او که نه؟
په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته په همدې اړه پوره او منطقي معلومات درکړو او دغې موضوع ته اړوند معتبره دلایل وړاندې کړو.
ډېری خلک داسې ګومان کوي چې د کورونا واکسین په جوړولو کې د کورونا له وایروس څخه ګټه اخیستل شوې ده او که چېرې څوک واکسین وکړي کېدای شي بدن ته یې کورونا دننه شي او په کورونا اخته شي، ځکه نو د کورونا واکسین تر تزريقولو وروسته د انسان په بدن کې کمزورې تبه او لرزه ښکارېږي، چې همدا نښې د کوويډ۱۹ ناروغۍ نښې دي. دا هغه ګومان دی چې د څېړونکو او متخصصينو له خوا بالکل غلط اعلان شوی دی.
د عفوني ناروغیو او کوويډ۱۹ ناروغۍ يوه ايراني متخصص چې سياوش وزيري نومېږي د دغو نظريو په اړه ويلي دي چې د کورونا واکسین تر ټولو لوی زيان همدا تبه او کمزورې لرزه ده چې د يوې لنډې مودې لپاره د کورونا واکسین تر تزريق وروسته د انسان په بدن کې وي او ډېر ژر ښه کېږي او دا دوه زیانونه د کورونا له وایروس سره هېڅ ډول اړیکه نه لري.
نوموړي زیاتونه وکړه چې د کورونا واکسین تزريق هېڅکله د دې لامل نه کېږي چې يو انسان پر کورونا اخته شي. هغو کسانو چې د کورونا واکسین کړی دی د هغوی د PCR ټسټ پایله منفي کېږي نو له همدې امله دا موږ ته واضح کېږي چې د کورونا واکسین هېڅکله د دې لامل نه کېږي چې انسان پر کورونا اخته شي.
نوموړي ډاکټر د بېلابېلو هېوادونو د واکسینونو د کیفیت په اړه هم خپل نظر وړاندې کړی دی او ويلي یې دي چې سپوټنیک چې د روسیې هېواد واکسین دی هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري ځکه د دغه واکسین په جوړېدو کې له انساني ادنوویروس څخه ګټه اخیستل شوې ده.
همدارنګه اسټرازنکا واکسین چې د سويلي کرې (کره جنوبی) له خوا جوړ شوی واکسین دی هم هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري ځکه د دغه واکسین په جوړېدو کې د (شامپانزه) له ادنوویروس څخه ګټه اخیستل شوې ده.
هغه وويل چې يوازې په دوه ډوله واکسینونو کې چې يو یې د چین سینوفارم واکسین دی او بل یې د هند بهارات واکسین دی چې د دغو واکسینونو په جوړونه کې د کورونا (غیر فعال شده) وایروس څخه ګټه اخيستل شوې ده او هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري. نو له همدې امله دغه څلور ډوله واکسينونه هېڅکله پر کورونا وایروس د اخته کېدو لامل نه کېږي.
هغه يو شمېر کم کسان چې د کورونا واکسین تر تزريق وروسته پر کورونا وایروس اخته شوي دي، د هغوی په بدن کې له پخوا نه د کورونا وایروس نښې لیدل شوې دي او وروسته بیا واکسین شوي دي.
ښاغلي وزیري يادونه کړې ده چې د کورونا واکسین د لومړۍ دورې تر تزريق وروسته د انسان د بدن محافظتي سیسټم پیاوړی کېږي خو بیا هم پر کورونا واکسین د اخته کېدو شونتيا یې شته خو کله چې د کورونا واکسین دويمه دوره تزريق شي نو د انسان د بدن محافظتي سیسټم په پوره توګه پياوړی کېږي او پر کورونا وایروس د اخته کېدو شونتيا له منځه ځي.
نو هغو کسانو چې د کورونا واکسین لومړۍ دوره تزريق کړې ده باید د نورو وګړو په څېر چې د کورونا واکسین یې نه دی کړی، ټولنیز واټنونه مراعت کړي او ماسک وکاروي تر څو پر کورونا وایروس اخته نه شي.
په پای کې باید یادونه وکړو چې دغه ډاکټر ويلي دي چې د کورونا واکسین تر تزريق وروسته پر کورونا وایروس د اخته کېدو شونتيا نه شته خو که چېرې بیا هم څوک پر کورونا اخته شي د دغه انسان په بدن کې به د کورونا وایروس نښې ډېرې لږې وي او يا به هېڅ ډول نښې ونه لري او تر اوسه پورې د هغو کسانو په ډله کې چې د کورونا واکسین یې کړی دی د کورونا وایروس هېڅ ډول پرمختللې نښې نه دي لیدل شوي.