
ژباړه: عایشه حیدري
د ورلډ مټر د تازه راپور پر بنسټ، نن په ټولې نړۍ کې په کورونا وایروس د اخته کسانو شمېر د ۶۱ میليونو واوښت.
د دولتونو له خوا د وروستیو خپرو شويو رسمي امارونو پر بنسټ، په ټوله نړۍ کې په کورونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۶۱۲۲۶۶۰۱تنو ته ورسېد.
له دغه شمېر څخه ۱۴۳۵۸۶۵تنه مړه شوي دي او ۴۲۳۲۴۱۱۱تنو بیرته خپله روغتیا ترلاسه کړې ده او له روغتون څخه رخصت شوي دي.
د راپور پر بنسټ، په ټوله نړۍ کې ۱۰۴۷۹۳تنه د کورونا وایروس له امله د ډېر سخت روغتیایي سره مخ شوي او تر ټينګې درملنې لاندې نيول شوي دي.