بشر دروېش
د ارګ په مخکینیو او اوسنیو ویاندویانو کې شاه حسین مرتضوي له دې کبله زیات مشهور او متنازع دی، چې د حکومت او شخصا ولسمشر زیاته دفاع او پر منتقدینو یې د نورو حکومتي ویاندویانو برعکس وخت په وخت لفظي بریدونه کوي.
په تازه ورځو کې مرتضوي له جدي بحثونو وراخوا د یوه خصوصي تلویزون په یوه تفریحي پروګرام(کاکتوس) کې څرګند او ځینې ناویلې خبرې یې وکړې.
په دې لیکنه کې د دې خپرونې او مرتضوي د څرګندونو مهم ټکي رانغاړل شوي.
شخصي ژوند
شاه حسین مرتضوي وایي ۴۳ کلن دی، یو واده او ۴ ماشومان لري او د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسیدونکی دی.
دی کابل ته د طالب واکمنۍ له سقوط څخه وروسته راغلی. یو مهال یې په ایران کې هم ژوند کړی، خو بده خاطره یې ترې دا ده چې ایراني پولیسو یو ځل په کانتینر کې بندي کړی و.
دی د اشپزۍ په برخه کې مکروني، ښوروا او کچالو ښه پخولای شي.
وایي اولادونه د راتلونکي برخلیک په اړه یې خپلې پریکړې ته پریږدي.
مرتضوي وایي اولادونه یې د ده کاریکاتورونو ته په کتو سره سیاست ته زړه نه ښه کوي.
د خلکو د اعتراضونو په اړه
مرتضوي وایي خلک د ده په اړه د منفي نیوکو له کبله درک کوي.
د ده په وینا که خلک ورته پرفیسبوک توند کمینټونه کوي، حق یې دی؛ ځکه حکومت ته به غوسه وي او غچ به یې ده نه اخلي.
مرتضوي د ویاندۍ په اړه یې خوشاله دی، وایي مخکې یې پرفیسبوک ۵ زره دوستان لرل خو اوس یې کچه ۱۱۵ زرو ته رسیږي.
د ده په وینا له دې ډلې ۲ زره یې د ده مخالفین خو نور دوستان دي.
د اشیاوو او اشخاصو په اړه یې تبصرې
مرتضوي ته په دې خپرونه کې د ځینو عکسونو له ښودلو سره د هغوی په اړه د نظر غوښتنه وشوه.
د کچالو د عکس په لیدو سره مرتضوي وویل، چې بحثونو یې بامیانو ته ګټه کړې( مرتضوي یو وخت پر ځینو خبریالانو له نیوکې سره ویلي و، چې یو وخت یې کچالان خرڅول خو اوس خبریالان دي).
د دوستم په اړه یې وویل، چې پیاوړی جنګیالی او خپلو خلکو ته ژمن سړی دی، خو بریالی سیاستوال نه دی.
د ملاعمر په اړه یې وویل، چې ټوله نړۍ یې په یوه سترګه ناقصه لیده.
د حامد کرزي په اړه د مرتضوي نظر دا و، چې سیاسي ارباب دی، حکومت په کراره نه پریږدي او د ټاکنو ترشا د ټولو لوبو مشري کوي.
د کریم خلیلي په عکس لیدو یې وویل، چې د کندهار وینا یې یادیږي( په کندهارکې خلیلي ماته ګوډه پښتو وینا کړې وه، چې منتقدینو یې ټوکې پسې کولې).
د سندرغاړې هنګامې د عکس په لیدو مرتضوي وخندل او وویل، چې ایسته کړه ۱۴ ثانیې پوره نه شي.
د ولسمشر ټرمپ د ویاندې سارا په عکس لیدو مرتضوي وویل، چې د ریس د ټویټونو نه وروسته مطبوعاتو نه ورځ نه لري.
د فوټبال د ښځینه لوبغاړو په عکس لیدو شاه حسین مرتضوي دوی د شجاعت او مېړانې سمبولونه وګڼل.
احمد ایشچي یې نجیب سیاستوال او د سیاسي لوبو قرباني وباله.
د عطامحمد نور د عکس په لیدو مرتضوي هغه مالداره مجاهد یادوي.
له ولسمشر غني سره کار
د ولسمشرغني په اړه د شاه حسین مرتضوي نظر دا و، چې ۱۶ ساعتو نه زیات کارکوي، خو وزیران ورسره د زیات کار له کبله ستړي دي.
هغه دا ردوي، چې ولسمشرغني عصبي او غوسه ناک دی، خو وایي جدي دی، کار غواړي، په ځنډ یې قهریږي، مګر په هرحال خپلو کارکوونکو ته احترام هم لري.
هغه ولسمشرغني باتدبیره او پوه سیاستوال ګڼي.
د مرچو جوس
د پروګرام په یوه برخه کې مرتضوي ته ځینې ستونزمنې پوښتنې او د نه خوراک وړ خواړه ایښودل شوي.
ویاند ورته وایي که یې ستونزمنې پوښتنې ځواب نه کړې، د مرچو جوس، د ماهیانو د هګیو جوس او ورته نور خطرناک او زړه بدونکي شیان به خوري.
بیا ترې پوښتي، چې ولسمشرغني د ډاکټر عبدالله، یونس قانوني، صلاح الدین رباني، ثریا دلیل او فیض الله ذکي له منځه څوک د راتلونکو ټاکنو لپاره د خپل ټکټ لومړی مرستیال ټاکي؟
د دې پوښتنې د نه ځواب له کبله مرتضوي د مرچو د جوس څښلو ته مجبوریږي.
همدا شان په شمال کې د ازبک قومندان قیصاري د نیولو د مسولیت لرونکي کس د نوم نه اخیستو له وجې د کبانو هګۍ خوري.