ډاکتران: سرطاني ناروغۍ که په وخت تشخیص شي لا علاجه نه دي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

په افغانستان کې ډېری خلک د سرطان له ناروغۍ رنځيږي او درملنه يې ناشوني ګڼي.
د سرطان ناروغيو له کبله د مړو شمېرې حيرانوونکي دي چې هرو څلورو کسانو کې يې درې مړه کيږي او يو روغ پاتې کيږي.
اکثره په دې ناروغۍ اخته ناروغان هغه مهال روغتون ته مراجعه کوي چې ناروغي يې آن تر پينځم او شپږم پړاوه رسېدلې وي چې بيا يې رغېدل ستونزمن کار دی.
د سرطان ناروغۍ متخصصين وايې، که ناروغان په وخت د درملنې لپاره اقدام وکړي نو تر دې کچې ګواښوونکې نه شي تمامېدی او درملنه يې هم اسانه ده.
د خلکو د باورونو خلاف، سرطان ناروغي لاعلاجه نه، بلکې تر ډیره د درملنې وړ ناروغي ده او درملنه يې هغه مهال ممکن او له ستونزو لرې ده چې ژر تر ژره تشخیص او مخه یې ونیول شي.
د سرطان د تشخيص او درملنې روغتونونو په وينا تېر کال يوازې شل زره کسانو د درملنې مراجعه کړې چې په سرطان اخته وو او ممکن زيات شمېر يې يا مراجعه نه وي کړي او يا هم له هېواده بهر د درملنې لپاره تللي وي.
په ډېريو حالاتو کې د خلکو او ناروغانو ناپوهي هم د مرګ پلمې لټوي او ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
دوی د سرطان د نه تشخيص په صورت کې خپل ناروغان په زيارتونو او دمګرو ګرځوي او په دې باور وي چې ښايې ناروغي يې له دې لارې له منځه لاړه شي خو بلاخره دوی خپل ناروغ له لاسه ورکوي.
غوره ده چې دې ستونزې سره له مخ کېدو سره سم دستي اړوندو تشخيصيه روغتونونو ته ځان ورسوئ او د درملنې چارې پيل کړئ.
اوسمهال په کابل ښار کې يوازې په وزير محمد اکبر خان او جمهوريت روغتون کې د سرطاني ناروغيو درملنه کيږي او ښايې د يوه ځانګړي روغتون په جوړېدو سره يې د درملنې چارې لا اسانه شي.
خدای وکړي چې افغان دولت ددې ناروغۍ زیاتیدونکو پېښو او بڼې ته په کټو په بیلابیلو ولایتونو کې په دې برخه کې ځانګړو روغتونو د جوړولو اقدام وکړي.