ژباړه: نسیمه محمدي
دا څښاکونه د بدن سربېره د مخ په چاغښت هم اثر لري او ډېر ګټور دي، چې د بدن او مخ د پوستکي د تقویې لپاره هم ګټه لري.
د چاغوالۍ لپاره د دې څښاکونو د چمتو کولو کړنلارې په بشپړ ډول تاسې ته روښانه شوي دي
لومړی: دا څښاک د غنمو او اوربشو د تیغنو د شتون له امله ډېر بډایه دی او د ماشومانو د ودې لپاره ډېر ګټور دی.
اړین توکي:
تازه شیدې—- څلور ګېلاسه
تخمر شوې اوربشې( رسېدلې او ترشې شوې)—– یوه د خوراک قاشغه
د اوربشو د تیغنو پوډر —– یوه قاشغه
د غنمو د تیغنو پوډر ——- یوه قاشغه
شات —– یوه قاشغه
د چمتو کولو کړنلاره:
ټول یاد شوي توکي سره ګډ کړئ تر څو د شربت په ډول چمتو شي. د ورځې په هره اندازه چې غواړئ وڅښئ.
د پاموړ
دا څښاک که ګرم وي، طبیعي خوب راوړونکی دی.
دویم:
ګرمې شیدې —— یو ګېلاس
شات ——- یوه قاشغه
د ګنو یا چغندر شیره —— یوه قاشغه
د چمتو کولو کړنلاره:
ټول توکي په مېکسر کې اضافه کړئ، تر څو توکي مخلوط شي، وروسته یې نوش چان کړئ. دا څښاک د هغو لپاره چې غواړي چاغ شي ډېر عالی څښاک دی.
درېم: دا چاغوونکی څښاک په هندوستان کې ډېر رواج لري.
اړین توکي:
شیدې —– دوه ګېلاسه
بوره ——- یوه قاشغه
خلال شوي بادام ——- یوه قاشغه
خلال شوې پسته —— یوه قاشغه
ګلاب ——- څلور قاشغې
د چمتو کولو طریقه:
لومړی شیدې جوش کړئ او وروسته بوره، بادام، پسته وراضافه او له حل کولو وروسته بوره او ګلاب سره ګډ او ښه مېکس کړئ. له ۱۰ تر ۱۵ دقیقو وروسته یې په اور کېږدئ او له سوړوالي وروسته یې په پخچال کې کېږدئ. همدا چې ساړه شي نور یې وخورئ.
څلورم: دا څښاک د شپېشتې د تیغنو د شتون له امله ډېر قوي او چاغوونکی دی.
اړین توکي:
اناناس —– ۱۰۰ ګرامه
وړه مڼه —– یوه دانه
شپېشتې —— یو موټی
سویا شیدې —– دوه ګېلاسه
د جوړولو طریقه:
د آناناس پوستکی لرې او اوبه یې د مڼې او شپېشتې سره واخلئ. د مېوې اوبه د سویا شیدو سره ګډې کړئ او لږ اندازه شپېشتې د ډیزاین او ښکلا لپاره پرې وپاشئ
سرچینه: بوعلي