نن سبا نېږدي ټول خلک په دې هڅه کې دي چې ښکلي او قوي وېښتان ولري. د نورو درملنو تر څنګ اوس دې پایلې ته رسېدلي دي چې بوتاکس هم د وېښتانو د ښه والي لپاره یوه غوره لار ده. دوی فکر کوي چې بوتاکس وېښتان ښکلي او قوي کوي. بوتاکس یوه کیمیاوي عملیه ده چې اوس یې د ښکلا په کلینیکونو کې ډاکټران په همدې موخه تر سره کوي. د وېښتانو د ښکلا او تقویت لپاره د دوه ډوله بوتاکس موجود دی، چې کولی شی خپلو وېښتانو ته په کتو یې انتخاب کړئ.
بوتاکس
د وخت په تېرېدو سره د انسان پوستکی او وېښتان خپله اصلي ښکلا او ځلا له لاسه ورکوي. اوس د بوتاکس په نوم نوي درمل او د دې درملو د کارولو کړنلاره پېژندل شوې ده چې خلک یې د وېښتانو او پوستکي د ښکلا لپاره کاروي.
د وېښتانو د بوتاکس طریقه څه ډول ده؟
په اصل کې د وېښتانو بوتاکس ددې لپاره کېږي، چې وېښتان نرم شي او په یو ډول وېښتان د وېښتانو په فایبر باندې وپوښل شي. په دې درملنه کې د وېښتانو ټولې خالي ګاوې ډکېږي تر څو یې ظاهري ښکلا چې له منځه تللې ده بېرته تر لاسه شي.
د وېښتانو بوتاکس یا دغه طریقه خپلې لارې چارې لري، چې دلته یې یادول یو څه ستونزمن دي او وخت هم نیسي. ددې لپاره چې د وېښتانو بوتاکس مو په سم ډول کړی وي، نو ښه ده چې د اړوندې برخې ډاکټر او یا متخصص ته ورشئ.
د وېښتانو بوتاکس څومره وخت دوام کوي؟
ډېری کسان د وېښتانو بوتاکس خپله په کور کې هم تر سره کوي، خو د موادو د خاصیتونو او ځانګړنو پېژندل هم څه اسانه کار نه دی. ځانګړي کلینیکونه یا نور مختصص کسان چې کله دغه کار کوي، په اړونده برخه کې کافي تجربه لري او پوهېږي چې د کوم ډول وېښتانو لپاره کوم ډول مواد ضرورت دي. کله چې د وېښتانو بوتاکس تر سره شي، له ۲ تر څلور میاشتو پورې دوام کوي، خو بیا هم دغه څه د موادو تر کیفیت پورې اړه لري. کله چې بوتاکس ویشي، نو ښه ده چې له هغه شامپوګانو څخه کار واخیستل شي، چې سو سلفاټ ونه لري او که یې ولري هم کچه یې باید لږ وي.
ایا بوتاکس بې خطره دی؟
تر اوسه پورې داسې کوم څه نه دي تر سترګو شوی، چې د وېښتانو د بوتاکس له امله پېښ شوی خطر په ګوته کړي، خو ددې لپاره چې نور هم ځان ډاډه کړئ، ښه ده چې دغه مواد مو د بدن له نور پوستکي سره تماس ونه لري.
سرچینه: chetor.com