ژباړه: بشر دروېش
ښځې یا نجونې معمولا زیاتې حساسې دي، دوی هڅه کوي چې داسې نارینه پخپل ژوند کې ولري، کوم نارینه چې د دوی زیاتو غوښتنو ته غاړه ږدي او هم یې نازک مزاجۍ ته تابع او په درک کولو یې وتوانیږي.
دلته ځینې هغه ټکي درسره شریکوو، چې د نارینه وو په اړه ښځو ته زیات مهم دي.
هر نارینه که غواړي، چې مېرمنه یا ملګرې یې ترې خوشاله وي، دې ټکیو ته دې پاملرنه ولري:
هغوی چې له ښځو پوښتنې نه کوي
د ښځو دا ډېر خوښیږي، چې نارینه په یو نه یو ډول ډېر ارزښت ورکړي، خبرې یې واوري، پوښتنې ترې وکړي او ځوابونو ته یې که مهم وي کنه، غوږ ونیسي.
هغوی چې د ښځو د خبرو پروخت خپل ټلیفون ته ګوري
د ښځو هغه نارینه نه خوښیږي، چې د دوی د خبرو اوریدو پر وخت خپل ټلیفون ته ګوري.
د نارینه وو له دې کار سره ښځې فکر کوي، چې ګواکې خبرې یې نارینه ته د وخت ضایع او بې ضرورته ښکاري.
هغه نارینه چې له زړه نه خاندي
د ښځو هغه نارینه هم نه دي خوښ، کوم نارینه چې د زړه له تله نه ورسره خاندي.
ښځې داسې نارینه خوښوي، چې خبرې، مینه او هرڅه یې د زړه له تله وي.
هغوی چې د خبرو پر وخت ښځو ته نه ګوري
ښځې له نارینه وو دا غواړي، چې دوی سره د خبرو پر وخت مخامخ د دوی سترګو ته وګوري.
کوم نارینه، چې دا کار نه کوي او له ښځو سره د خبرو پر وخت شاوخوا نورو شیانو ته ګوري، یا سترګې ښکته اچوي د ښځو نه خوښیږي.
هغوی چې پر بې اهمیته موضوع ډېر غږیږي
یوازې د ښځو زیاتې او بې ضرورته خبرې عادت نه دي؛ ډېر داسې نارینه هم شته چې ځینې وخت د یوې بې ارزښته مسئلې په اړه پرله پسې غږیږي.
د ښځو داسې نارینه هم ډېر بدې شي.
هغوی چې کم لامبي
هغه نارینه هم د ښځو ښه نه راځي، چې لږ لامبي او د نظافت نورو برخو ته یې پوره پاملرنه نه کوي.
کوم نارینه چې خپلې مېرمنې او ملګرې خوښ ساتل غواړي ښه ده چې زیات ولامبي او د غاښونو نظافت ته خاصه توجه وکړي.
هغوی چې ښځې له نورو سره پرتله کوي
د ښځو هغه نارینه هم نه خوښیږي، چې دوی له نورو ښځو سره پرتله کوي.
خاصتا که کوم نارینه خپلې مېرمنې یا ملګرې ته ووایي، چې د پلانۍ په شان پخلی، ښه سلیقه یا بل هنر یي نه زده، ځانته به یې کار لیدلی وي.
هغوی چې د ښځو حضور له پامه غورځوي
په کورنیو، مجالسو او نورو مناسبتونو کې کوم نارینه چې خپلې مېرمنې او ملګرې له پامه غورځوي، په لوی لاس ځان د دوی له پامه غورځوي.
هغوی چې منظم لباس نه اغوندي
د ښځو او نجونو هغه نارینه هم ښه نه ایسي، چې منظم لباس نه اغوندي او ځانته سمه پاملرنه نه کوي.
البته زیات شوخ او نا مناسب لباسونه هم د ښځو زیات نه خوښیږي.
هغوی چې نوکان یې ناپاکه وي
د ښځو په اړه یو جالب راز دا دی، چې له نارینه وو سره د مخ کیدو پر وخت د دوی نوکانو په دقت ګوري.
کوم نارینه، چې نوکان یې ناپاک او نامنظم وي، د ښځو کرکه ترې کیږي او زر واټن ترې نیسي.
هغوی چې د ښځو پر توانمندۍ باور نه لري
د ښځو هغه نارینه په خاص ډول بدې راځي، چې د ښځو پر توانمندۍ باور نه لري.
دا ډول نارینه یو مخ د ټولو ښځو بدې شي. نو ښه ده چې د ښځو په اړه تبعیضي لیدلوری مو له منځه یوسئ.