فوټبال؛ بایرن مونیخ د شپږم ځل لپاره د چمپېنزلیګ اتلولي خپله کړه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
لیکنه: محمدصابر حمیدي

تېره شپه د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ(چمپېنزلیګ) پایلوبه د پاستژرمېن او بایرن مونیخ فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې بایرن مونیخ لوبډلې بریا خپله کړه او د شپږم ځل لپاره یې د نړۍ تر ټولو د قوي او نامتو لیګ اتلولۍ ته ځان ورساوه.
په یاده لوبه کې بایرن مونیخ د کومان په ګولوهني سره بریا ته ورسېد.
یاران uncategorized 1334 scaled فوټبال؛ بایرن مونیخ د شپږم ځل لپاره د چمپېنزلیګ اتلولي خپله کړه
بایرن مونیخ تر دې مخکي ددې لیګ اتلولي په ۱۹۷۴، ۱۹۷۵، ۱۹۷۶، ۲۰۰۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې خپله کړې وه.
یاران uncategorized 1335 scaled فوټبال؛ بایرن مونیخ د شپږم ځل لپاره د چمپېنزلیګ اتلولي خپله کړه
ریال ماډرید ۱۳، میلان ۷، بایرن مونیخ ۶، لیورپول ۶، بارسلونا ۵ او اژاکس فوټبال لوبډلې بیا په دې لیګ کي ۴ ځلي اتلولۍ ته ځان رسولی.
د فوټبال تر ټولو دا ستر لیګ هر کال د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې سږ کال ئې یو شمېر سیالۍ د کورونا ویروس له امله وځنډېدلې او وروسته په لوبغالو کې د مینوالو پرته ترسره سوې.