کرونا؛ د محرقې په نوم ځان غولول او زیان یې؛ خو څه باید وشي؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

تقریباً دوه میاشتې وړاندې د روغتیا وزیر ویلي ول، که چیرته روغتیایي تدابیر په سمه توګه عملي نه او بې غوري وشي، نو کورونا وایروس به خپله لمنه په ټول افغانستان کې په ډېره چټکۍ وغوړوې، چې د محاسبې له مخې به نږدې شپاړس میلیونه افغانان په کورونا اخته او د څو لکو د مړینې احتمال شته.
که څه هم د روغتیا وزرات، په کورونا وایروس تر اوسه د اخته وګړو شمېر۱۳۶۵۹ ښودلی، خو په حقیقت کې په هرو دریو کورنیو کې یوه کورنۍ پرې اخته ده، چې ځینې سرزوري یې لا اوس هم نه مني، ځینې یې یوه دسیسه بولي، ځینې بې باوره شوي او ځینې فکر کوي چې ګوندي محرقه ده.
هغه کوم لاملونه دي، چې کورونا وایروس تراوسه ټوکه ګڼل کېږي یا روغتیایي تدابیر جدي ونه نیول شول؟
ـ زموږ یو لړ افغانان اوس هم پدې باور دي، چې کورونا وایروس هسې یوه دسیسه او یا یوه سیاسي لوبه ده، هېڅ مرض و وبا وجود نه لري.
بې له شکه چې د افغانستان ادارې سیستم د فساد په اوج او چارواکې مو پکې پوره ښکېل دي.
روغتیاپالو، حکومت او د پوهانو؛ “عامه پوهاوي” تازه خلک قانع او په روغتیایي تدابیرو، قرنطین مراعت کولو ته برابر کړي ول، چې ځینې ولایتونو نه د ځایي خلکو خبرونه او ګونګسې راپورته شول ” چې ځینې چارواکي په روغتونو کې مړي په پیسو اخلي، یا ناروغانو ته پیسې ورکړل شوي، تر څو دومره ووایې چې زموږ د کورنۍ غړی په کورونا وایروس اخته دي یا ومړ.
دویم، د قرنطین نامنظم والي خلک بې باوره کړ، جدي قرنطین ونه نیول شو، یوه ورځ به لارې، ولسوالۍ، هټۍ، بازارونه او راشه درشه باندې بندیزونه ولګیدل نو بله ورځ به بیرته زړه کیسه وه، خلکو ته له یوې دسیسي او سرګرمي بل څه ښکاره نشو.
بل لوری نړیوال خبرونه، د چین او امریکا سیاسي ناندرو چې ګوندي کورونا وایروس د سیاسي هدف له مخکې د انسان په لاس په لابراتوارونو کې جوړ شوی او انسانانو ته خپور شوی وایروس دی، خلک بې باوره کړل.
نو ځکه، په هغه پېښه ورپېښ شو، چې یې ویره او احتمال ؤ.
په ننګرهار او لغمان کې ګڼ شمېر خلک ناروغان دي.
ناروغان ګمان کوي، چې ګوندي په محرقه اخته دي، چې محرقه نه بلکې د کووېډ ۱۹ ناروغي ده. ډاکټران د خپلو شخصي ګټو په پاره ناروغانو ته د محرقې ټسټونه لیکلي او لوړ بیعه درمل پرې پلوري.
دا چې مخکې یاده شوه او ټول خبر دي چې ننګرهار کې ډیر خلک پر کرونا اخته دي خو د محرقې اوازې خپروي، نو دا رښتیا هم محرقه نه ده، بلکې کرونا ده، ځکه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی چې تیره اونۍ ننګرهار ته راغلی و وویل چې دا محرقه نه ده، بلکې کرونا ده او باید کوښښ وکړئ چې لارښوونې په پام کې ونیسئ.

د کورونا وایروس او محرقې ورته والی:

د ځینو ډاکټرانو په وینا، د محرقې او کورونا ټسټ چې کله لابراتوار کې کېږي، نو نتیجه یې یو شان وي، ځکه دلته وایروس او هلته د محرقې مکروب د وینې د سپینو کوریاتو سره په جګړه بوخت وي او د بدن معافیت یو شان کمزوری کوي.
ـ محرقه هم ساري ده چې د مواد غایطه مکروبونو په واسطه یا حفظ الصحي نه مراعتولو په سبب له یوه انسانه بل ته لیږدول کېږي او کورونا وایروس هم د حفظ الصحي نه مراعتولو په سبب.
ـ په محرقه کې هم، تبه، وجود و سردردي، د خولې بدخوندي، د ذایقې حس له منځه تلل، کسالت، د ګېډي درد، وچ ټوخی، د زړه حالت بطي کېدل، د لړمون و توري غټېدل او په کورونا وایروس اخته ناروغ هم ورته علایم لري. نو ځکه ډیر په کورونا وایروس اخته ناروغان ځانونه په کاذبې نومونې تېرباسي او ځانونه نه ګوښې کوي.

اندېښنې:

دا سمه ده چې د معمول سره سم د اوړي په موسم کې محرقه زیاته وي، خو پوښتنه دا راولاړېږي، چې په دومره لویه کچه، هغه هم هر کور او د هر کور اکثریت غړي، چې هېڅ  کله یې ارقام دومره لوړ شوی نه دی ولې محرقه شي!؟
ملګرې مې “روشن پرې” چې په یوۀ سیمه ییز کلینیک کې دنده لري خپله اندېښنه داسې څرګنده کړه:

«پداسې حال کې چې موږ هر سهار مخکې له ناروغانو له درملنې یو ساعت ټولو ته د کورونا وایروس څخه د وقایي او روغتیایي لارښوونو عامه پوهاوی کوو، سربېره پر دې یوۀ به ناروغه راځي، دوه نورې به یې د چکر لپاره له ځانه سره راوستي وي، داسې بې کاره راتګ یې یو غم او تر درملو اخیستو وروسته بیا چیرته له ونو لاندې کښېنې بنډارونه کوي دا یې بل غم؛ داسې معلومېږي لکه په یوه غوږ چې یې اوري او په بل یې باسي. نور اکثریت مراجعین مو چې راځي له محرقې سر ټکوي.»

په کورونا وایروس اخته یو تن ناروغ په خپله فیسبوک پاڼه د خپلو معایناتو د پایلو انځور خپرولو تر څنګ لیکلي:

«کورونا جدي وګڼئ او ځانونه په کاذبې محرقه مه تېرباسئ. څوک چې په کورونا وایروس اخته وي، د هغه شخص د محرقې ټسټ هم مثبت وي، نو بې ځایه انتیوبتیک وجود کمزوری کوي. لاړ شئ ټسټ وکړئ او خپله کورنۍ مو وژغورئ!»

ـ که څه هم موضوع هر څه وي، هغه که کورونا وایروس ده او یا هم محرقه، په هر حالت کې د ځان و کورنۍ ساتنه فرض ده، حفظ الصحي ته پوره پاملرنه وکړئ او کورونا ټوکې مه ګڼئ، اوس هم سر وخت دی، ناوخته شوی نه دی؛ “د ځان پاملرنه، د کورنۍ او ټولنې پاملرنه ده ”
لطفاً روغتیایي لارښووني په ځانونو عملي کړئ او کورونا جدي وګڼئ!