۲۷ میلونه افغانۍ څه شوې؟ حکومت اوس کروناسره مبارزې لپاره بهرنیانو ته سوال کوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
  • لیکنه: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د مالیې وزارت رهبري پلاوي سره د کرونا ویروس ضد مبارزې لپاره د مالي منابعو لټولو په موخه خبرې وکړې.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ویډیو کنفرانس کې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دوستو هیوادونو او بین المللي سازمانونو د یو شمېر هغو مرستو او ژمنو د انتقال په اړه چې دمخه د انکشافي پروژو په تطبیق لګول کېدې، بحث او خبرې وشوې.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د انکشافي پروژو له مصارفو څخه د پاتې پیسو لېست دې ترتیب شي، ترڅو مرسته کوونکو هیوادونو ته له مراجعې او د هغوی له توافق وروسته یادې پیسې کرونا ویروس سره په مبارزه کې مصرف شي.
۲۷ میلیونه لګښت او غبرګونونه
بل پلو د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې او عامه پوهاوي په نوم په تیرو څو ورځو کې د ۲۷ میلیونه افغانیو د لګښت راپور ورکړل شوی دی.
د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر چې ددې پروګرام مشري یې کوله، پرون یې د خبرې کنفرانس پرمهال رسنیو ته ویلي چې د عامه پوهاوي په برخه کې یې تر ۲۷ میلیونو پورې افغانۍ لګولي دي.

د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر

د ښاغلي عمر دې کنفرانس تاوده غبرګونونه پارولي دي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دا کار له افغان بودجې او ملت سره خورا سخت ظلم ګڼلی دی.
د ټولنیزو رسنیو یوه کارکوونکي نورالحق حیدري په یوه تفصیلي لیکنه کې ددومره ډیر لګښت کول بې ځایه بللي دي.
هغه لیکلي:

« په ټلويزيوني اعلاناتو يې د بيت المال پيسې ضايع کړې دي. طلوع، اريانا، يک او نورو خپل اعلانونه جوړ کړي دي. د متخصص صاحب؟! تر اعلانونو سل ځله ښه دي. په بېخونده او تکراري اعلاناتو يې ولې د ملت پيسې ضايع کړې دي؟ ملي ټلويزيون، د ولسي جرګې ټلويزيون، د مشرانو جرګې ټلويزيون او د معارف ټلويزيون د بيت المال په پيسو چلېږي. ځينې وايي چې يوازې ولسمشر درې زره «فيسبوک چلوونکي» لري. دوی دا کمپاين نشو کولای؟ ملي امنيت شورا ډېرو رسنيو ته اپراتيفي پيسې ورکوي او بلکې رسنۍ جوړې کړې يې دي. ولې د دغو رسنيو له لارې کمپاين نه کېږي؟ که د هغوی په وس پوره نه وه، نو بيا پرې د يوه خوار ملت پيسې ولې لګول کېږي؟ اخر ولې؟ تر کمپاين وړاندې چې څېړنه وکړې او خپل مخاطب وپېژنې، بيا به له خپلې بړستنې سره پښې غځوې.»

تر مطلق اکثریت د اعلان نه رسیدل
ښاغلي حیدري د خپلې لیکنې په دوام پر دې لګښت له دې امله هم نیوکه کړې چې اعلان تر مطلق اکثریت نه رسیږي.
هغه ویلي:

« دغه کمپاين تر مطلق اکثريت نه رسېږي. وحيد عمر وايي چې د عامه پوهاوي لپاره ټلويزيوني او راډيويي اعلانونه جوړوي. رسمي احصايې وايي چې اتيا سلنه افغانان په کليو کې اوسېږي. په کليو کې طالبان دي. چېرته چې طالبان شته، هلته ټلويزيون نشته. په کليو کې خلک بي‌بي‌سي او ازادي راډيو اوري. دا رسنۍ د وحيد عمر اعلانونه نه خپروي. د ويروس د خپرېدو خطر هم په کليو کې ډېر دی. ايران ته د مزدورۍ لپاره کليوال ډېر ځي او که ښاريان؟»

هغه وړاندې لیکلي:

« پيغامونه يې منفعلو مخاطبانو (Passive Audience) ته ډيزاين کړي دي.په کړکېچ کې مخاطب پخپله ځان له حالاتو خبروي. پيغامونه همدې فعالو مخاطبانو (Active Audience) ته ډيزانېږي. د عامې روغتيا وزارت وياند او وزير په دويمه ورځ خبري کنفرانس ورکوي. رسنۍ يې لايف خپروي. د دغې معتبرې سرچينې ژبه هم ساده ده.«په کړکېچ کې اړيکې» (Crises Communication) نن سبا د اړيکو يوه بډايه علمي څانګه ده. په ايټاليا کې ځينو کرانټين نه مراعتوه، د هرې سيمې ښاروال او نورو چارواکو په ټولنيزو رسنيو کې ويډيويي پيغامونه خپاره کړل. له خولو يې لاړې بادېدې او دغو کسانو ته يې په اصطلاح مخامخ کنځلې وکړې.»

په همدې ډول سره نورو خلکو هم پر دې لګښت سختې نیوکې کړي دي او دا یې له ملت سره خیانت او د چارواکو هغه خوی و عادت بللی چې تل په سختو حالاتو کې د ملت له درده یې ناوړه استفاده کړې ده.
خلکو پر ولسمشر غني او حکومت یې هم نیوکي کړي چې ولې دوی دداسې قضیو پوښتنه نه کوي او دداسې یوه خوار ملت پسې ولې په داسې لارو مصرف او ورکې شي چې ملت ته یې لازم خیر نه رسیږي.
نو که حکومت پر دغه مهال د مالي منابعو په لټه کې وي، د خدای لپاره دې اول دا څه چې په لاس کې لري کنټرول کړي او هغه څه چې حیف و میل شوي، هغه دې بیرته راترلاسه کړي، که داسې ونه کړي، نو مانا دا چې د ملت له شتمنۍ او سخت حالت سره مردارې لوبې کیږي.
ځکه همدا تازه په هرات کې د کرونا ناروغانو تداوۍ لپاره روغتون جوړ شوی، خو دا روغتون له جوړیدو سره تړل شوی دی، لامل یې دا دی چې هیڅ ډول نور امکانات نه دي ورکړل شوي، نو ته او خدای چې دومره مصرفه یې په جوړیدو وکړې، د ملت بودجه هم پرې غرقه کړې او داسې یو حساس حالت هم وي چې هرات له ټولو ولایتونو ډیر په کرونا کې ډوب دی، نو دا لوی خیانت او ظلم نه دی؟!!!