ليکنه: محمد عزيز پردېس
د الهي قوانيونو په رڼا کې ټول انسانان واجب الحترام دي، هېڅ انسان د بل انسان څخه غوره نه دی؛ مګر په تقوا، پوهې او وړتيا کې.
د نبي کريم (ص) شاوخوا ته په هغه وخت کې بلال حبشي، سلمان فارسي، صهيب رومي او داسې نور اصحاب کرام (رح) چې د نړۍ له مختلفو سيمو څخه يوازې او يوازې د وړتيا، پوهې او تقوا په اساس راټول و، د پورته خبرې غوره دليل او مثال دی.
په دې ليکنه کې به تاسو درنو لوستونکو ته د شخصيت د سپکاوي د زيانونو په اړه لنډه مالومات درکړو:
ماشومان هم د لويانو په څېر په دې برخه کې ډېر حساس دي او د شخصيت سپکاوی ورته ډېر بد تمامېږي، زړه ماتې کېږي او په راتلونکې کې د یو بې جراته شخص په توګه ټولنې ته وړاندې کېږي.
له بده مرغه دلته په افغانستان کې دې برخه کې هم ډېرو ستنونزو سره مخ يوو.
په مجلس کې د ماشوم د يوې عادي تېروتنې په سر د هغه رټل، د اولادنو ترمنځ په څرګند ډول پرتليز چلند کول، د کورنۍ د نورو غړو ترمنځ د يوه/ يوې ماشومې رټل، تل په کورنيو او نورو مجلسونو کې د ماشوم ملامتول، د نورو د اولادنو سره پرتله کول… دا ټول که قصداً، عادتاً او سهواً وي؛ د ماشوم شخصيت ته سپکاوی او د هغه تدريجي ناکامول او وژل دي.
د نورو په پرتله ماشومان په دې برخه کې ډېر حساس دي او زيات زيان ويني، پلار او مور او د کورنيو نورو مسولو غړو ته پکار ده چې په دې برخه کې له پوره احتياط څخه کار واخلي؛ ځکه دا موضوع د ماشومانو په راتلونکې باندې ژور اغېز لري.
په ځينو کورنيو کې که د کورنۍ مشران سهواً يا قصداً د يو ماشوم سره ناوړه چلند کوي او يا يې د نورو په مخ کې رټي، نو د کورنۍ نور غړي او حتا د کورنۍ نور کوچنيان عادت اخلي او د مشرانو لخوا رټل شوي ماشوم سره دوی هم ناوړه چلند کوي؛ چې دا په حقيقت کې د ماشوم له بربادۍ څخه پرته بل څه نه دي.
ځيني ماشومان ذاتاً په خپل وجود کې يوه ستونزه لري او يا هم بې جرئته وي او يا ورته ستونزې لري، دلته د کورنۍ مشرانو ته پکار ده چې يادو ماشومانو سره په آرامه فضا کې، يو په يو کښېني، نصيحت ورته وکړي، لارښوونې ورته وکړي، ويې هڅوي او دا ورته تلقين کړي چې ته نيمګړې / نيمګړی نه يې.
په ښوونځيو او نورو تعليمي بنسټونو کې ښوونکو او نورو اړوندو مسولينو ته پکار ده چې په دې برخه کې جدي اوسي او د هغو زده کوونکو سره چې په دې برخو کې د ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، همکاري وکړي، ويې څاري او ملاتړ يې وکړي او همدرانګه په څرګنډ ډول د زده کوونکو له رټلو او بد او رد ويلو څخه ډډه وکړي.