د سینې سرطان نښې، چې هره مېرمن پرې باید پوهه شي!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: نسیمه محمدي
د سینې سرطان نښې چې باید هره ښځه یې وپېژني، ځکه د دې ډول سرطان پر وخت پېژندل، لکه د ځینو نورو سرطانونو په څېر ستاسې د بریا او درملنې چانس زیاتوي او کولای شي ستاسې ژوند وژغوري. د ماموګرافۍ تر سره کول چې په ډېری هېوادونو کې په وړیا توګه په دوره یي ډول تر سره کېږي تر ټولو غوره لار ده او د دې ناروغۍ په لومړي پړاو کې اخته ناروغان، له شتون څخه خبر او د درملنې لپاره ګام اوچتوي مګر دا د دې لامل نه ګرځي چې تاسې د سینې سرطان نښې زده نه کړئ.
د سینې سرطان یو له څرګنده او ښکاره نښو څخه، په سینه کې د یوې غېرې عادي کتلې شتون دی. دا کتله یا غدود کلک او د غېرې منظمه څنډو درلودونکې دی، چې کله لږ څه فشار ورکړئ درد کوي، چې په قوي ګمان د سینې سرطان دی، مګر د سینې سرطان کېدای شي کلک او منظم او ګرد شکل ولري. همدارنګه د یوې کتلې شتون او احساس په صورت کې باید روغتیا پال ته ورشئ. تر څو اړین معاینات تر سره کړي که چېرې د سینې سرطان تایید شو، چټک یې درملنې لپاره اقدام وکړئ.
مګر د سینې سرطان نښې په همدې ځای پای ته نه رسېږي وړاندې نورې نښې نښانې هم درپېژنو.
د سینې د سرطان نښې:

  • د ټولې یا د سینې د یوې برخې پړسوب( حتی که کتله هم شتون ونه لري) په سینه کې احساس کړئ.
  • د یوې سینې سوزش یا د رنګ بدلون( کله یې رنګ نارنج ته ورته کېږي).
  • د سینې د څوکې یا نیپل درد.
  • د نیپل دننه تلل.
  • د سینې د نیپل او یا یې د پوستکي سوروالی او پېړ والی.
  • د سینې څخه د شیدو پرته د موادو ترشح.

ځینې وختونه که د سینې سرطان ونه پېژندل شي، مخکې له دې چې په هغه اندازه غټ شي تر څو یې تاسې احساس کړئ، د تخرګ لاندې او د غاړې هډوکو ته هم پرمختګ کوي. د لمفاوي غدو د پړسوب په صورت کې حتما د سرطان د آزمایښت لپاره ډاکټر ته لاړ شئ.
که څه هم هر یو د سرطان له دې نښو څخه کېدای شي د سرطان پرته لامل ولري، مګر که هغه مو ولیدل، باید یو تکړه روغتیا پال ته مراجعه وکړئ تر څو وڅېړل شي.
لکه څرنګه چې ماموګرافي نشي کولای د سینې هر ډول سرطان تشخیص کړي، ډېره مهمه ده، چې تل د سینې د رنګ بدلون په نظر کې ونیسئ او د سرطان علایمو ته تل دقت وکړئ.