چمپینز لیګ؛ هرڅه برعکس شول، اجاکس څه بارسلونا هم بهر شوه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: فضل الله فضلي
تېره شپه د اروپا اتلانو لیګ پایلوبي ته د وتلو لپاره ټاټنهام خپل غچ له اجاکس څخه په خپل کور کي ۳ پر ۳ واخیست او د اروپا اتلانو لیګ پای لوبي ته یې لاره پیدا کړه.
همدارنګه وړمه شپه بارسلونا د لېورپول پواسطه په دوهمه لوبه کي ۴ پر صفر ماته سوه او لېورپول د لسم ځل لپاره د ياد لیګ پایلوبي ته ووتئ.
په یاده لوبه کي لیونل میسي د لېورپول خلاف سختي ضربې وکړې، خو بریالی نسو چي د لوبډلي لپاره یو ګول هم ووهي، خو په مقابل طرف کي د لېورپول لوبډلي بریدګر لوبغاړی محمدصلاح هم په لوبه کي نه وو، ولي بیا هم لېورپول په زړه پوري شاتګ وکړ او د بارسلونا هغه خوب چي ددې کال د دریو کپونو ګټل وو، له تعبیر وایستی.
وروسته له لسو کلنو ټاټنهام او لېورپول کلبونه یو د بل پر وړاندي سرسخت سیالان دواړه انګلیستاني کلبونه دي، چي د روان عیسوي کال د جون میاشتي پر اوله نېټه د هسپانیې په ماډريډ کي د اروپا اتلانو لیګ د جام ګټلو لپاره سره لوبیږي.
106836336 liverpool چمپینز لیګ؛ هرڅه برعکس شول، اجاکس څه بارسلونا هم بهر شوه
ریال ماډریډ، اث میلان او بایرن مونیک هغه کلبونه دي، چي تر ټولو ډېر د یاد لیګ پای لوبو ته وتلي دي.
پوره اووه کاله وروسته د یاد لیګ کپ انګلیستان ته تلونکی دئ او د اروپا د اتلانو د دې فصل پایلوبه د کلبونو په سطحه درېیمه پایلوبه ده، چي دواړه کلبونه یي د انګلستان څخه دي.
د اروپا اتلانو لیګ تېر فصل د هسپانيې مشهور کلب ریال ماډريډ د انګلیستاني کلب لېورپول څخه ۳ پر ۱ ګټلی وو.
د اروپا اتلانو لیګ یا چمپینز لیګ هر کال د اروپايي پیاوړو ۳۲ کلبونو ترمنځ ترسره کیږي.
تر دې مهاله ټاټنهام هیڅ یو کپ د اروپا اتلانو لیګ نه دئ ګټلی، خو لېورپول او بارسلونا پنځه ځلي او ریال ماډریډ تر ټولو ډېر ۱۳ ځلي ګټلی دئ.