موږ ټول په ککائو مین یوو,، ټول ککائو د خوند لپاره خورو. خو داسې هم نه ده چې دا خوندور خواړه دې بدن او صحت ته هیڅ ګټه ونه رسوي.
ککائو د وېښتانو او پوست لپاره ګټه لري. ددې ترڅنګ پروټین او مهم ویټامین، لکه: ویتامین A، کلسیم، پوټاشیم، فسفر، اوسپنه، مس، تیامین او ریبوفلاوین لري.
ـ د ککائو خوړل د خوشحالي سبب کیږي، ککائو یو له هغو سالمو خوراکي توکو څخه دي چې تاسو کولای شئ په ښه توګه یې مصرف کړئ، په ککائو کې یوه ماده د آنانډامید په نامه شته چې هغه انسان ته د خوښۍ روحیه او د ارامتیا احساس ورکوي.
ــ انسان ته انرژي ورکوي او د ستړیا سره مقابله کوي، ځکه چې منیزیم لري.
ـ د هډوکي د سولېدو مخنیوي کې مرسته کوي، د ویني لوړ فشار هم ټیټولی شي.
ـ د بدن داخلي تعادل ساتلو سره مرسته کوي او د معدې لپاره هم ګټور بلل شوی دی.
ـ بریتانوي پوهانو په یو لړ مطالعو کې دا پیدا کړل، هغه څوک چې په ۱۲ اونۍ کې ۲۰ ګرامه ککائو خوري نو د لمر په وړاندي یې د مقاومت اندازه د هغو پرتله زیاته وي چې هیڅ ککائو نه خوري.
ـ یو لړ څیړنو دا هم ښکاره کړې چې د ککائو پوډر د غاښونو ټینګولو کې هم مرسته کوي
ـ د ټوخي د له منځه وړلو لپاره ککائو موثر بلل شوي دي.
ـ ذهني ګډوډي له منځه وړي او د الزایمر څخه خوندیتوب کې هم مرسته کوي.
ـ پر ۲۵ تنو چې عادي یا لږ ډېر د ویني کلسترول یې لرل یو څیړنه وشوه چې د ککائو د پوډرو منظم کارولو یې د بدن د ویني کلسترول کم کړی وو.
– ککائو همدارنګه انتي اسید لري او د ښه غوړ لرونکي هم دي.
ـ د پوستکي ساتنه کې مرسته کوي، ځکه چې ویټامین سي او مګنیزیم لري چې د پوست د ښه والي لپاره مهم دي. ککائو پوستکی له لمر څخه خوندي او ځوان ساتي.
ـ وېښتان هم سالم ساتي، هم یې ډېروي.
ـ وزن کنټرولوي، خام ککائو وزن کمېدو لپاره ګټه لري ، او د ویني د لخته کېدو مخنیوی کوي.
ـ د سکتې خطر کم کوي، ژور خفګان سره مبارزه کوي، ځکه چې فلاونوئیداو آناندامید لري چې دا دواړه د انسان د روحیې په ښه کولو کې مرسته کوي.
ـ د سرطان ضد خاصیت لري.د ویني د کم والي درملنه کوي، ځکه چې اوسپنه لري، او نه پرېږدي چې زر زاړه شئ.
ـ د ښځو لپاره د ورځني د ککائو خوراک کچه ۳۲۰ ملي ګرامه ټاکل شوې، او د نارینه لپاره د ورځي ۴۲۰ ملي ګرامه ټاکل شوې.