
خبريال: مدثر دعوت
د څارويو د حقونو يوه ډله وايي چې د حيواناتو د نومونو څخه بايد د يوبل د سپکاوي لپاره استفاده ونه سي.
د پيتا په نامه د خلکو يو بنسټ چې د امريکا په ويرجنيا ايالت کې فعاليت ترسره کوي، د حيواناتو نومونه د سپکاوي پرمهال استعمالول زښت عمل بللی او ويلي يې دي چې بايد ډډه ترې وسي.
د بي بي سي د خبر له مخې دوی پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلي چې که تاسو غواړئ يوچاته ځانګړی منسوب وکړئ نو د څارويو نومونه مه يادوئ.
دې ډلي همدارنګه پرخپل ټويټر اکاونټ د ځينو حيواناتو نومونه ليکلي ، د دوی په باور په انګليسي ژبه کې يې خلک يوبل ته د صفت په نوم يادوي پداسي حال کې چې دا يو ځانګړی توهين دی.
د هغو حيواناتو له جملې څخه:
زړه نا زړه د « چرګ» په نامه
غل ته د « موږک» په نامه
مضر ته د «مار» په نامه
کرکه کوونکی د « سرکوزي» په نامه
په پښتو ژبه کې هم داسي صفتونه سته چې خلک يې يو بل ته د حيوانانو په نومونو يادوي ،موږ يې اکثريت وختونه اورو خو په وړاندي يې چا اقدام ندی کړی.