د اروپا غمیزه؛ له هرو ۴ تنو یې یو په سرطان مري

سپینه تجريدي ډیزاین

یوه تازه څېړنه څرګندوي، چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۵.۲ میلیونه اروپایان مړه شوي دي.
د دغو مړینو عوامل مختلف دي. لړزونکې خبره یې دا ده چې له هرو ۴ تنو یو کس د دوی له منځه په سرطان ناروغۍ مړشوی.
د ټولې نړۍ سرطان وژلي
د نړیوال روغتیایي سازمان د ارقامو له مخې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په نړیواله کچه ۵۶ میلیونه او ۴۰۰ زره کسان په مختلفو دلایلو مړه شوي دي.
په دوی کي ۸.۵ میلیونه تنه د سرطان له کبله مړه شوي.
اروپا او سرطان
په اروپا کې د زړه له ناروغیو وروسته سرطان د زیاتې مړینې لومړنی عامل دی.
المان، ایټالیا او برتانیه د دغې سیمې هغه هېوادونه دي، چې د اروپا په کچه د سرطاني ناروغیو د تلفاتو درېیمه برخه یې اړوند ده.
دلیل څه دی؟
د څيړنو له مخې په اروپا کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د کیفیت ټیتوالی دغلته د زیاتو انساني تلفاتو یو لوی دلیل دی.
سره له دې چې د نورو ناروغیو په تشخیص او درملنه کې اروپا مخکښه ده، خو په دغه برخه کې یې غفلت کړی.
د نورو روغتیایي خدمتونو د کیفیت لوړوالی سبب شوی، چې په دغه سیمه کې له لویه سره د انسانانو د عمر متوسط حد ۷۹ کاله وي.
په فرانسه، ایسلینډ، ایټالیا، اسپانیا، سویډن او سویس کې د متوسط عمر وړاندوینه ان ۸۲ کاله ده.
په ختیزه اروپا کې بیا د دغې وړاندوینې کچه ۷۵ کاله ښودل شوې ده.
د سرطان ځپلو اروپایي هېوادونو مشخص ارقام
په اروپا کې د ۵ میلونه او ۲ سوه زره مړو شویو کسانو له ډلې ۱.۳ میلونه یې د سرطان له کبله مړه شوي.
اسلونیا، هالینډ او ډنمارک هغه هېوادونه دي، چې د سرطان له کبله پکې تر نورو اروپایي هېوادونو زیات خلک مړه شوي.
دا هېوادونه د اروپا په کچه د سرطان له کبله د مړو شویو انسانانو ۳۰ سلنه ونډه لري.
۲۰سلنه نور تلفات د اروپا په کچه بلغاریې، ترکیې او رومانیې هېوادونو ورکړي.
باید وویل شي، چې په اروپایي هېوادونو کې له ښځو څخه د انساني قربانیانو کچه لوړه ده.