د چین په لرغوني ښار کې اسمانڅکه ودانۍ؛ چینایان ولې لوړې ودانۍ جوړوي؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري
نن سبا د لوړو ودانیو جوړول که له یوه لوري ښکلا ده، له بل لوري له کمې ځمکې ډېره ګټه اخیستل هم دي، او هېوادونه هڅه کوي په کمه ځمکه لوړې ودانۍ جوړې کړي او ډېر نه ډېره ګټه ترې واخلي، له بل لوري دغه ودانۍ سیلانیان هم ور ماتوي او خلک یې لیدلو ته ورځي چې دغه چاره په خپله د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لامل کېږي.
Canton-Tower-2.jpg
چین چې ورو ورو د نړیوال اقتصادي ځواک په توګه را پورته کېږي د نړۍ د هغو هېوادنو په سر کې ځای لري چې ډېرې لوړې او اسمانڅکې ودانۍ لري. د چین ډېرې لوړې ودانۍ د نړۍ د لوړو ودانیو په نوم لړ کې ثبت شوي دي، داسې ښکاري تر څو چې د چین وګړي دا ثابته نه کړي چې د لوړو ودانیو په جوړونه کې ځانګړی مهارت لري او پرته له هغو څخه د نړۍ هېڅ هېواد لوړې ودانۍ نه شي لرلای، د ودانیو له جوړولو نه لاس نه اخلي.
Canton-Tower-35931-1.jpg
نن د چین د یوې داسې اسمانڅکې ودانۍ په اړه مالومات درکوو چې د یاد هېواد په یوه لرغوني ښارکې د پېرل سیند په غاړه واقع ده، زمونږ لیکنه تر پایه ولولئ!

Canton-Tower-4-1.jpg
د نړۍ ډېر خلک داسې ګومان کوي چې چین د دې لپاره دومره لوړې ودانۍ جوړوي چې خپل اقتصادي ځواک نړۍ ته وښیي، د خلکو په ګمان چې د دغو اسمانڅکو ودانیو پر مټ چین غواړي ټولې نړۍ ته د اقتصاد په برخه کې ځان ترټولو پیاوړی هېواد ښکاره کړي، او دا خبره تر ډېره بریده سمه او پر ځای ده او د هر چا او د چینایانو اصلي موخه همدا ده عقل یې منيcanton-tower-guangzhou-2.jpg
ګوانګجو ، چې د کانټن په نوم هم پیژندل شوی او پخوا د کوانګچو په نوم مشهور و ، د چین د سویلي ګوانګ ډونګ ولایت پلازمینه کې ډېر نفوس لرونکی ښار دی، دغه ښار د پېرل سیند په غاړه د هانګانګ د شمال ختیځ په ۱۲۰ کیلومټرۍ او د ماکاو Macau سیمې په ۱۴۵ کیلومټرۍ کې واقع دی چې تر ۲۲۰۰ کلونو ډېر تاریخ لري، او د ورېښمو د سوداګریزې بحري لارې مهم بندر وو چې اوس مهال هم د چین د مهمو سوداګریزو او لېږدرالېږد مرکز او د چین د درې وو سترو ښارونو له ډلې یو دی.

د ګوانګجو ودانۍ چې په ګوانګجو ښار کې پېرل د سیند په غاړه دنګه ولاړه ده، او د دغه اوسیدونکو ته یې يوه ښکلې او زړه راښکونکې منظره وړاندې کړې ده.

Canton2-1.jpg

د ګوانګجو مالي مرکز Finance Center Guangzhou اسمانڅکه ودانۍ د چین د نورو اسمانڅکو ودانیو په څېر ډېره لوړه ده او ۵۳۰ متره لوړوالی لري، خو د ګوانګجو ودانۍ توپیر د چین له نورو اسمانڅکو ودانیو سره دا دی چې ګوانګجو تر نورو لوړو ودانیو ډېر پوړونه لري او د پوړونو شمېر یې۱۱۲ ته رسېږي، معمارانو او طراحانو له دې امله ګوانګجو ودانۍ ته دومره ډېر پوړونه ورکړي دي، چې هغوی غوښتل په چین کې د سوداګرۍ لپاره تر ټولو لوی او مناسب ځای جوړ کړي، او د چین سوداګرۍ ته خورا پرمختګ ور په برخه کړي، چیني طراحانو ورورسته له دې چې دغه ودانۍ جوړه کړه خپلې دغې لوړې موخې ته و رسېدل او د ګوانګجو ودانۍ د  چین په تر ټولو ستر سوداګريز مرکز بدل شو.Canton.Tower_.original.4579-1.jpg

د ګوانګجو اسمانڅکې ودانۍ د جوړونې چارې په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې پای ته ورسېدې او اوس مهال دغه ودانۍ د نړۍ په لسو لوړو ودانیو کې شپږم ځای لري.

thum_39-canton-tower.jpg

د دغه ودانۍ طراحي داسې شوې ده چې د دغې اسمانڅکې ودانۍ رسټورانټونه او اداري مرکزونه یو ځای جوړ شوي دي، او پیرېدونکي د دې ترڅنګ چې خپلې اداري چارې ترسره کوي کولای شي د دغې ودانۍ د رسټورانټونو له خوندورو خوړو څخه هم ګټه اخیستلای شي.Canton-Tower-1.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.