ژباړه: عطا محمد میاخېل
موږ ټول ځینې ځانګړنې لرو، چې نه مو خوښېږي او غواړو خپل ځان ته بدلون ورکړو، خو څنګه په خپل ځان کې دا بدلون رامنځته کړو؟ موږ به تاسو ته ووایو. که داسې احساس کوئ، چې د ژوند تګلوری مو ناسم دی، نو باید په هغه کې بدلونونه رامنځته کړئ. د دې بدلونونو لپاره لڼد مهالې او اوږد مهالې موخې وټاکئ او یوه بېلګه پیدا کړئ، چې تاسو ته په دې لاره کې لارښوونه وکړي.
لومړی بدلون درک کړئ
له ځانه وپوښتئ آیا زه دا ډول بدلون غواړم؟ د یوه بدلون د رامنځته کولو لپاره باید واقعاً هغه ومنئ، د خپل ژوند د ټولو اړخونو په اړه فکر وکړئ او دا چې آیا غواړئ هغو ته بدلون ورکړئ؟
د خپل ژوند تګلوری وارزوئ
دا درک کړئ، چې د ژوند کوم یو فعالیت مو بدلون ته اړتیا لري.
که په دې باور یاست، چې نه شئ کولای دا بدلونونه رامنځته کړئ، نو ځان د ماتې لپاره چمتو کړئ. دم ګړۍ، چې پوه شوي یاست، غواړئ بدلون وکړئ، باید په دې باندې پوه شئ، چې آیا د بدلون وړتیا لرئ، کېنئ او له ځان سره فکر وکړئ:
ـــ د بدلون وړتیا ته اړتیا لرئ.
ـــ د بدلون وسایلو ته اړتیا لرئ.
ـــ د بدلون وخت ته اړتیا لرئ.
ـــ د بدلون لپاره ملاتړ ته اړتیا لرئ.
له ځان سره رښتیني واوسئ او په خپل ذهن کې له ځانه توپیري انځور مه جوړوئ.
له خپلو دوستانو څخه پوښتنه وکړئ، چې ستاسو په اړه څه فکر کوي؟ که له هغه ذهنیت سره توپیر ولري، کوم چې تاسو له خپله ځانه یې لرئ، یانې له ځان سره رښتیني نه یاست.
هغه تصمیمونه، چې د ورځې په اوږدو کې یې نیسئ، لامل یې وارزوئ، د دې تصمیم نیونو لامل تاسو هغه ځای ته رسولي یاست، په کوم کې چې اوس یاست. د بدلون لپاره د نویو دلیلونو پربنسټ تصمیم نیونه وکړئ. د بېلګې په توګه: که تصمیم مو نیولی وي، چې په کور کې پاتې شئ او له خپلو دوستانو سره بهر لاړ نه شئ، د دې تصمیم نیونې لامل وارزوئ.
پایلې ولیکئ، د دې پروسې لپاره یوه وروستۍ موخه وټاکئ او هغه ولیکئ، په داسې ځای کې یې کېږډئ، چې ستاسو د سترګو په وړاندې وي او تاسو ته انګېزه درکړي.
یوه بېلګه پیدا کړئ
دا بېلګه کولای شي هرڅوک وي: له تاسو څخه ځوان او یا هم له تاسو څخه زوړ، یو دوست، یو له خپلو او خپلوانو څخه او یا هم یو نوموتی کس، هغه هماغه شخص دی، چې غواړئ د هغه په څېر واوسئ، د هغه په اړه څېړنه وکړئ او وګورئ، د دې لپاره، چې د هغه په څېر واوسئ، کوم کارونه باید له هغه څخه تقلید کړئ.
له مناسبو افرادو سره په اړیکه کې واوسئ، خپله شاوخوا له مثبتو کسانو څخه ډکه کړئ، هغه کسان، چې له تاسو سره ګډې موخې لري او هغه کسان، چې ستاسو اوسنیو موخو ته رسېدلي دي.
محسوسې موخې وټاکئ
خپلې ورځنۍ او اوونیزې موخې ولیکئ، باید یوه ستره موخه په کوچنیو موخو باندې ووېشئ، هره کوچنۍ موخه د وروستۍ پایلې په لور یو ګام دی، دا موخه باید محسوسه او د اندازه کولو وړ وي.
د بېلګې په توګه: یو غوره انسان شم، یوه محسوسه موخه نه ده، بلکې باید ولیکئ، هره ورځ باید د نورو لپاره دوه ښه کارونه ترسره کړم او یا مه وایئ، باید ډېر زیات ورزش وکړم، بلکې باید ووایئ، چې په اوونۍ کې باید څلور ځله ورزش وکړم او موخه محسوسه کړئ. که نه شئ کولای، خپلو موخو ته ورسېږئ، نو بدلون پکې رامنځته کړئ، باید موخې مو رښتینې او واقعي وي. د بېلګې په توګه: که موخه مو دا وي، چې د ورځې ۷ ساعته مطالعه وکړئ، خو د کاري پروګرام او درس په خاطر نه شئ کولای، چې دا کار ترسره کړئ، نو پکې بدلون رامنځته کړئ او وخت یې ۴ ساعتونو ته راټیټ کړئ.
خپلې کوچنۍ بریاوې ومنئ او وې لمانځئ، همدا کوچنۍ موخې دي، چې تاسو پایلې او وروستۍ موخې ته رسوي.
خپل بدلونونه وارزوئ
ښایي په پیل کې خپل بدلون ته مو پام نه شي، خو که چېرې کېنئ او هغې موخې ته وګورئ، کومه چې د کاغذ پرمخ مو لیکلې ده، نو حیرانېږئ، چې څنګه په کوچنیو بدلونونو سره توانېدلي یاست، هغه څه ته ورسېږئ، کوم چې غوښتنه مو یې لرله او په بشپړه توګه بدلون وکړئ. نوې موخې وټاکئ، کله چې خپلې موخې ته ورسېدئ، نو مه درېږئ او له بریا څخه د دې لپاره، چې یوه غوره فرد شئ، انګېزه واخلئ. د تېر په څېر یوه ستره موخه وټاکئ او هغه په کوچنیو موخو باندې ووېشئ، په دې صورت کې په یوه موخه لرونکي فرد باندې بدلېږئ.