ختیځو ولایتونو ته ۱۱۰ میلونه افغانۍ ورکول کیږي او تورخم کې کرونا ضد لابراتوار جوړیږي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
  • راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر اشرف غني د ختیځ زون ولایتونو له والیانو سره کرونا ویروس سره د مبارزې د تدابیرو په اړه خبرې وکړې
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د ختیځ زون ولایتو له والیانو سره کرونا ویروس سره د مبارزې د تدابیرو په اړه خبرې وکړې.
د وړاندیزونو شریکول
په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شو، په پیل کې د ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان والیانو په خپلو اړوندو ولایتونو کې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د خپلو هڅو ترڅنګ د خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو په برخه کې خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر له والیانو څخه په مننې وویل:

«د قزاقستان سفیر سره د غنمو په اړه غږېدلی او د مرستو او خوراکي توکو د انسجام په موخه صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ او مالیې وزارتونو سره په همغږۍ د منظم میکانیزم د ایجاد اړتیا ده.»

روغتیايي خدمه او امتیاز یې
د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د کرونا ویروس پر ضد مبارزې په موخه د يوولس ماده ییزې پاليسۍ تدوین ته په اشارې وویل، د موسسو د مرستو جلبولو او انسجام مسوولیت دې والیان په غاړه واخلي. د روغتيايي خدماتو کارکوونکي د حق الخطر امتيازات لري او که خدای مکړه خپل ژوند له لاسه ورکوي، د افغانستان د وسله وال پوځ د شهيدانو له امتيازاتو به برخمن شي.
د ښاغلي صالح د ديني علماو پر بسيج د ټینګار ترڅنګ ویلي:

«د جمهوررئیس په لارښوونه تدارکاتي کړنلارې اسانې شوي او والي صاحبان دې خپلې بیړنۍ غوښتنې د چارو ادارې سرپرست سره شریکې کړي. هغه زیاته کړه، د قرنطین مودې غځېدو په صورت کې باید د بې وزلو او اړمنو خلکو منظم او واضح لېستونه ترتیب شي.»

هغه واليانو ته په خطاب کې وويل:

«د خپلو اړوندو ولایتونو د تېرو لسو کالو د طبیعي پېښو او افتونو راپور او همدارنګه د سږني کال اټکل دې په لیکلي ډول ترتیب کړي چې په رڼا کې یې تصامیم او تدابیر ونیول شي.»

د عامه پوهاوي له لارې د بازار کنټرول
ارګ زیاته کړې؛ هغه څرګنده کړه، د بازار بیې دې د ملي پولیسو نه، بلکې د عامه پوهاوي او تدابیرو له لارې کنټرول شي، خلکو ته ډاډ ورکړئ چې د قحطۍ خطر نشته او له دغه افت سره مبارزه کولی شو.
هغه ویلي؛ عامه پوهاوی دوه برخې لري چې د پیغام جوړول یې د جمهوري ریاست سترسلاکار او د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو او عامه اړیکو ادارې د رئیس وحید عمر او پیغام رسول یې د والیانو په ګډون د ټولو ګډ مسوولیت دی .
د ۱۱۰ میلیونه افغانیو لیږد
ولسمشر غني د ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان والیانو څخه په مننې وویل، په لومړۍ مرحله کې به ۵۰ میلیون افغانۍ ننګرهار او شل شل میلیون افغانۍ لغمان، کنړ او نورستان ولایتونو ته انتقال شي. همدارنګه یې یادو ولایتونو ته کرونا سره د مبارزې په موخه د اړینو وسایلو د ورکړې په موخه د جمهوري ریاست د چارو ادارې سرپرست ته لارښوونه وکړه.

دا غونډه او ویډیو کنفرانس نن جوړ شوی؛ ارګ

غني وویل:

«د غنمو او خوراکي توکو مسوولیت د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح ته انتقال شوی او هغه به په دې برخه کې اقدامات وکړي، همدارنګه به په راتلونکو دوه اونیو کې کافي مواد له هند څخه را ورسېږي.»

تورخم کې د لابراتوار ایجادول
ولسمشر غني په تورخم کې د لازمو تدابیرو نیولو ته په اشارې وویل، عامې روغتیا وزارت ته یې لارښوونه کړې چې تورخم کې لابراتوار ایجاد کړي او د کرونا ویروس لرونکي دې له تشخیص وروسته د ټاکلې مودې لپاره قرنطین شي.
د کرنیزو پیداوارو واضح راپور
جمهوررئیس والیانو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو اړوند ولایتونو دکرنیز پیداوار په اړه واضح راپور ورکړي او که د کوم خطر له امله د پیداوار د ضایع کېدو وېره وي چې مخه یې ونیول شي.
ښاغلي غني زیاته کړه:

 «د ځمکو د انسجام مسوولیت د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته انتقال شوی، د صنعتي پارکونو او پانګونو د ملاتړ او چټکتیا ترڅنګ باید ښارونو کې د کارموندنې چټک اقدامات وشي.»

د صرافانو کلک ملاتړ
ولسمشر والیانوته په ټینګار سره وویل:

«په اړوندو ولایتونو کې دې له صرافانو سره د روغتیایي کارکوونکو په څېر چلند او د دوی ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړه، د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې به واضح طرحه نهایي او پولیتخنیک کې د افغان متخصصینو له لوري رامنځته شوی سافټ ویر به د انلاین زده کړو لپاره د ګټې اخیستنې په موخه تصویب شي.»

ارګ د خپرې کړې خبرپاڼې په پای کې زیاته کړې؛ جمهوررئیس غني والیانو ته لارښوونه وکړه چې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د عامه پوهاوي او مرستو د انسجام لپاره ولسي تړون، انتخابي شوراګانو او نورو جوړښتونو څخه استفاده وکړي او د مختلفو مراحلو لپاره دې چمتو واوسي.