د کرونا ځاني ټست؛ آیا غواړئ آنلاین ځان معاینه کړئ؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

په افغانستان کې د کرونا لپاره لمړني اپلیکېشن د درک له خوا جوړ سو، چې ویب ساټ یې د www.cocona.af او اپلکېشن یې د Darrak Health په نوم دی. د کرونا دا اپلیکېشن ګڼې ځانګړتیاوې لري چې هرڅوک یې وړیا کارولای سي، لکه

  1. د کرونا په اړه د ولایتونو، ولسوالیو، ملي او نړیوالي دقیقي شیمرې او ریل ټایم اپډيټ.
  2. د وقایې او تداوۍ حل لارې.
  3. له کلیو او لیرې پرتو سیمو څخه د کرونا د مشکوکو پیښو د ریپوت کولو اسانتیا.
  4. کابل او ولایتونو کې د کرونا د ټسټ مرکزونو په اړه معلومات او د اړیکو نیولو اسانتیا.
  5. د کرونا وړاندویني او نقشه یې ګرافونه.
  6. د ولایتونو او سیمو د عاجلو خبرتیاوو په اړه ریل ټایم خبرتیاوې.
  7. اپلیکیشن او سیسټم په پښتو او دري ژبو  ترڅنګ په انګلیسې ژبه دی.
  8. د جعلي، ناسمو خبرونو او کړنو مخنیوی برخه.
  9. آنلاین ډاکټر

خو په دي اپلیکېشن کې د نورو ځانګړنو یې د کرونا په دوه آنلاین ټسټونه چې ښه دقت لري او د خلکو پام يې ځان ته را اړولی دی.  له دغو ټسټنونو څخه یو یې د کرونا ځاني ټسټ دی،چې د عامي روغتیا وزارت له خوا تایید سوي  اوس یې ګن خلک کاروي. د کرونا دوهم ځاني ټسټ معلومات  د امریکي له CDC یا د ساري ناروغیو له ادارې څخه  اخیستل سوی چې هغه هم اوس ګټي اخیستنې ته چمتو دی.
تاسو د کرونا ځاني ټسټ پاڼه کې هغو پوښتنو ته ځواب ورکوي چې د اپلېکيشن له خوا تاسو ته درکول کیږي،دا اپليکېشن تاسو ته د هغو معلوماتو په اساس دا وایې چې څو سلنه ددي احمتال شته چئ تاسو په ویروس اخته یاست یا نه. دا یو معیارې ځاني ټسټ ی چې خلک مخکې له دي چې روغتون ته ولاړ سي او د مینې معاینه وکړې، له دي لارې معلومه وي چې د کرونا څومره نښې نښانې لري او څومره احتمال یې شته چې په دي اخته دی یا نه. ددې ترڅنګ دا ټسټ تاسو هڅوې چې تاسو ځان او کورنۍ باید پام وکړي.
په دي لینک کلیک کړئ او د کرونا ځاني ټست وکړئ: https://corona.af/corona-test
په دغه اپلېکېشن  کې بیا کرونا دوهم آنلاین ځاني  تاسو ته وایې که تاسو یا ستاسو کورنۍ چې اوس خوشبخانه په دي ویروس ککړ نه یاست خو په راتلوونکي کې څورمره احتمال شته چې تاسو په دی ویروس اخته سی.
ددې دواړه آنلاین ځاني ټسټونو یو ګټه داده چې د خلکو اندیښنه کمه کړي،بي ځایه روغتون یا لابرتوار د تک مخنیوی یې وکړي، ځان ته پام وکړي او د کورنۍ او دوستانو خیال وساتي.
په دي لینک کلیک کړئ او د کرونا احتمالی ټسټ وکړئ: https://corona.af/covid-19-test
ملي او نړیوال دقیق شمیرې: https://corona.af/
 

  • آنلاین یې corona.af او اپلېکیشن یې  Darrak Health په نوم له دي ویب ساټ او سټورنو څخه ډانلوډ کړئ.