د جنسي تیري د تور له امله رونالډو له لوبډلې کیښنول شو

سپینه تجريدي ډیزاین

د یوې امریکایې مېرمنې له خوا په جنسي تیرې او دوکې تورن لوبغاړي کرسټيانو رونالډو د پرتګال له لوبډلې کېنول شو.
د امریکایې رسنیو د خبر له مخې؛ رونالډو به پولینډ او سکاټلینډ سره په راتلوونکو دوستانه سیالیو کې ونه لوبیږي.
کرسټیانو رونالډو د پرتګال لوبډلې مشهور لوبغاړی دی.
امریکایي رسنۍ وایي؛ په روان میاشت کې به د پولینډ او سکاټلینډ سره د پرتګال په دوستانه سیالۍ کې کرسټیانو رونالډو ونه لوبیږي او لوبډله به یې بغیر له دغه مهم لوبغاړي میدان ته ښکته شي.
د پرتګاله لوبډلې د کرسټیانو رونالډو د کېنولو خبر داسې مهال خپریږي چې څو ورځې وړاندې د امریکا د لاس ویګاس یوې مېرمنې کیتهرین می یئرګا له خوا پرې د دوکې او جنسي تیري تورونه پورې شول.

د پرتګال د فوټبال فیدراسیون تر اوسه په دې تړاوو چې ولې یې کرسټیانو رونالډو له لوبډلې کېنولی څه نه دی ویلی، خو دا هم کیدای شي چې خپل رونالډو په دغه سیالیو کې له لوبېدو بخښنه غوښتې وي.
مخکې د پرتګال د فوټبال فیدراسیون مشر فرنانډو ګومز په یوه مرکه کې د رونالډو په تړاو ویلي وه، چې له ډېر پخوا یې پيژني او هغه همېشه یو مهربان او د ښه شخصیت څښتن دی.
په خپله رونالډو پر ده لږیدلي جنسي تیري تورونه رد کړي ول، خو امریکایې مېرمنې کیتهرین مي يئرګا پرې دعوه کړې وه چې په ۲۰۰۹مېلادي کال کې یې د جنسي تیري د معاملي پټولو پخاطر ورته لکونه ډالر ورکړی وه او دا ثبوت ورسره تر اوسه هم موجود دی.