له ماشومانو سره د غوره چلند لپاره لس مهم ټکي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: عطا محمد میاخېل
بدني سزا ماشومانو ته ناسم څیزونه ور زده کوي، له لاندې ټکو څخه په ګټه اخیستنې د چلند تر ټولو غوره ډول زده کړئ.
۱ ـــ کله چې یو لوی انسان ماشوم وهي، ماشوم د عاجزۍ او ناهیلۍ احساس کوي. دا احساسات د دې سبب ګرځي، چې ماشوم پرېښانه او غوسه ناک شي.
خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې تاسو غواړئ، هغوی څنګه کړنې ترسره کړي، ځکه ماشومان په دې باندې نه پوهېږي، چې کوم کار سم دی او کوم ناسم؟ د هغوی د روزلو لپاره زغم ولرئ.
۲ ـــ د یوه ماشوم وهل او ټکول، هغه ته د ستونزو د حل لاره نه ور زده کوي، یوازې دا ورزده کوي، چې د ځان په اړه بد احساس ولري او شخصیت یې را ټیټ شي. ټیټ شخصیت کولای شي، د عمر تر پایه له ماشوم سره پاتې شي. په هغه څه باندې ډېر زیات پام کوئ، کوم چې له خپلې خولې څخه یې را بهر کوئ. د کلمو مانا کولای شي، هغه ته د وهلو او ټکلو په کچه زیان ورسوي.
۳ ـــ بدني سزاد د دې سبب ګرځي، چې ماشوم خواشینی، اندېښمن او غوسه شي، د دښمنۍ احساس وکړي او وغواړي، چې غچ واخلي.
د خبرو اترو له لارې خپلو ماشومانو ته ورزده کړئ، چې تېروتنه یې کړې ده. تر کله چې هغوی کوچني دي، په دې باندې ځان ډاډمن کړئ، چې د کور په قوانینو باندې پوهېږي. دا د خوندیتوب قوانین، د خوب پرمهال، د خوړو خوړلو پرمهال او داسې نور ….. دي.
۴ ـــ بدني سزا د دې سبب ګرځي، چې ماشومان د سم او ناسم ترمنځ توپیر ونه شي کړای.
خپلو ماشومانو ته ورزده کړئ، چې د خپلو احساساتو د بیانولو لپاره، له غیرو مضرو تګلارو څخه کار واخلي، له دې وروسته یې احساسات ومنئ او هغو ته دا ښکاره کړئ، چې پوهېږئ او ورته پام مو دی.
۵ ـــ کله چې تاسو ماشوم ته سزا ورکوئ؛ دا په دې مانا ده، چې ستاسو کار سم دی او په حقه یاست. دا چلند د دې سبب ګرځي، چې ماشوم له لویانو څخه تقلید وکړي او په راتلونکې کې نورو ته زیان ورسوي.
۶ ـــ بدني سزا د ماشومانو احساساتو ته زیان رسوي، په ښوونځي کې یې نمرې راټیټېږي، دغه راز په ښوونځي کې د دوستانو په پیدا کولو کې ستونزه پیدا کوي.
هغوی ته پام وکړئ، ښه کارونه یې وستایئ او اجازه ورکړئ، ماشوم په دې باندې پوه شي، چې له هغه سره د شتون په خاطر یې مینه لرئ.
۷ ـــ سزا او له ماشوم سره بد فزیکي چلند، هغه ته دا ورزده کوي، چې زه بد یم او تر کومه ځایه چې کولای شم، باید  خپلو بدو حرکاتو او چلندونو ته دوام ورکړم.
کله چې ماشوم مو بې ادبي کوي، ډېر ژر غبرګون مه ښکاره کوئ. هغه ته وخت ورکړئ. دا مسئله ماشوم مو د لنډې مودې لپاره، له تاسو څخه جلا کوي، هغه په څوکۍ باندې کېنوئ او یا د یوې لنډې موډې لپاره یې په کوټه کې بنډ کړئ، له دې وروسته اجازه ورکړئ، کله چې وې کولای شول، چې خپل ځان کنټرول کړي، له تاسو سره یو ځای شي. دا هغه ته ورزده کوي، چې تاسو د ښه چلند په خاطر بریالي شوي یاست.
۸ ـــ بدني سزا به هېڅکله ماشوم ته ښه او سم چلند ور زده نه کړي.
هغه مه وهئ. کوم ماشوم، چې زیات وهل او ټکول خوري، دنننی کنټرول یې پراختیا نه پیدا کوي، هغه نورو کسانو ته ګوري، ترڅو ورته ووایي، چې سم او ناسم څه دي. دغه راز ماشوم به داسې فکر وکړي، پر ځای د دې، چې ووایي زه نباید بې ادبي وکړم، ځکه چې بې ادبي بد کار دی، وایي، چې  زه نباید خپلسري وکړم، ځکه چې بدني سزا به راکړل شي.
۹ ـــ فزیکي سزاد په هر صورت کې د ماشومانو د وېرېدو سبب ګرځي.
خپل ځان کنټرول کړئ، له دې څخه هېڅ څیز غوره نه دی، چې والدین د هغه ماشوم په وړاندې، چې له کنټرول څخه بهر دی. آرام واوسي. ماشومانو ته دا ورزده کړئ، چې خپله غوسه کنټرول کړي او ځانته دا اجازه مه ورکوئ، چې هغه ته توهین وکړئ، ځکه په دې کار سره، د هغه غوسه یو وار بیا را ژوندۍ کوئ، په یاد ولرئ، چې تاسو لویان یاست.
۱۰ ـــ کله وخت، چې والدین ډېر ستړي او ستومانه دي، د ماشوم له ژړا سره سم، هغه پورته پورته غورځوي. د ماشوم ړندېدل، مغزو ته یې زیان رسېدل، یا حتا د ماشوم مړینه کولای شي، د دې کړنې پایله وي.
د خپلو ماشومانو د روزنې لپاره، له خپلو دوستانو یا ښو مشاورینو څخه مرسته وغواړئ، د والدینو له ډلو سره یو ځای کېدل او له تجربه لرونکو میندو او پلرونو سره خبرې کولو ته لومړیتوب ورکړئ، د ماشومانو او د هغوی د روزنې په اړه له بېلابېلو لارو څخه زده کړې تر لاسه کړئ.