له اوبو څخه وروسته دویم د څښلو څیز قهوه ده، د قهوې ښایسته بوی له ترخه خوند سره د دې سبب شوی چې ټول یې وڅښي، شنه قهوه او همداسې هر ډول قهوې ډېرې ګټې لري، سربېره پر دې چې د خوب په لمنځه وړلو کې ګټه د بدن لپاره نورې روغتیایي ګټې هم لري.
۱: قهوه مو ذهني ځواک لوړولای شي.
قهوه د دې سبب کېږي چې انسان د ستړیا لږ احساس وکړي، ځکه کله چې غواړي د شپې لخوا درس ولولي یا هم د راحتۍ احساس وکړي، نو قهوه خوري.
۲: قهوه په غوړ شیانو اغېزه کولای او غوړي لمنځه وړلای شي.
قهوه کولای شي چې د بدن غوړ په چاغو خلکو کې ۱۰ په سلو کې او ۲۹ په سلو کې په ډنګرو انسانانو کې کم کړي، که څه هم امکان لري، له قهوې څخه ډېره ګټه اخیستل دا اغېزه کمه کړي.
۳: قهوه زموږ فیزیکي فعالیتونه ښه کولای شي.
قهوه عصبي سیستم تحریکوي او دا کار د دې سبب کېږي چې د غوړو ماتولو سیګنال سلولونو ته ولېږي.
خو قهوه د وینې ادرنالین هم لوړوي. قهوه د غوړ سلولونو ته امر کوي چې د بدن غوړي لمنځه یوسي. نو د فزیکي کارو ښه کولو لپاره کله چې له کوره وتلاس نیم ساعت مخکې قهوه وڅښي.
۴: قهوه د دیابت خطر لمنځه وړي.
دا ناروغي یوه خطرناکه ناروغي ده چې همدا اوس ۳۰۰ میلیونه وګري په ټوله نړۍ کې په دې مرض اخته دي، په دې دیابت کې انسان انسولین تولیدوي. خو کوم کسان چې له قهوې څخه ګټه اخلي د دیابت کچه یې کمېږي.
۵: قهوه کولای شي چې د الزایمر او د عقل په زوال مخنیوي کې هم درسره مرسته وکړي.
په معمولي توګه د ۶۵ کلونو څخه چې څوک ډېر عمر لري په دې ناروغۍ اخته دي له بده مرغه داسې هېڅ درملنه د دې ناروغي لپاره نشته، خو قهوه خوړل ګټوره تمامېدای شي.
۶: قهوه د ژور خفګان پر ضد ده او خوشالي منځته راولي.
د مطالعو له مخي کومې ښځې چې په ورځ کې ۴ ګیلاسه قهوه څښي، لږ په ژوړ خپګان اخته کېږي.
۷: قهوه د عمر د ډېرېدو سبب کېږي، ځکه د زیاتره ناروغیو لپاره ګټه لري.