د امریکایي میلیونر کیسه؛ یو وخت زوی سره په تشناب کې ویده کیده

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړن: بشر درویش
کریس گاردنر هغه امریکایي میلیونر دی، چې یو وخت د سخت غربت له کبله له خپل زوی سره په تشناب کې ویده کیده.
هغه اوس د نړۍ له مطرحو میلیونرانو څخه دی.
په دې مطلب کې به د دغه میلیونر د ژوند او لوړو ژورو کیسه درته وکړو:
دا سړی سختیو مات نه کړ!
کریس گاردنر هغه میلونر دی، چې د ژوند سختیو ځانته تابع او مات نه کړای شو.
دغه میلیونر یو وخت خورا غریب و، تردې چې دی او زوی یې له بېوزلۍ نه په تشناب کې ویده کیدل.
ده په هماغه وخت کې هم خپل همت نه و بایللی، د میلیونرۍ خوبونه یې نه لیدل، خو د دې ډاډ ورسره و، چې خوارۍ او زحمت به یې له سختیو حتماً را باسي.
د میلیونر کیسه څنګه پیل شوه؟
گاردنر په 1980 کې ۲۷ کلن و، هغه له یوه زوی سره یې په سان فرانسیسکو کې بې کوره شو.
نوموړی دغه وخت د یوه شرکت ټرینر و. له مېرمنې یې تازه بېل شوی و او له یوه زوی سره یې د سړکونو پر سر او عمومي تشنابونو کې د دې لپاره ژوند کاوه، چې د کور نیولو وسه یې نه لرله.
کله به چې عمومي تشنابونو نه وشړل شو، د اوسپنې پټلۍ په تمځایونو، پارکونو، کلېساګانو او کله به یې هم په دفتر کې د خپل کاري مېز لاندې خوب کاوه.
د خوراک څښاک له مخې یې هم وضعیت خورا بد و، عاید یې کم او د ګوزارې نه و.

د وخت په تېریدو سره دا نننی میلیونر پخپل کار کې چټکه وده کوي، مقام یې لوړیږي، له عادي کارمندۍ نه یې رتبه مدیریت ته رسیږي او په
1987 کې دې حد ته رسیږي، چې د خپل یوه شرکت د جوړولو لپاره پانګونه وکړي.
نن له هالیووډ نه تنګ دی
ګاردنر اوس ۶۲ کلن او د ۶۰ میلیونه ډالرو څښتن دی. هغه اوس دومره د نړیوالو د پام وړ ګرځیدلی، چې هالیووډ غواړي په ژوند یې فلم جوړ کړي.
دا میلیونر د سوداګریزو کارونو ترڅنګ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره هم مبارزه کوي.
هالیووډ ته د ده ژوند ځکه جالب دی، چې دا میلیونر په وړوکتوب کې هم له سختو مرحلو راوتی دی.
د ده د ژوند کیسه په ۲۰۰۶ کې خپره شوه، چې فلم پرې جوړ شو او د اسکار مشهوره جایزه یې وګټله.
دا میلیونر وایي: د بریالیتوب لوی دلیل یې د ښو انتخابونو کول او د لوړې ارادې لرل دي.
د ده په وینا ده غوښتل خپلو اولادونو ته دا وښیي، چې پلار یې څوک او څوک شو؟
د الهام بښونکې مور زوی
ګاردنر د ویسکانسین په میلواکي کې دې نړۍ ته راغلی. هغه هیڅکله خپل اصلي پلار نه و پېژندلی.
دی له خپلې الهام بښونکې مور او شرابي پلندر سره په یوه خورا فقیر چاپېریال کې لوی شوی.
دی یوه موده په یتیم خانه کې هم پاتې شوی او ګڼې ستونزې یې تجربه کړي.
ګاردنر وایي په ژوند کې ورته له مور څخه یې څوک ډېره الهام بښونکې نه وه.
د ده په وینا مور به یې ورته ویل: زویه! که هرڅه غواړې، هماغه څوک کیدای شي!
ګاردنر زیاتوي: له هماغه وخته یې په زړه کې لویدلې وه، چې همداسې به کیږي.
د همدې لپاره یې لوی خوبونه لیدل، نه نهیلی کیده او په ډاډه زړه مخته ته.
دا میلیونر دا هم وایي، چې مور یې ورته یوه ورځ ویلي وو: زویه! یو وخت به ته یو میلیون ډالر ولرې.
د پرمختګ پړاوونه
ګاردنر د طب پوهنځی لوستی و، بیا یې ۴ کاله د امریکا له سمندري ځواک سره دنده ترسره کړه.
په ۱۹۷۴ کې سانفرانسیسکو ته لاړ، هلته یې طبي وسایل پلورل، ژوند یې ښه و، خو یو ځل را وغورځیده او ډېر وځپل شو.
له مېرمنې نه جلا والی او په تشناب کې د ویده کیدو مرحله یې په همدغه وخت کې وه.
ګاردنر د خپل ژوند په اړه په فلم کې هم کار کړی. د هغه ژوند په ۲۰۱۲ کې ترهغې وروسته بدل شو، چې ۵۵ کلنه مېرمنه یې د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوه.