ژباړه: مریم محمدي
د سینې سرطان نن سبا یوه مشهور ناروغي ده چې څلور مرحلې لري. دغه مرحلې له صفر پیلېږي او تر څلورمې مرحلې دوام کوي. ډاکټران وایي، که د سینې سرطان پر وخت تشخیص شي درملنه یې شونې ده. ډاکټران کولی شي د ټي ان ام (TNM staging) مېتود له لارې دغه ناروغي تشخیص کړي چې په کومه مرحله کې ده له هغه وروسته کولی شي د درملنې چارې یې پیل کړي. د TNM هر توری خپله بېله مانا لري، چې T له تومور څخه اخیستل شوې ده، N دا مانا ورکوي، چې ایا په سینه کې سرطان د نورو لمپاوي غدو ته غځېدلی که نه او M هم د مهاجرت مانا ورکوي او ډاکټر دا ثابتوي چې له غدو پرته ایا سرطان نور بدن ته هم خور شوی که نه؟ له تشخیص وروسته ډاکټر خپله درملنه پیلوي.
څه وکړو چې د سینې پر سرطان اخته نه شو؟
سیګریت مه څکوئ. خپل وزن په طبیعي او مناسب حد کې وساتئ. تل سپورت کوئ. په خوړو کې مو سابه په تیره بیا کرم، ګلپي او شنه ګلپي زیات کړئ او غوړ کم خورئ.
دا هغه عوامل دي چې تاسو یې کنټرولولی شئ خو هغه څه چې ستاسو له کنټروله بهر دي په هغو کې جنس، توکم، عمر، د مینوپوز یا د میرمنو د وچیدا عمر، د بیلابیلو درملو استعمال او تاثیرات او د کورنۍ صحي وضعیت او مخینه، همدا راز په هېواد کې ناسم صحي سیسټم دی. د سینې د سرطان په معالجه کې ژر تشخیص ډیر اغېز لري او که تاسو د دې ناروغۍ په نښو نښانو پوه شئ نو مخه ېې هم ژر نیولی شئ. له بده مرغه د سینې سرطان په پيل کې خاصه نښه نه لري خو که تاسو کله ناکله خپل تي یاسینې په خپله معاینه کړئ نو ممکن درسره مرسته وکړي.
میرمنې باید دې ټکو ته پام وکړي؟
که مو په سینه یا تخرګونو کې وړه دانه یا غوټه پیدا شوه ژر تر ژر ځان ډاکټر ته ورسوئ.
که مو د سینو یا تیو له څوکو وینه یا نور ترشحات پيل شول نو بې احتیاطي مه کوئ او حتماً د نور معایناتو لپاره ډاکټر ته ورشئ.
که مو د سینو یا تیو د څوکو شاوخوا پوستکی وچ شي او پوست اچول یې پيل کړل نو دا هم ممکن د خطر یو نښه وي.
که مو د سینې څوکه دننه خوا ته ننوځي نو حتماً ډاکټر ته ورشئ.
کله چې ستاسو سینه یا تی سور بخونه ،التهابي او یا و پړسید نو د یوه جدي خطر په توګه یې وانګرئ او ډاکټر ته ورشئ.
مېرمنې باید له هرې میاشتنۍ ناروغۍ څخه چې دوی ته پېښېږي د خپلو سینو معاینات وکړي.
کله چې ستاسو د یو تي شکل او بڼه بدله شي نو ممکن کومه ستونزه وي.
که مو د سینې پوستکی ګونځې شو او یا یې حساسیت تر پخوا زیات شو چې په لږ لمس سره هم درد کوي نو باید د نورو معایناتو لپاره اقدام وکړئ.
کوم عوامل د سینې د سرطان د اخته کېدو سبب کېږي؟
تر څلویښتو د لوړ عمر میرمنې.
په کورنۍ کې د سینې په سرطان د اخته ناروغ شتون.
ډیر وزن درلودونکې میرمنې.
هغه میرمنې چې لږ فزیکي فعالیت لري.
هغه مېرمنې چې خپل ماشوم ته له یوه کال څخه کمې شیدې ورکوي..
سرچینه: چیطور وېب پاڼه