له انټرنیټ پرته خپل برېښنالیک ته لاسرسی ولرئ !

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: پلوشه فضلي
ګوګل کمپنۍ ویلي چي اوس کولای سئ له انټرنیټ پرته خپل برېښنالیکونه وګورئ او ولېږئ.
ګوګل کمپنۍ د لومړي ځل له پاره یو خاص اپلیکېشن جوړ کړی چي د هغه په واسطه تاسي کولای سئ د ۹۰ ورځو له پاره خپل برېښنالیکونه د انټرنیټ له وصل کېدا پرته چیک او واستوئ. خو وروسته له هغه خلکو له ګوګل کمپنۍ څخه وغوښتل چي د خاص اپلکېشن پر ځای دي په عام جي مېل کښي دا سهولت مساعد کړي چي ګوګل کمپنۍ هم د خلکو یاده غوښتنه ومنله او داسي یې اعلان کړل چي کومو خلکو اپلیکېشن ډاونلوډ کړی دی هغه دې بیرته لېري کړي ځکه چي ډېر ژر به یې دوی هم د پلې سټور څخه لېري کړي او پرځای یې له عام جی مېل څخه د یادي اسانتیا څخه ګټه واخلي.
هغه کسان چي غواړي له انټرنیټ بغیر خپل برېښنالیکونه وګوري او ولېږي، نو د لاندي لینک څخه دي استفاده وکړي: Mail.googl.com
یادونه: دا اسانتیا یوازي د ۹۰ ورځو له پاره ده چي تر اوسه لا فعاله ده.