ژباړه: عایشه حیدري
بوټونه او څپلۍ د جامو یوه اړینه برخه ده او هر انسان که زوړ وي او که ځوان، ښځه وي او که نارینه، د بوټونو او څپلیو په پښو کولو ته اړتیا لري او د نړۍ هېڅ داسې وګړی به ونه مومئ چې پرته له بوټونو او څپلیو څخه ژوند وکړي.
د تاریخ په اوږدو کې ډېرو کسانو داسې بوټونو او څپلۍ جوړې کړي او ګټه یې ورڅخه اخیستې چې خورا عجیبه او حیرانونکي دي او له عادي بوټونو او څپليو سره ډېر توپیر لري.
همدارنګه باید یادونه وکړو چې د بوټونو او څپلیو په جوړښت کې د هېوادونو او ټولنو دود او دستور ډېر زیات اغېز لري او هره ټولنه د همغه ځانګړې ټولنې، ځانګړنو او اړتیاوو ته په پام، بوټونه او څپلۍ جوړوي.
په دې لیکنه کې د نړۍ حیرانونکي بوټونه او څپلۍ وپېژنئ او په دې به هم خبر شئ چې دغه بوټونه یا څپلۍ ولې او څه وخت دود شول او د کوم هېواد او سیمې دودیز بوټونه او څپلۍ دي.
۱- لوټوس
لوټوس د چین هېواد دودیز بوټونه دي. دغه بوټونه ډېر واړه دي او د نجونو پښې ودې او غټېدلو ته نه پرېږدي. په لسمه پېړۍ کې به کله چې د چین په کومه کورنۍ کې ماشومه نجلۍ وزېږېده، نو کورنۍ به یې ورته یوه جوړه بوټونه ټاکل او نجلۍ به اړ وه چې د عمر تر پایه هغه بوټونه پر پښو کړي.
د چینایانو دغه دود او د دغو بوټونو پر پښو کول د دې لامل کېده چې د عمر په لوړوالي سره د نجونو پښې هېڅ ډول وده ونه کړي او د عمر په وروستیو کلونو کې ونه شي کولای په پښو لاړه شي.
تر ۲۰۰۹ پورې د لوټوس بوټونو پر پښو کول دود وو او په همدې کال د لوټوس بوټونو د وروستۍ کاروونکې مېرمنې په مړینې سره د دغو بوټونو دود هم له منځه لاړ.
۲- بالټ بوټونه
د نړۍ حیرانونکو بوټونو په ډلې کې یو هم د بالټ بوټونه Ballet boots دي، دغه بوټونه موزو ته ورته دي. که څه هم بالټ بوټونه ډېر لرغوني نه دي، خو دا چې له نورو بوټونو ډېر ځانګړي او توپیر لرونکي دي، د نړۍ په لسو عجیبو او حیرانونکو بوټونو له ډلې شمېرل کېږي.
دغه بوټونه په ۱۹۸۰ کال کې طراحي شول، او په همدغه کال یې ډېر مینهوال وموندل. په ځانګړي ډول د جاپان خلکو دا بوټونه ډېر خوښ کړل او ډېرو خلکو به په یاد هېواد کې بالیټ بوټونه پر پښو کول.
له عادي بوټونو سره د بالیټ بوټونو توپیر دا دی چې د بالیټ ډېر لوړ تلي (کوري) لري او مخکینۍ برخه یې ډېره ساده جوړه شوې ده.
دا چې بالیټ بوټونو د ملا تیر او د پښو پوندو او تلي ته ډېر زیان رساوه، نو ځکه ډېر ژر د خپلو مینهوالو له پامه بد شول او د وخت په تېرېدلو سره ډېرو لږو خلکو اغوستل، خو باید یادونه وکړو چې اوس هم دغه بوټونو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې موندل کېږي او لا هم مینهوال لري.
۳- د فرانسوي زوم بوټونه
په نهمې پېړۍ کې د فرانسې نارینهوو د خپلو ودونو د محفل لپاره له ډېرو عجیبو او حیرانونکو بوټونو څخه ګټه اخیستله، چې کېدای شي تر اوسه مو نه وي لیدلي. یاد بوټونه له يو ډول ګرانبیه لرګیو څخه جوړ شوي، مخکینۍ برخې یې مخ په لوړه اوږده نرۍ څوکه درلوده. د دغو بوټونه ظاهري بڼه ډېره عجیبه ده او پر پښو کول یې هم سخت، درد ناک او هم خطرناکه دي.
۴- پاډوکاس
پاډوکس د هند یو ډول لرغونې څپلۍ دي چې په ۱۷ پېړۍ کې د دغه هېواد ځینو وګړو پر پښو کولې، د پاډوکس څپلۍ له لرګیو څخه جوړې شوې دي او حیرانونکې یې لا دا ده چې دغه څپلۍ هېڅ ډول بند نه لري، یوازې د ګوتو ترمنځ میخ ته ورته جوړښت و چې د پښې د غټې ګوتې او ځنګلورې ګوتې ترمنځ ولاړ وو او پر پښو کوونکی اړ وو چې همدغه مېخ د خپلو دوو ګوتو ترمنځ کلک ونیسي. پاډوکاس څپلیو سره پلی مزل ډېر سخت و، هېچا نه شو کولای دغه څپلۍ د شلو دقيقو څخه زیات په پښو کړي، او په لاره لاړ شي.
۵- بې پوندو بوټونو
په ۲۰۰۷ کې د لومړي ځل لپاره داسې بوټونه جوړ او بازار ته وړاندې شول چې هېڅ پوندې (کوري) یې نه لرل. د دغو بوټونو ظاهري بڼه داسې جوړ شوې ده چې په لیدلو به یې فکر وکړئ چې دا بوټونو ډېر لوړ کوري لري، خو داسې نه ده په حقیقت کې دا بوټونه کوري نه لري.
د دغو بوټونو طراحان وایي چې دغه بوټونه د پښو د مخکنۍ او شا برخې له برابرۍ سره سم طراحي او جوړ شوي دي، خو کله چې دغه بوټونه بازار ته وړاندې شول ډاکټرانو یې په اړه کلکې نیوکې وکړې او د پښو او بدن روغتیا ته یې ډېر زیانمن وبلل.
۶- چاپینز
په نړۍ کې داسې ډېر لږ بوټونه شته چې په ګرانه بیه جوړ شوي وي او په جوړلو کې یې د ګرانبیو تیږو او جواهراتو څخه کار اخیستل شوي وي، خو بیا هم ځینې داسې بوټونه شته، چې چاپینز د همدې ډلې ډېر ګرانبیه بوټونه دي چې په ۱۵۸۰ تر ۱۶۲۰ کال پورې د ایټالیا په هېواد کې خلکو پر پښو کول.
دغه بوټونه هم د جاپاني اوکوبو په څېر له لرګیو څخه جوړ شوي دي او د د ۱۸ سانتي مترو لوړو پوندې (کوري) د لرلو له امله د نړۍ د لوړو بوټونو په ډلې کې شمېرل کېږي، چاپینز ډېر درانده دي او ډېره لوړه بیه لري، ځکه چې د دغو بوټونو په جوړولو کې له ګران بیو لرګيو او ښکلو جواهراتو څخه کار اخیستل شوی دی.
۷_ بارک
پخوا د شمالي اروپا په سړو سیمو، لکه ناروې، سویډن او د روسیې شمالي سیمو کې خلکو داسې بوټونو ته اړتیا درلوده چې د هغوی پښې تودې وساتي او ډېر کلونه ورڅخه ګټه واخلي. تر ډېره د یادو سیمو مېرمنو له دغو ځانګړو بوټونو څخه، چې بارک نومېده، ګټه اخیستله.
یاد بوټونه د يوې ځانګړې ونې له پوستکي څخه، چې غان نومېږي، جوړېدل. کله چې دغو خلکو د بارک بوټونه په پښو کول، لومړی به یې دا بوټونه پر پښو کړل او له پاسه به یې په چرم پوښول، او بیا له کور وتل. یاد مو وي چې د دغو بوټونه استفاده په شلمه پېړه کې ډېره دود وه.
۸- کابکاب
کابکاب د منځني ختیځ تر ټولو حیرانونکي او عجیب بوټونه دي چې په څوارلسمې او پنځلسمې پېړۍ کې دود وو. دغه بوټونه په هغه وخت کې د ښځو د لوړپوندو (کوریو) لرونکي بوټونو په نامه پېژندل کېدل.
دا چې هغه مهال ټول ځایونه له خاورو، دوړو او خټو څخه ډک ول، نو ځکه ښځو د دې لپاره چې پښې یې پاکې پاتې شي له دغو بوټونو څخه کار اخیست. کابکاب هغه غږ دی چې له دغو بوټونو څخه د پلی مزل پر وخت اورېدل کېږي، خو د وخت په تېرېدلو د دغو بوټونو په نوم بدل شوی دی. کابکاب د نړۍ د هغو بوټونو له ډلې دي چې لوړه بیه او لوړ کيفيت لري، ځکه چې دا بوټونه له چرم او نورو اړینو موادو څخه جوړ شوي دي.
۹- د نارینه لوړپوندي (کوري لرونکي) بوټونه
په ۱۷ پېړۍ کې د اروپا نارینهوو په خپلو بوټونو کې ځانګړی بدلون راوست. هغوی په دې اند وو چې عصري بوټونه د نارینه لپاره ډېر اړین دي او هر سړی باید دا ډول بوټونه پر پښو کړي، او باید تل له نورو نه جلا او عجیب بوټونه پر پښو کړي. همدا لامل و چې د اروپا نارینه د پښو کولو لپاره لوړپوندي (کوري لرونکي) بوټونو وټاکل، چې هم له نورو توپیر و لري او هم لوړ قد ودلري.
دغه بوټونه په اروپا کې دومره ډېر دود شول چې ان د فرانسې پاچا د ۱۱۴م لویس، هم ځانته د دغو بوټونو یوه جوړه په سور رنګ کې اخیستي وو. د ۱۷مې پېړۍ په پای کې د دغو بوټونو دود ورو ورو له منځه لاړ او اوس ډېر مینهوال نه لري.
۱۰- اوکوبو
تر ۱۹۷۰ زېږدیز پورې، وړاندې تر دې چې د جاپان هېواد ته د نورو هېوادونو نوي بوټونه او څپلۍ ورشي، د دغه هېواد وګړو له یو ډول ځانګړو دودیزو څپلیو څخه چې اوکوبو بلل کېدلې او له لرګیو څخه جوړې شوې وې، ګټه اخیستله.
دغه څپلۍ له یو ډول ساده لرګي څخه جوړې شوې وې، چې لوړې پوندې یې درلودې او د لرګي هرې ټوټې ۱۴ سانتي متره لوړوالی درلود.
دغه څپلۍ نه یوازې د هغو مهال دود و، بلکې نجونو د دې لپاره هم پر پښو کولې چې پښې یې خیرنې نه شي. په یادو څپلیو کې پر لاره تګ ډېر ستونزمن کار دی، ځکه چې یادې څپلې ډېرې درنې دي.