ماشومان ولې ډېرې پوښتنې کوي؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: نسیمه محمدي
د معمول سره سم کورنۍ د ماشومانو ډېرو خبرو کولو ته اندېښمن دي، په داسې حال کې چې ژبه د ماشومانو د شناختي ودې په توګه یو عامل ګڼل کېږي. د دې رفتاري غبرګون څخه، د ماشوم د ارتباطي مهارت د پیاوړتیا ټکی څرګندېدای شي.
د متخصصانو د نظر په اساس، د ځیرک او هوښیار ماشوم یو تشخیصي اصل، پر خبرو ژر حاکمیت دی، یعنې د ماشومانو شناختي وده، که چېرې د درې تر درې نیم کلنۍ وروسته خبرې وکړي په ځنډ سره تر سره کېږي، مګر د ماشومانو ډېرې خبرې کول زیاتره مواردو کې د کورنۍ د پاملرنې د راجلبولو لپاره څېړل شوې ده. شاید تر اوسه مو څو ځلي پام شوی وي کله چې میندې د ډېر وخت لپاره په ټېلفون کې غږېږي، ماشوم د اوږدو خبرو او پرلپسې پوښتنو سره هڅه کوي د مور پاملرنه ځانته واړوي.
روانپوهان د دې ډول چلندي غبرګونونو ريښه، د ماشوم له لوري د کورنۍ پاملرنې جلبول ګڼي. ماشومان تل د زده کړې او د شاوخوا چاپېریال د لیدلو په حال کې دي او د حال زمانه درک کوي. هغوی غواړي د چاپېریال په اړه معلومات تر لاسه کړي، نو له همدې امله ډېر غږېږي او تل پوښتنې کوي.
ماشومان فکر کوي والدین د ټولو پوښتنو په ځواب پوهېږي، له همدې امله پوښتنې کوي او احساسوي هر څه لامل لري او د پوښتنو کولو سره کولای شي په بېلابېلو مسایلو پوه شي.
نو کله چې ماشوم له مور پوښتني: « ولی د هغه قد دومره لوړ دی؟» مه حېرانېږئ کله کله ماشوم د تشویش او استرس د کموالي لپاره، پوښتنه کوي. ماشوم له حیواناتو ډارېږي او پوښتي« ولې هغه سپی دومره غپېږي؟» ځينې وختونه هم ماشوم په خبرو او پوښتنو کولو پيل کوي تر څو د مور او پلار سره اړیکه ټینګه  او هغوی ته نېژدې شي. ډېری وختونه کورنۍ د اولادونو پوښتنو ته ځوابونه وايي، دوی بیا هماغه پوښتنه کوي او وایي ولې؟ کورنۍ ممکن د دې لپاره چې مُدام د ماشومانو پوښتنو ته ځوابونه وايي په تنګ شي. کله کله دوی نه پوهېږي ماشوم څه غواړي، چې د دوی له توضېحاتو سره سره بیا هم نه قانع کېږي.
نو ښه ده پوښتنو ته له ځواب ورکولو وړاندې په خپله له دوی وپوښتئ تر څو پوه شئ د هغوی موخه څه ده او له تاسې څه غواړي؟ دوی پرلپسې پوښتنې کوي ځکه ستاسې په ځواب او هغه څه چې دوی یې غواړي پوه شوي ندي. کوم څه چې هغوی نه دي تجربه کړي پرې پوهېدای نشي. د مسایلو په اړه د ماشوم لید توپیر کوي، نو ځکه باید د هغوی د عمر سره سم ځواب ورکړئ او د ماشوم د تکراري پوښتنو اورېدو ته چمتووالی ولرئ، ځکه هغوی باید یو مطلب څو ځلي په ذهن کې تېر کړي تر څو یې درک کړي.
ماشومان زیاتره هغه پوښتنې کوي چې ځوابول یې ستونزمن وي.
کله کله د ماشومانو پوښتنې ستاسې د خجالت لامل ګرځي د بېلګې په ډول له ماشوم سره مو مارکېټ ته ځئ، هغوی چیغه کوي او وايي:« هغه کس ولې دومره چاغ دی؟» حېرانېږي او له تاسې داسې پوښتنه کوي، چې ستاسې د خجالت لامل ګرځي.
په دې ډول حالاتو کې غوره ده ماشوم ته ډېر لنډ او ګټور ځواب ورکړئ، ووایئ « خدای پاک هغه دا ډول پيدا کړې»، وروسته هڅه وکړئ د بحث موضوع بدله کړئ او بل وخت ورسره په دې اړه وغږېږئ. که د خپلو ماشومانو له ډېرو پوښتنو کولو په تنګ یئ، مجبور نه یئ تل هغوی ته ځواب ووایئ. کله هم د سر په ښورولو هغوی پوه کړئ چې خبرو ته یې متوجه یئ. کله چې ماشوم پوه شي تاسې یې خبرو ته غوږ یئ، همدا دوی ته بسنه کوي.