د کډوالو نړیوال سازمان: اقلیمي بدلون په تېرو ۱۲ میاشتو کې نږدې ۹ میلیونه افغانان اغېزمن کړي

په افغانستان کې وروستیو سیلاب جنوبي ولایتونه له هغې ډلې هلمند، کندهار او فراه سخت ځپلي دي

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، د اقلیمي بدلون له کبله په تېرو ۱۲ میاشتو کې نږدې ۹ میلیونه افغانان اغېزمن شوي دي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ د “فبرورۍ ۲۶مه” د افغانستان په اړه یو راپور کې ویلي،”اقلیمي بدلون په افغانستان کې په زرګونو کورنۍ بې‌ځایه او بشري مرستو ته یې اړ منې کړې دي.”

په راپور کې راغلي، په تېرو دریو کلونو کې وچکالي او طبیعي پېښو لکه سیلابونه، د افغانانو د بې‌ځایه کېدو اساسي لاملونه دي.

د IOM د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د سیلابونو او وچکالۍ له کبله ۵۰۰ زره افغانان بې‌ځایه شوي دي.

د کډوالو د نړیوال سازمان د راپور له مخې په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو خلکو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

راپور وړاندې وایي، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ نږدې ۳ میلیونه افغانان بې‌ځایه شوي، چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر ۹۸۸ زره کسانو ته رسېدلی دی.

د کډوالو نړیوال سازمان دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، سیلابونو، توندو بادونو او ږلۍ له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د وروستیو سیلابونو او ورښتونو مرګ‌ژوبله

د روانې اونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو یوازې په فراه، هلمند او کندهار ولایتونو کې د پرلپسې اورښتونو او سیلابونو له امله ۳۶ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له کبله د فراه، کندهار، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو خلک د سختو زیانونو سره مخ دي، چې د خلکو کورونه، کروندې او مالدارۍ یې زیانمنې کړي دي.

له دې مخکې، د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې افغانستان د هوا د غیرعادي بدلون سره مخ و، چې په ځینو سیمو کې سخت ورښتونه، سیلابونه او توند بادونه، او په نورو سیمو کې سختې وچکالۍ د عامو افغانانو ورځني ژوند اغېزمن کړی وو.