قهوه یي رنګه سترګې او په زړه پورې ځانګړتیاوې یې!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: نسیمه محمدي
کله چې د سترګو د رنګ له مخې د شخصیت پېژندنې یادونه کېږي، یو یې هم د سترګو قهوه یي یا خرمایي د رنګ دی. هغه خلک چې د نورو د جلبولو لپاره ځانګړې ځانګړتیاوې لري.
قهوه یي رنګ سترګو درلودونکي کومې ځانګړنې لري؟
د شخصیت پېژندنې یوه برخه د سترګو رنګ دی. هغه رنګ چې تر یوه حده رفتاري او شخصیتي رازونه څپړي. په دې برخه کې د قهوه یي سترګو سره آشنا کېږو. قهوه یي رنګ چې ټول یې مجذوب دي.
د قهوه یي سترګو درلودونکي کسان د نورو د اعتماد وړ او نورو ته د اعتماد او ډاډ ورکولو ستر قدرت لري.
دا ډله خلک خپلو مخاطبانو ته د ډاډ او اعتماد په نفس حس لېږدوي. له همدې امله په آسانۍ سره کولای شئ هغوی قانع او همدارنګه ژر په تاسې باور کوي او حتی د ژوند ستر رازونو په اړه تاسې ته وایي. دا کسان د ملګرو لویه کړۍ لري او ډېری خلک له دوی سره د ملګرتیا لپاره لېواله دي. د قهوه یي سترګو درلودونکي د انرژۍ څخه سرشاره روحیه لري او د دې لامل ګرځي له ژوند څخه ډېر راضي او خوند واخلي. ارواح پوهان په دې باور دي د دې رنګ سترګو کسان د ژوند د ستونزو یا ناروغۍ سره په ښه ډول مخ کېږي. قهوه یي سترګو کسان احساسي او د خواله کولو اهل دي، چې په آسانۍ او ډېر ژر ژاړي او اوښکې تویوي.
هغوی د خپلو دوستانو، کورنۍ، د ژوند ملګرې/ ملګري او نېږدې خپلوانو سره ډېره ژوره مینه لري او تل خپل انسان خوښوونکی حس پالي. دا کسان باید ډېر احتیاط کاره اوسي، تر څو د دوی بشر دوستانه حس څخه ناوړه ګټه وانخېستل شي. که د ژوند ملګرې/ ملګری مو قهوه یي سترګې لري، کولای شئ د غوره فتونوو په درلودلو سره پر هغوی وویاړئ.
سرچینه: نمناک