
افغانستان، ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۶ تنه مړه شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزرات د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له امله د شپږو تنو د مړینې او د ۲۱۳ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی.
د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د افغانستان د روغتیا وزرات اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۹۴ د کورونا وایروس شکمنې پېښې د دغه وزرات په لابراتوارونو کې ټسټ شوي چې د ۲۱۳ تنو د ټسټ پایلې مثبت اعلان شوې دي.
د کورونا دغه مثبتې پېښې د کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننگرهار، تخار، قندوز، بادغیس، میدانوردک، لغمان، فراه، زابل او اورزگان ولایتونو کې ثبت شوې دي. په دغه ترتیب هېواد کې په کورونا وایروس د اخته ناروغانو شمېر ۴۳۶۸۱ تنو ته ورسید.
په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کوويډ۱۹ له امله د شپږو تنو په مړينې سره د مړينو شمېر ۱۶۳۸ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په کورونا وایروس اخته ۲۴ کسانو خپله روغتیا بېرته ترلاسه کړې په دې سره په هېواد کې له کورونا ناروغۍ د رغېدلو کسانو شمېر ۳۵۱۶۰ تنو ته ورسېد.