ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
واده او له يوه/ې داسي چا سره ګډ ژوند ته هو ویل چي د متفاوت جنسیت، بېلی کورنۍ او احتمالاً داسي متفاوتو نظریاتو درلودونکي وي چي موږ ئې د کاپي کولو او د خپلي خوښي مطابق جوړولو وړتیا نه لرو، عیناً لکه د املاء شروع کول داسي دي چي نه سو کولای تمه ولرو چي غلطي دي ونه لري.
دا جلمه به مو حتمن اورېدلې وي چي وايي: نا لیکل سوې املاء همېشه له غلطۍ څخه خلاصه وي، خو کله چې په لیکلو پیل کوو، کېدای سي املاء مو له غلطۍ خلاصه وي، خو اصولاً په پیل کي حتمن له غلطیو ډکه وي او د وخت په تېرېدو او تمرين سره زده کوو چي له غلطۍ څخه خلاصه املاء ولیکو. زموږ د ژوند په ډېرو کارونو کي هم ورته کیسه ده چي تر څو مو شروع کړي نه وي، کولای سو فکر وکړو چي له غلطۍ پرته به پر مخ ځو، خو کله چې شروع کوو، له بلها زیاتو غلطیو سره مخامخېږو چي باید د اصلاح کولو طریقې ئې زده کړو او هغه وخت به بريالي یو چي د وخت په تېرېدو سره وکولای سو د ژوند په رفتارونو او مناسبتونو کي له غلطۍ پرته پر املاء باندي بريالي سو.
په هره اړیکه کي رفتاري، کلامي، او احساسي غلطۍ وي او هغه سوء تفاهمونه چي باید د وخت په تېرېدو او تمرین سره لېري کړل سي څو مېړه او ماینه په خپلمنځي اړیکه کي تفاهم او يا ئې نور هم واضح ووایو همغه له غلطۍ څخه خلاصي املاء ته ورسېږي. خو په دغه لاره کي چي چشي کطږي، کوچنۍ او لويي خطاوي او کله هم یو د بل رټني دي او بريالۍ جوړې دي چي کولای سي یو له بله په سهی طریقه بخښنه وغواړي او جبران ورکړي او همدارنګه هغوی دي چي کولای سي تېر سي او بخښنه قبوله کړي. خو څنګه کولای سو چي د ژوند د ملګري د ناراحته کېدو په صورت کي له هغه/ې څخه بخښنه وغواړو څو ناراحتي ئې لېري سي؟ ځیني وختونه یوه ناسمه بخښنه غوښتل، حالات او شرایط له بد څخه بدتر کوي. نو زموږ سره اوسئ څو وکولای سئ اصولي ووایاست: بخښنه غواړم!
له سپړني لاس واخلئ
که د خپلو تېروتنو او یا د يوه سوء تفاهم لېري کولو په خاطر د بخښني غوښتلو له پاره مو اقدام کړی وي، کوښښ وکړئ چي لومړی ورکړی ازار ختم کړئ او وروسته پر یوه مناسب موقعیت باندې په اړه خبري وکړئ. ډېری وختونه یو کس د خپګان له منځه وړلو له پاره اقدام کوي، خو په همدغه وخت کي دا کوښښ هم کوي چي ووايي غلطي ئې نه ده کړې او مقابل طرف بر ناحقه ناراحته سوی دئ او دا یعني د خپګان د له منځه وړلو پر ځای، خپګان رامنځ ته کول. کله چي بخښنه غوښتل غواړئ، فقط بخښنه وغواړئ.
خلاقیت او نوښتګرتوب درته ضرور دئ
دا چي یوازي ووایاست بخښنه غواړم یا د مخکي په څېر رفتار وکړئ، هیڅ ښه نه دي. کوښښ وکئ چي له نوښت او خلاقیته کار واخلئ. مثلاً ګل ورته رانیسئ، خط ورته پرېږدئ، له ښایستو کلماتو کار واخلئ. په خاصه توګه ښځي په دغه ډول ډېري ژر آرامېږي او احساساتو ته ئې تاثیر وربخښي.
نیت به مو سم وي
که مو غلطي کړې وي، واقعاً هم پښېمان اوسئ او په زړه کي له ځان سره ووایاست چي نور به دغسي تېروتنه نه کوئ. که بخښنه غوښتل یوازي د مېړه او ماینې ترمنځ د اختلافاتو د خاموشه کولو په خاطر وغوښتله سي او فرد د خپل رفتار د اصلاح او تغیر نیت او قصد و نه لري، پایله بې لنډمهاله وي او بله واري په دوندي آسانۍ سره نه سئ کولای چي د ژوند ملګری/ې مو راضي کړئ چي تاسي وبخښي.
سوله او جوړجاړی وکړئ
پورته مو وویل چي د بريالیو جوړو له ځانګړنو څخه یوه دا هم ده، چي هم کولای سي بخښنه وغواړي او هم دغه توانايي لري چي یو او بل وبخښي. دا خورا ستره توانايي ده. تاسي به وایاست چي بېخي ډېر کسان روزانه دغسي کوي، خو واقعیت دا دئ چي هغوی په ډېرو وختونو کي یوازي تحمل کوي او په ظاهره موضوع حل و فصل سوې ښکاره کوي، خو په زړونو کې ساتي او همدغه د اړیکي د خرابېدو سبب کېږي.
ځان ته وخت ورکړئ
کله چي له خپل ملګري څخه ناراحته يا خپه یاست، ضرور نه ده چي په همغه شېبو کې په اړه خبري وکړئ. که ډېر ناراحته او غُسه واست او د ژوند ملګري مو د رامنځ ته سوي مسئلې له پاره و بخښني غوښتلو ته راغلی/ه، په ډېر آدب سره ورته ووایاست چي تاسي ته لږ وخت نور هم درکړي څو هم له ځان سره خلوت وکړئ او د رامنځ ته سوي خپګان او ناراحتۍ په اړه له تصبه خلاص فکر وکړئ او هم آرام سئ څو وکولای سئ په اړه ئې له شورماشور او هجوم پرته خبري وکړئ.
فکر مو قابو کړئ
اصولاً د یوه خپګان رامنځ ته کېدو پر مهال، افراد علاقه لري چي دوندي پر رامنځ ته سوي مشکل فکر وکړي څو نور مشکلات هم پکښي راګډ کړي یا پخواني موضوعات هم پر ځان کوټه کړي. کله چي د فکر کولو په حال کي یاست، مه پرېږدئ چي په جزئیاتو، تفصیلاتو او حاشیو کي ښکېل سئ. پر رامنځ ته سوي مشکل فکر وکړئ او دا مه هېروئ چي ستاسي د ژوند ملګری/ې په غیر قصدي ډول ستاسي د زهیرېدو سبب سوی/ې دئ/ه او ستاسي په وړاندې د دغي موضوع د حساسیت اندازه ښه نه ده درک کړې.
ستاسي د ژوند ملګری/ې همغه څوک دئ/ه چي…
وايي اړیکه د یوه دیوال جوړولو په شان ده او کله چي له یوه چا څخه ناراحته سواست د ټول دېوار تخریبولو پر ځای، د هغه يوه خښته له منځه یوسئ دا نه چي ټول دېوال ونړوئ. کله چي مو د ژوند له ملګري څخه خپه ياست او هغه د بخښني غوښتلو له پاره راځي، د هغه پر ښېګڼو فکر وکړئ؛ پر هغو دلایلو چي په سبب ئې مینه ورسره لرئ. همدا چي غلطۍ ئې منئ، خپله یو لوی امتیاز دئ. سمه ده چي ستونزمن کار به وي، خو کله چي مو د ژوند ملګري غلطي وکړه، پر ښېګڼو ئې هم فکر وکړئ.
ستاسي رفتار بهترینه الګو ده
دا چي د ژوند د ملګري د بخښني غوښتلو په وړاندي څنګه برخورد ولرئ، د هغه/ې په راتلونکو رفتارونو کي تاثیر لري. که ډېر سرسخت اوسئ او د هغه/ې غرور مات کړئ، احتمال لري چي نور درڅخه بخښنه و نه غواړي. نو متعادل رفتار وکړئ. نه دوندي نرم چي ګواکي هیڅ سوي نه دي، نه هم دوندي سخت چي سبب سي د ژوند د ملګري غرور مو مات سي.
ددې له پاره چي مینه مو همېشنۍ سي او د ژوند تر پایه په تفاهم او آرامش سره یو له بل سره ژوند وکړئ، اړتیا لرئ چي یو د بل خطاوي اصلاح کړئ او د هغو څیزونو په اړه چي ستاسي د زړه بدېدو یا خپګان سبب کېږي، خبري وکړئ. مینه او عشق ستاسي مسلم حق دئ، خو دغه حق ته د رسېدو له پاره باید کوښښ وکړئ.
پوه سئ او دا زده کړئ چي په ژوند کي خطا او تېروتنه طبیعي وي او وخت نیسي چي یو د بل د روحیاتو په چم وخم پوه سئ او یو او بل وپېژنئ، خو دا چي لازم او کافی وخت لرئ، یوازی همدا کافی نه دي؛ یعني که د وخت په تېرېدو سره سم عمل و نه کړئ، د لا ښه او بهتر شناخت پر ځای، یو له بله لېري کېږئ او د اړیکي ځنځیر مو شلېږي. صبر ولرئ، خبري اتري وکړئ، وغواړئ او اراده وکړئ څو یو او بل وپېژنئ او د ځان او د ژوند ملګري د خوشبختۍ له پاره مو کوښښ وکړئ.