په سریلانکا لیګ کې د قیس احمد او لوبډلې مزل یې پای ته ورسېد

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د سریلانکا سوداګریزو کرکټ لوبو لومړي پړاو کې قیس احمد په توپ اچونه او توپوهنه کې خپله غوره لوبې ترسره کړې؛ خو د دغه افغان لوبغاړي لوبې بیګا شپه پای ته ورسېدې او لوبډله یې په نیمه پایلوبه کې له ماتې سره مخ شوه.
په دې لیګ کې قیس احمد خورا ښه توپ اچونه وکړه او د نړۍ د نورو بالرانو په منځ کې هم ښه ولوبېد، وېکټې یې مثبتې وې او د کولمبو کېنګز لپاره له لاسته راوړنو ډک لوبغاړی و.
له ده سره په همدې لوبډله کې کریم صادق هم اخیستل شوی، خو کومه لوبه کې ونه لوبېد.
قیس احمد یوه ناک اوټ لوبه کې د ډمبولا لوبدله په خپلې چټکې نیمه سلیزې سره ماته کړه او کولمبو یې نیمه پایلوبې ته ورسوله.
خو په نیمه پایلوبه کې یې د ګال ګلېډېئټرز پر وړاندې لوبه کې په ۴ توپونو ۸ منډې وکړې او ۴ اورونوکې یې ۲۷ منډې ورکړې.

وروستی اوور او ۱۵ منډې پوره کېدل

په وروستي اوور کې ۱۵ منډې پاتې وې، لکشن سندکن او دننجایا لکشن په کریز کې په نهمه او لسمه وېکټ ولاړ وو.
وروستي اوور ته اېسورو اوډانا راغی، له هغه څخه په دوو لومړیو توپونو څلور منډې ورکړې او درېیم یې د دننجایا لخوا شپږیزه شو.
په دې ډول په درې توپونو ۵ منډې پاتې شوې.
همداسې د دواړو لخوا پنځلس منډې پوره کړل شوې او کولمبو لوبډله له سیالیو بهر شوه.

د لیګ بریالۍ لوبډله او له سیالیو بهر کېدل

په لانکا لیګ کې تر ټولو بریالۍ لوبډله د کولمبو کېنګز وه، دې لوبډلې شپږ لوبې ګټلې وې، د نومرو په جدول کې د ۱۲ نومرو په لرلو سره لومړۍ وه.
په اته لوبو کې یې یواځې دوه لوبې بایللې وې.

د ځاځي دې لوبډله او پایلوبې ته تګ

د ځاځي دې اړوند لوبډلې ګال ګلېډېئټرز په لومړي سرکې د شاهد افریدي په لوبډلمشرۍ کې ۴ لوبې پرله پسې بایللې وې؛ خو وروسته یې د بانوکا راجاپکسا په لوبډلمشرۍ کې کم بېک وکړ.
یادې لوبډلې په ۸ لوبو کې ۲ وګټلې او په دې ډول تر پایلوبې ورسېدله.

د رحمان الله ګربز دې اړوند لوبډ‌له

د رحمان الله ګربز او نوین الحق دې اړوند لوبډلې کېنډي ټسکرز ۸ لوبو کې دوه وګټلې او ۶ یې وبایللې او په دې ډول په لومړي پړاو کې له سیالیو بهر شوه.
نن ډمبولا وېکېنګز چې سمیع الله شینواری ورسره لوبېږي، له جېفنا سټایلیئنز سره دویمه نیمه پایلوبه کې مخ کېږي او ګټونکې لوبډله به یې پایلوبې ته ولاړه شي.
د لانګا لیګ پایلوبه د ډېسمبر په ۱۶ مه د چهارشنبې په ورځ ترسره کېږي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.