دا خبره به مو ډېره اوریدلې وي، چې یو شمېر سیاستوال، هنرمندان، ټولنیز شخصیتونه او حتا ماشومان زړه ته لاره کوي، په انسان ښه لګي، یا خلکو ته د متفاوتو خواصو له کبله یې ډېر ګران دي.
داسې خلکو ته مختلف اصطلاحات استعمالیږي؛ زموږه عامیانه اصطلاح دا ده، چې په سړي ښه لګي، یا دا چې: زړه ته لاره کوي او یا داسې نور…
په نړیواله کچه داسې خلکو ته کاریزماتیک اشخاص وېل کیږي.
خو کاریزماتیک ولې ورته وایي یا په نړیواله کچه د جذابو او زړه وړونکو شخصیتونو ځانګړنې او معیارونه کوم دي؟
په دې مطلب کې به همدا موضوعات بحث کړو.
کاریزما څه ته وایي؟
کاریزما د ډېر جذابیت لرلو په مانا تعبیریږي. د ډېرې ممتازولۍ، د ستاینې وړ او خوښې وړ مانا هم لري.
کاریزما د یوناني ژبې له (خاریسما) کلیمې څخه اخیستل شوې ده.
خاریسما بیا د یوناني ادبیاتو د یوې افسانوي نجلۍ (خاریس) څخه اخیستل شوی دی. دغه نجلۍ د ښایست او جذابیت د سمبول په توګه پېژندل شوې وه.
له دې کبله هغو کسانو ته، چې د ډېر جذابیت خواص او وړتیا لري، کاریزماتیک اشخاص وېل کیږي.
د کاریزما اصطلاح او مختلف علوم
په مختلفو علومو کې یاده اصطلاح په مختلفو بڼو کارول شوې ده.
د ټولنپوهنې علم د کاریزما اصطلاح د قدرت او مشروعیت د سرچینې په توګه پېژني.
په سیاسي علومو کې بیا لویو رهبرانو ته دغه اصطلاح کاروي.
چرچیل، هیټلر، گاندي، جان اف.کینیډي او .. . د سیاست، مرلین مونرو، همفري بوگارټ، کلارک گیبل، جیم موریسون، مدونا او … . د موسیقۍ او سېنما او نور ګڼ خلک د نورو برخو کاریزماتیک اشخاص ګڼل کیږي.
ذاتي که کسبي؟
د کاریزماتیکو اشخاصو ځانګړنې تر یوه ځایه ذاتي یانې طبیعي او تر یوه ځایه کسبي دي.
دلته به د دغو ځانګړنو لنډه معرفي درته وکړو:
د کلام وضاحت
کاریزماتیک خلک په وضاحت سره غږیږي، خلک یې په خبرو ډېر په اسانه پوهیږي.
دوی په خبرو کې عجله نه کوي او چېغې هم نه وهي. دوی خپلې خبرې په ښکلي، واضح او قاطع ډول کوي.
ښه اوریدونکي دي
کاریزماتیک خلک نورو ته ډېر ښه غوږ ږدي؛ داسې چې مقابل لوری فکر کوي په ډېر احترام او علاقه مندۍ یې خبرې اوریدل کیږي.
دوی غږیدونکو ته د نیږدې والي احساس ورکوي، حتا په یو ځل لیدو خلک ځانته جذبولای شي.
واقعي موسکا
کاریزماتیک خلک په واقعي ډول موسکي وي، دا موسکا هم دوی ښکلي کوي او هم ورسره مخامخیدونکي خلک خوشالوي.
موسکا، هم هغوی ته چې موسکي دي، انرژي ورکوي او هم هغوی ته انرژي او خوښي ورکوي، چې دوی په موسکي حالت کې ویني.
د سترګو اړیکه
کاریزماتیک خلک له خپلو مخاطبینو سره د سترګو اړیکه رامنځته کوي.
دا اړیکه هم احترام وړاندې کوي او هم مقابل لوری دوی ته داسې جذبوي، چې خبرو ته یې د زړه له تله غوږ شي، درک یې کړي او په دقت سره خوند ترې واخلي.
له مختلفو فرهنګونو سره اشنایي
کاریزماتیک خلک د مختلفو سیمو له فرهنګونو، ژبو، لهجو، ادبیاتو، ارزښتونو، جغرافیې، اقلیم، کیسو او نورو مهمو مسایلو سره اشنا وي.
دوی له خلکو سره په مخ کیدو کې د هغوی اړوندو مسایلو باندې ورسره غږیږي او د خپلولۍ، خاص ارزښت او نیږدې والي احساس ورکوي.
زړوړتیا
کاریزماتیک خلک زړور وي، خطرونه مني، د مهمو او لویو پریکړو واک او زړه لري او په هغه وخت کې چې خلک او دوستان یې د لویدو خطر سره مخ وي، دوی یې یا خطر پرخپل ځان مني او یا هغوی ته تکیه جوړیږي.
خلاص لاس لري
کاریزماتیک خلک خپلو دوستانو ته ډالۍ، مېلمستیاوې او نورې نازونې لري.
دوی خپل دوستان او خلک تر ممکنه حده خوشاله ساتي.
د احساساتو بیان
کاریزماتیک خلک په ډاډه زړه خپل احساسات بیانوي؛ حتا که دا بیان د لږو یا ډېرو بدې هم شي.
دا خلک د خپلو مینه والو ځکه خوښیږي، چې قاطع او غوڅ غږیږي او خپلو باورونو او ارزښتونو ته ارزښت ورکوي.