۴ جملې، چې هېڅ مېرمن یې باید خپل خاوند ته حتا په بدو شرایطو کې هم ونه وايي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: عطا محمد میاخېل
ځینې ارواپوهان په دې باور دي، مېرمن باید له ځینو رښتیا خبرو څخه، چې خاوند یې ځوروي او خواشینی کوي، ډډه وکړي. دا څلور خاوند ځورونکې رښتیا خبرې په دې ډول دي:
په ګډ ژوند کې مېرمن او خاوند نباید یو بل ته دروغ ووایي، تل او په هر حالت کې باید له یو بل سره رښتیني واوسي، خو په دې حالت کې، داسې موارد شته، که خاوند ته مو یې رښتیا ووایئ، نو کولای شي، چې د ګډ ژوند اړیکې ته مو زیان واړوي. دا جملې په ګډ ژوند کې مو د دروغ وینې د پیل په مانا نه دي، بلکې موږ یې تاسو ته وایو، چې اړتیا نه شته، دا موارد مو خاوند ته ووایئ.
په ګډ ژوند کې هم د نورو مواردو په څېر، باید رښتیا ووایئ او له رښتیاوو پرته بل څه ونه وایئ، دا سمه ده؛ خو آیا هر رښتیا باید وویل شي؟، ځینې ارواپوهان په دې باور دي، ښځه باید له ځینو رښتیا خبرو څخه، چې خاوند یې ځوروي، په کلکه ډډه وکړي. دا څلور خاوند ځورونکې رښتیا خبرې په دې ډول دي:
۱ ـــ له مور څخه دې کرکه لرم
ښایي د نظر د هغو اختلافونو له امله، چې د اینګور او خواښې ترمنځ شتون لري، تاسو له خپلې خواښې سره ښه صمیمیت ونه لرئ، خو هېڅ دلیل شتون نه لري، چې دا جمله په خوله راوړئ، د دې جملې ویل دې ته ورته کېږي، چې د خپل خاوند زړه مو په غشي ویشتلی وي، هرڅه چې وي، هغه یې مور ده. دا موضوع کابو د ټولو نارینه و د لومړۍ درجې کورنۍ په اړه صدق کوي.
۲ ـــ له تا سره، له واده کولو پښېمانه یمه
په هر ګډ ژوند کې لوړې او ژورې شتون لري او حتا په یو بل باندې مئینې جوړې هم ښایي په خپل منځ کې اختلاف ولري. که تاسو هم له خپل خاوند سره لانجه او شخړه کړې ده، حتا په بدو شرایطو کې هم دا جمله په خوله مه راوړئ، ځکه په هغه شېبه کې یوازې تاسو غوسه یاست، خو که داسې موارد هم پېښ شي، چې خاوند مو د خیانت او په نیشه ای توکو باندې د روږدتیا په څېر ستره او جدي ستونزه ولري، بیا هم ستونزه حل کېدونکې ده.
۳ ـــ فلانکی ځوان وینې هغه مخکې زما غوښتونکی و او زموږ کور ته یې مرکه رالېږلې وه
خپل خاوند ته د دې جملې ویل، دې خبرې ته ورته کېږي، چې تاسو اوس هم غواړئ له هغه ځوان سره واده وکړئ او دا د یوه نارینه لپاره تر ټولو بد څیز دی. دا مه هېروئ، چې تاسو اوس یوه متاهله مېرمن یاست او باید په بشپړه توګه نور موارد هېر کړئ.
۴ ـــ زما پخوانی غوښتونکی ( رویبار ) ډېر شتمن و
دا جمله هم د تېرې جملې په څېر، په ګډ ژوند کې یوه زهر جنه جمله ګڼل کېږي، چې کولای شي، ستاسو د خاوند په ځان باندې باور له منځه یوسي، بیا هم وایم، چې تاسو واده کړی دی، نور نباید د تېرو پېښو په اړه فکر وکړئ.