د خپل ذهن ساتنه خپله وکړئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: مریم محمدي
هغه څه چې په ورځني ډول زموږ ذهن ته داخلېږي باید، فېلتر یې کړو، ویې څارو او کنټرول یې کړو. تاسو کولی شی، ذهن ته داخلېدونکي ټول منفي افکار او هغه لید لوري چې د تباهۍ کندې ته مو ټېل وهي له منځه یوسئ او پر ځای یې پر هغه څه فکر وکړئ، چې خدای پاک له تاسو سره وعده کړې ده او ستاسو په اړه یې ویلي دي. که ما هم هغه منفي افکارو ته چې بیا بیا به مې ذهن ته راتلل د ننوتو اجازه ورکړې وای، نو خپله راتلونکې به مې په لوی لاس له ګواښ سره مخ کړې وای او له منځه به مې وړې وای.
خو ولې د حذف بټنې کېکاږل نه پیلوئ؟ په ذهن کې مو هېڅ داسې ساکن او متحرک منفي فکر ته ځای مه ورکوئ، چې ستاسو د تباهۍ لامل کېږي. ویروسونه په ټوله مانا هڅه کوي، چې ستاسو د ذهن سافټیور ته ځان ورسوي. که دوی وکولی شي لومړی ستاسو پر ذهن حاکم شي، په ډېره اسانۍ سره مو بیا ژوند هم کنټرولی شي او څه ډول یې چې خوښه وي هسې یې څرخوي. تاسو پوهېږی چې د ویروس کار له تباهۍ او ګډوډۍ پرته بل څه کېدای شي؟ که تاسو په دې اړه فکر کوئ چې با استعداده نه یاست یا وړتیا نه لرئ، هېڅکله به پر خپل نفس باور او پر ژوند کنټرول پیدا نه کړئ. که فکر کوئ چې ښکلي نه یاست، هېڅکله ښکلا ته نه شئ رسېدای. که فکر کوئ چې فلانی عادت نه شئ پرېښودای، نو په ریښتیا یې هم نه شی پرېښودای، دا ځکه چې تاسو دغه څه پر ځان منلي ځکه نه شی کولی.
له نیکه مرغه باید و وایو، چې اوس هم نه ده ناوخته شوې. تاسو کولی شی بېرته پر هغه کس بدل شئ، چې خدای پاک په نظر کې نیولی یاست. د ځای ته د رسېدو لپاره یوه کلي شته هغه دا، کوم څه چې خلک یې ستاسو په اړه وایي، له ذهنه وباسئ. تاسو هغه څوک نه یاست، چې خلک وایي. تاسو هغه څوک یاست، چې خدای پاک ستاسو په اړه ویلي. کېدای شي ستاسو استاد یا لارښود هم ستاسو په اړه منفي څه ویلي وي، کوچنی یې، ددې کار د انسجام وړتیا نه لرې. دا ټول له ذهنه وباسئ. تاسو په اصل کې هېڅ عیب نه لرئ. تاسو په ټوله کې د ښه ژوند تېرولو لپاره ټولې اړینې وړتیاوې لرئ.
د هغه مشوره ورکونکي خبرې چې درته ویلي یې و: تاسو د منځنۍ کچې یو زده کوونکی یاست، ته کالج ته د تلو وړتیا نه لرې، دا ټول حذف کړئ. په اصل کې تاسو یو ممتاز او ذکي زده کوونکی یاست او تاسو په خپل وجود کې هغه زړی (تخم) لرئ، چې د ژوند لوړو پوړونو ته رسېدلی شی.
هغه خبرې هم هېرې کړئ چې د ژوند پخواني ملګري/ ملګرې مو درته کړې دي: تاسو ښکلي/ښکلې نه یاست، ته زما لپاره ډېر جذاب/ جذابه نه یاست. دا ټول حذف کړئ. تاسو یو شهکار یاست. تاسو یو ډېر مهربانه، ښکلي، جذاب او د ډېرې وړتیا څښتنان یاست.