ژباړه: محمد عزيز پردېس
د نومونو د ماناګانو او د هغو د ريښو په اړه پلټنه د ډېری کسانو ځانګړنه او عادت دی.
هر شخص د خپل ځان، ښار او يا هم د خپل هېواد نوم د مانا په اړه مالومات لري او د ښارونو د نومونو د ماناګانو په اړه څېړنه او تحقيق هم ځان ته مينه وال لري.
پراګ: پراګ Prah د چټک او سريع مانا ورکوي.
وين: وين د Window کليمې څخه اخېستل شوی دی او د روښانه مانا ورکوي.
بروکسل: بروکسل د مرداب سيمې د اوسيدونکو په مانا دی.
ونيز: په هندواروپايي ژبه کې (وٍن) د عشق او مينې مانا ورکوي.
سټانبول: په يونانۍ کې ( په ښار کې ) مانا جوړوي.
کي يف: کی يف د هغه د جوړېدونکي Kyi نوم څخه تخېستل شوی دی.
روم: د روم نوم د دې سيمې لومړني پاچا Romulus څخه اخېستل شوی دی.
آتن: نوموړی نوم په يوناني اسطورو کې د ساتونکې الاهې څخه اخېستل شوی دی.
فلورانس: فلورانس لاتينۍ کليمه ده چې د ( ګل ) مانا ورکوي.
ونکوور: ياد نوم د څېړونکي (جورج ونکوور) څخه اخېستل شوی دی.
ټورنټو: ټورنټو ( په اوبو کې ونې ) مانا ورکوي.
نيويارک: د نيو يارک نوم له (دوک يورک) څخه په کال ۱۶۶۴ کې اخېستل شوی دی.
بونس آيرس: نوموړی نوم هسپانيوي ريښه لري او د ( ښکلې هوا ) يا هم ( ملايم باد ) مانا ورکوي.
لاس آنجلس: په هسپانوي کې د پرښتو مفهوم ورکوي.
پترا: پترا د Petras کليمې څخه اخېستل شوی دی چې د تېږې او صخرې مانا لري.
شانګهای: د ( سيند شاوخوا او يا هم د سيند پر سر ) مانا ورکوي.
دُوبۍ: د Dibba کليمې څخه اخېستل شوی چې د ملخ مانا جوړوي.
هانکانګ: د خوشبويه او معطره بندر مفهوم لري.
پکن: د شمالي پلازمېنې مفهوم جوړوي.
رياض: رياض د بڼ او علفزار مانا ورکوي.
توکيو: د ختيځ پلازمېنې مفهوم څرګندوي.
سئول: د ښار د پلازمېنې مانا جوړوي.