- ژباړه: نسیمه محمدي
پوهان وايي هغه وګړي چې خپل بویايي حس له لاسه ورکوي، د مرګ له ګواښ سره مخ دي، ځکه نشي کولای مسموم کوونکي ګازات، سګرټ یا فاسد شوي خواړو بوی تشخیص کړي.
څېړونکو ۷۱ کسه چې په آنوسمي (د بویولو حس له لاسه ورکولو) ناروغۍ اخته وو، وڅېړل او پوه شول چې ډېری له هغوی له ژور خپګان څخه ځورېږي.
دا ناروغي تر ښځو په نارینهوو کې زیاته ده او په اوسط ډول ۳۰٪ تر ۳۵٪ پورې د آنوسمي رامنځته کېدل، د پوزې د بندښت ناروغۍ دي، چې پېژندل شوي ډولونه یې د پوزې پولېپ، آلرژي، د پوزې د مخاط پړسوب او د هغو تومورونو جوړېدل دي، چې د انسداد یا بندښت سبب ګرځي.
څېړونکو موندلې هغه وګړي چې خپل د بویولو حس له لاسه ورکوي د مرګ له ګواښ سره مخ دي، خو روغتیاپالان دا موضوع جدي نه نیسي.
آنوسمي په حیرانوونکي توګه معمول ده او انګېرل کېږي، چې د انګلینډ شاوخوا ۵٪ اوسېدونکي اغېزمنوي، چې نېژدې ۳،۲۵ میلیونه نفوس جوړوي.
د امریکا د روغتیا وزارت په وینا د دې هېواد لس میلیونه نفوس هم د آنوسمي ناروغۍ څخه ځورېږي.
د څېړونکو په وینا، د دې اختلال د رامنځته کېدو له لاملونو څخه میکروبونه، لکه سینوزېت او ناروغۍ لکه آلزایمر پارکینسون او اسکلروز ناروغۍ دي.
د ځینو درملو ناوړه اغېزې هم د بویولو حس په لمنځه تللو اغېز کوي.
کارل Philpott د آنګلیا پوهنتون څخه د دې څېړنې لیکوال، هیلهمن دی، چې دا څېړنې روغتیاپالان وهڅوي، دا موضوع جدي ونیسي.
دا څېړنه Clinical Otolaryngology مجلې نشر کړې.