
د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریزجام پېلېدو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د دې جام له پیل وړاندې لوبغاړي، کرکټ شنونکي او د لوبډلو لوبډلمشران د لوبډلو او لوبغاړو په اړه نظریات ورکوي.
دوی د لوبډلو په اړه وایي، چې پلانکۍ لوبډله به سږ کال نړیوال جام وړي او پلانکی لوبغاړی به ښه ځلېږي.
اوس تازه د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د لس لوبډلو د لوبډلمشرانو هغه څرګندونې رااخېستي دي، چې دوی هر یو د نړیوال جام ګټونکې لوبډلې په نښه کړي دي، دا چې افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب کومه لوبډله ګټونکې بللې په اړه یې معلومات ولولئ.
له دوی څخه په عام ډول پوښتنه شوې، چې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام به کومه لوبډله ګټي؟
دا پوښتنه د پنجشنبې په ورځ د ټولو لوبډلمشرانو څخه شوې.
ډېری لوبډلمشرانو د انګلستان په لوبډله د اتلولۍ ګټلو اطلاق کړی دی.
د اسټرالیا لوبډلمشر ایرون فېنچ
فېنچ وایي زه فکر کوم، چې انګلستان یوه ښه لوبډله ده، د وروستیو دوو کلونو په اوږدو کې انګلستان او هند ښې لوبې کړي؛ خو باید ووایم چې انګلستان زما انتخاب دی.
فېنچ خپلو دوو پیاوړو لوبغاړو سټیف سمېت او ډېوېډ وارنر ته هم ښه راغلاست ویلی.
ویرات کولي
ویرات کولي ویلي زمونږ لوبډله په هرځای کې د ننداره کوونکو له تود هرکلي سره مخ شوې؛ خو زه هم د اېرون فېنچ له نظر سره موافق یم، زه هم د انګلستان لوبډله د بریا په دُرشل کې ګورم.
هغه زیاته کړې، زه فکر کوم چې انګلستان په مناسب ډول ښه لوبډله ده او ښه حالت کې قرار لري.
د کولي په خبره تر ډېره انګلستانۍ لوبډله پیاوړې ده.
نوموړی زیاتوي چې زه د ټولو لوبډلو توازن ته قایل یم، ټولې لوبډلې په خورا ښه حالت کې دي.
د ایئن مورګن نظر
د انګلستان اوسني لوبډلمشر ایئن مورګن ویلي زه داسې فکر کوم، چې د هرې لوبډلې لوبغاړي یو سر او دوه لاسونه او مساوي غړي لري، لس واړه غوره لوبډلې دي، دا جام به تر ټولو غوره او دلچسپ وي او مونږ څو راتلونکو ورځو کې د دې په زړه پورې لوبو شاهدان پاتېږو.
هر لوبډلمشر دا هیله لري، چې خپلې پښې د کرکټ لپاره د کرکټ په پنځوونکي هېواد کې کېږدي او د کرکټ په کورکې د کرکټ په پار قدمونه واخلي.
هغه وایي دا زما په شمول د ټولو کرکټ لوبغاړو هیله او ارمان و، چې په انګلستان کې په نړیوال جام کې ولوبېږي او د کرکټ په کورکې لوبې وکړي.
مورګن زیاتوي مونږ د نړیوال جام لپاره پوره چمتووالی نیولی او مونږ غواړو چې دغه لومړۍ لوبه وکړو.
فاف ډوپلیسي او نظر یې
فاف ډوپلیسي د سهیلي افریقا کرکټ لوبډلې لوبډلمشر دی، ډوپلیسي افریقایي لوبډله د لومړي ځل لپاره د یو ورځنیو لوبو جام کې رهبري کوي.
د دوی لوبډله څلورځلې د نړیوالو جامونو نیمه پایلوبو ته رسېدلې وه، خو ماتې یې خوړلې وې.
دی زیاتوي مونږ په بشپړ ډول خورا خوښ یو، چې دا نوی ټورنمنټ لوبوو، هره لوبډله ښه ده، مونږ به خپل بشري ځواک کاروو او هره لوبډله خپل د ایکس فکټور لري او توپ اچونه به د لوبډلو په بریاوو کې خورا ښه رول ولوبوي.
ډوپليسي وایي زما په اند بالران لوبې ګټلای شي، هغه ویلي هغه لوبډله چې وروستیو شېبو ته وځي او چې بیا یې ګټي نو بالېنګ باندې به یې ګټي.
که داسې وي نو د افغانستان او افریقا بالېنګ برخې د اسټرالیا په شمول پیاوړې دي.
سرفراز احمد
سرفراز احمد چې پاکستانی لوبډلمشر دی او په دې وروستیوکې په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان په شمول له څلورو لوبډلو پرله پسې یوولس ماتې خوړلي؛ ده هم د لوبډلو د اتلولۍ په اړه نظر ورکړی دی.
سرفرار ویلي زه ډاډه یم، چې ټولې لوبډلې خورا متوازن لوبغاړي لري، زما په آند خلک به په دې نړیوال جام کې خورا ښه کرکټ ننداره کړي.
هغه وایي زمونږ لوبډلې په ۱۹۹۲ م کال کې دلته نړیوال جام ګټلی، ۱۹۹۹ م کال کې پایلوبې ته رسېدلي وو او په ۲۰۱۷ کال کې مو د قهرمانۍ جام وګاټه؛ نو په خپله لوبډله باوري یم، چې ګټو یې.
نیوزیلېنډی لوبډلمشر
کېن ویلیمسن چې ۲۰۱۹ م کال کې د نیوزیلېنډۍ لوبډلې لوبډلمشر دی، هغه هم څرګندونې لري.
د نیوزیلېنډ لوبډله د ۲۰۱۵ م کال په نړیوال پنځوس اوریز جام کې پایلوبه کې د اسټرالیا له خوا ماته شوه، دې لوبډلې تر پایلوبې یوه لوبه هم نه وه بایللې.
کېن ویلیمسن ویلي مونږ بیا هیله لرو چې ښه وځلېږو، مونږ ډېر نوي لوبغاړي لرو په درجه بندۍ کې هم بد نه یو؛ نو توازن ښه برابر دی.
هغه وایي د وطني احساساتو د ورځې په لوبه کې ډېر مثبت څه پېښېدای شي.
یعنې دی هم د نړیوال جام دعوه ګیر دی.
جېسن هولډر
د ویسټ انډیز لوبډلمشر جېسن هولډر وایي؛ دا یو ډېر ښه جام دی، هرې لوبډلې سره لوبه کول؛ دا د هرې لوبډلې لپاره ښه خبره ده.
نوموړی کاږي مونږ په غوراوي جام سیالیوکې ښه زیار وکيښ او اوس دا دی نړیوال جام کې یوُ.
مونږ غواړو چې ښې لوبې وکړو او ښه لاسته راوړنه ولرو.
د سریلانکا لوبډلمشر دېموت کرونرټنی
دی وایي مونږ په انګلستان کې لوبې کړي او دلته ښه تجربه لرو، مونږ له نړیوال جام وړاندې دلته یو او تمرینات مو کړي، مونږ اوس خورا ښه یو.
هغه وایي لوبې سختې دي، خو یوه په یوه لوبه ښه مخته وړو او ۹ واړه لوبوکې به د ځلېدو هڅې کوو.
افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب
مونږ خورا خوښ یو، چې دلته په نړیوال جام کې یو، مونږ د کرکټ نړۍ له لوبډلو سره مخ یو.
په نړیوال کې د افغان لوبډلې شتون د نړۍ لپاره ښه خبره ده او مونږ به پرمخ ځو.
مونږ به په کور دننه ( افغانستان) کې له هر ولایته ډېر زیات مینوال ولرو.
نایب وایي کرکټ او ورزش په افغانستان کې یواځې ورزش نه دی، بلکې د خوښۍ یوه ستره وسیله ده.
کوم ټیم یې نه دی په نښه کړی.
بنګله دېشی لوبډلمشر مشرفی مرتضی
مونږ ډېر ښه لوبغاړي لرو، د مشرانو او کشرانو لوبغاړو ښه ګډوله مو جوړه کړې.
کرکټ یوه داسې لوبه ده، چې د لوبې په ورځ هره لوبډله بله هغه ماتولای شي.
مشرفی وایي که مونږ ښه پیل وکړو، کولای شو خپل مثبت حالت وساتو.
نوموړی زیاتوي مونږ کولای شو، چې مخکې تګ وکړو.
د ویلو ده، چې لس واړو لوبډلمشرانو د خپلو لوبډلو په اړه ښه نظر لري؛ ټول په خپلو لوبډلو خورا خوش باوره دي او هر لوبډلمشر تر ډېره خپلې لوبډلې مثبتې بللي دي.
نړیوال جام څلور ورځې وروسته د افریقا او انګلستان په لومړۍ لوبه پرانېستل کېږي.