انګليس روغتياپال: په شديدې الرژۍ اخته خلک دې د کووېډ – ۱۹واکسين نه کوي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عرفان لمر
په برېټانيا کې د ډسامبر له اتمې نيټې څخه د فايزر او بيوان ټيک په واسطه جوړ شوى واکسين پيل شو.
د سپوتنيک د راپور له مخې استيون پويز د انګليستان د عامې روغتيا مدير ويلي، هغه خلک چې د ځينو دوا ګانو په وړاندې حساسيت لري بايد د دغه واکسين څخه ډډه وکړي.
چارواکي نيت لري، چې د ٢٠٢١م کال په لومړيو دوه مياشتو کې به په کورونا وايروس د زيانمن شوي کسان واکسين کوي او وروسته به ټولو خلکو ته دا واکسين زرق شي. يادونه بايد وشي چې واکسين وړيا او په داوطلب ډول دى او لومړى به په کورونو کې سالمو خلکو ته چې له ٨٠ کالو پورته عمر لري، روغتياپالانو او نورو اشخاصو ته تطبيق شي.
بل خوا د امريکا د خوړ او درملو سازمان ټينګار کوي، چې دا واکسين ٩٥ سلنه ګټور دى او لس ورځې وروسته د لومړي دوز د زرق کولو سره د کورونا په وړاندې انټي باډي جوړوي.
همدا راز واکسين به په دوه دوزونو کې ٣٠ مايکرو ګرامم د ٢١ ورځو په واټن سره، ترسره کيږي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.